لوېديځه تړانګه
په منځني ختيځ کې د اردن سيند لوېديځ ته پرته سيمه / From Wikipedia, the free encyclopedia
د اردن رود سیند لوېدیځه غاړه يا لوېديځه تړانګه (عربي: الضفة الغربیة) (: יהודה ושומרון وينګ: یهودا او شومرون) په لوېدیځې آسیا په منځني ختیځ کې د اردن سیند لوېديځ کې یوه سیمه ده.
لوېديځه تړانګه (فلسطين) | |
---|---|
کورډېناټونه: 32°شمال 35.35°ختيځ / 32; 35.35 | |
د رامنځته کېدو نېټه | ۱۹۴۹ |
نومول شوی په | لوېديځ |
هېواد | فلسطين [1]
|
پراخوالی | |
• پراخوالی | ۵٬۶۵۵ کلوميټر٢ (۲٬۱۸۳ میله مربع) |
نفوس شمېرنه | |
• ټولټال | ۲٬۸۶۲٬۴۸۵ |
د گڼه گوڼې نوم | West Banker, فلسطينيان، يهود مېشت ښارونه |
وروستي مالومات | |
جيو کوډ | 285153[2] |
سمول |
کله چې په لومړۍ نړیواله جګړه کې برېتانیا د عثماني امپراتورۍ ځواکونه له ماتې سره مخامخ کړل، د ۱۹۲۰ کال د اپرېل په ۲۵مه، د برېتانیا حکومت د فلسطین د نورو سیمو ترمنځ د ختیځ کرښې کنټرول خپل کړ او د فلسطین د کنټرول لپاره یې د برېتانیا تر سمبالښت لاندې فلسطين په نوم د يو حکومت سيستم جوړ کړ، د ۱۹۴۸ کال د اسراییلو د خپلواکۍ جګړه او د برېتانیا د ځمکې په یوه برخه کې د اسرایلو د تاسیس او د اردن د پوځ لخوا د غزې د سیمې د نیولو وروسته، د ۱۹۴۹ کال د اسرائيلو، مصر، اردن، سوریې او لبنان ترمنځ د موقيت سولې تړون لاسلیک شو چې د دې له مخې د اسرایل او فلسطین سرحدونه مشخص کړل چې د دې تړون له مخې د لوېديځې تړانګې واک اردن ته ورکړل شو، دا تړون د ۱۹۶۷ کال د شپږ ورځنۍ جګړې تر پیل پورې پرځای شو، د اسراییلو د پوځ د پوځي اشغال کې د عربو له ماتې خوړولو وروسته لوېديځه تړانګه د اسرائيلو لاسته وغورځېده، د رسمي شمېرو پر بنسټ، د ۲۲۰،۰۰۰[3] تر ۳۰۰،۰۰۰[4] پورې اسرائيليان د اردن په ښکلي غاړه (لوېديځه تړانګه) کې ژوند کاوه.