لومړی ویلیام، جرمنی سترواک
From Wikipedia, the free encyclopedia
لومړی ویلیام یا لومړی ویلهلم (په جرمني کې: ویلهلم فریدریش لوډویګ ۲۲ مارچ ۱۷۹۷- ۹ مارچ ۱۸۸۸ زکال) د ۱۸۶۱ زکال د جنوري له دویمې نیټې څخه د پروس او د ۱۸۷۱ زکال د جنوري له اتلسمې نېټې څخه د جرمني سترواک و چې په ۱۸۸۸ زکال کې یې تر خپلې مړینې واکمني وکړه. هغه د هوهنزولرن د کورنی غړی او د یو موټي جرمني لومړنی واکمن و. نوموړی همدارنګه د ۱۸۵۸ زکال راهیسې هغه مهال چې د خپل ورور څلورم فریدریک ویلیام پرځای نایب السلطنت شو د پروس ډي فکټو/عملي واکمن و او له دریو کلونو وروسته هغه مهال چې ورور یې ومړ؛ پاچا شو. [4]
لومړی ویلیام، جرمنی سترواک | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | برلين [1] |
مړینه | برلين [2] |
تابعیت | جرمن سترواکي |
اولاد | درېیم فریدریک، جرمنی سترواک |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | جرمني ژبه [3] |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د فرانسې او پروس جګړه ، ناپولیوني جګړې |
لاسليک | |
سمول |
د ویلیام او د هغه د وزیرانو د شورا د مشر اوټو فون بسمارک تر مشرۍ لاندې پروس وکولای شول جرمني یو موټی کړي او د جرمني سترواکي رامنځته کړي. له دې سره چې ویلیام د لومړي وزیر په توګه له بسمارک څخه اوږد مهاله ملاتړ کاوه، هغه د بسمارک د یو شمېر غبرګون پارونکو پالیسیو لکه کاتولېزم ضد او تر ولکې لاندې کسانو سره له شدید چلن کولو ډډه کوله. د واک غوښتونکي بسمارک پر خلاف ویلیام یو مودبه اشرافي او د خپل لمسي دویم ویلهلم په پرتله د کلاسیک لیبرال نظریاتو پر وړاندې ډېر محافظه کار و، هغه چې (دویم ویلهلم) د خپلې واکمنۍ پر مهال د لوی ویلهلم (Wilhelm the Great «German: der Große ») په نوم هم پېژندل کېده.