رابرټ پیل
From Wikipedia, the free encyclopedia
رابرټ پیل، دویم بارونېټ (زوکړه: د ۱۷۸۸ زکال د فبروري ۵ مه – مړینه: د ۱۸۵۰ زکال د جولای ۲ مه) بریتانوي محافظه کار سیاستوال و چې دوه ځله یې د بریتانیا د لومړي وزیر (۱۸۳۴- ۱۸۳۵ زکال او ۱۸۴۱- ۱۸۴۶ زکال) او ورسره هم مهاله د خزانې د مسئول په توګه (۱۸۳۴- ۱۸۳۵ زکال) او سربېره پر دې دوه ځله د کورنیو چارو د وزیر (۱۸۲۲- ۱۸۲۷ زکال او ۱۸۲۸ – ۱۸۳۰ زکال) په توګه خدمت کړی. نوموړی د مټروپولیتین پولیسو د سرویس په رامنځته کولو سره د بریتانیا د پولیسو د معاصر سیسټم پلار ګڼل کېږي. پیل د معاصر محافظه کاره ګوند یو له بنسټګرو غړو څخه و.
رابرټ پیل | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
د لویې بریتانیا پاچاهي (–۱ جنوري ۱۸۰۱) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | سياست [1] |
پوځي خدمت | |
برخه | د برتانيا فوځ |
مقام | بريدمن |
لاسليک | |
سمول |
پیل چې د نساجۍ د بډایه سوداګر او سیاستوال زوی و، لومړنی لومړی وزیر و چې د صنعتي سوداګرۍ مخینه یې لرله. نوموړي د کلاسیک او ریاضیاتو په برخه کې د اکسفورډ له کریسټ چرچ کالج څخه دوه ستوري لرونکی لومړۍ درجه سند ترلاسه کړ. نوموړي په ۱۸۰۹ زکال کې د عوامو جرګې ته لار ومونده او په محافظه کاره ټروی ګوند کې په یو را څرګندېدونکي ستوري واوښت. پیل د کورنیو چارو د وزیر په توګه (۱۸۲۲- ۱۸۲۷ زکال) کابینې ته لار ومونده، دغه مهال نوموړي د جزا قانون اصلاح او آزاد کړ او د پولیسو معاصر ځواک یې رامنځته کړ چې افسران یې د «بابیز» او «پیلرز» په نوم پېژندل کېدل. له لنډ مهال وقفې وروسته نوموړی د خپل سیاسي لارښود په لارښوونه چې د ویلنګټون دوک (۱۸۲۸ – ۱۸۳۸ زکال) و او د عوامو د جرګې مشري یې پر غاړه لرله، بېرته د کورنیو چارو وزارت څوکۍ ونیوله. پیل چې په پیل کې د کاتولیکانو پر وړاندې د قانوني تبعیض له دوام څخه ملاتړ کاوه، خپله لار یې بدله کړه او د ۱۸۲۹ زکال د رومن کاتولیک ریلیف قانون (Roman Catholic Relief Act 1829) ننګه یې وکړه او د ۱۸۲۸ زکال د ازمایښت د قانون (Test Act) له لغو کولو یې ملاتړ وکړ؛ هغه ادعا کوله «له دې سره چې آزادي ورکول لوی ګواښ دی، خو کورنی کړکېچ له هغو لوی ګواښ کېدای شي».[2]
له ۱۸۳۰ زکال څخه تر ۱۸۳۴ زکال پورې په اپوزیسیون کې له برخې اخیستو وروسته پیل د ۱۸۳۴ زکال په نومبر میاشت کې لومړی وزیر شو. نوموړي د ۱۸۳۴ زکال په ډسمبر میاشت کې د ټام ورث مانیفیست (اصول) خپور کړ چې د بریتانیا معاصر محافظه کار ګوند ورباندې اتکا لري. د هغه لومړی وزارت یو اقلیت حکومت و چې د وېګانو پر ملاتړ یې تکیه لرله او ورسره په خوا کې یې د خزانه دارۍ د مشر په توګه هم خدمت کاوه. له څلور میاشتو وروسته د هغه لومړي وزارت سقوط وکړ او هغه د ملبورن د دویم حکومت (۱۸۳۵-۱۸۴۱ زکال) پر مهال د اپوزیسیون مشري وکړه. پیل د ۱۸۴۱ زکال له عمومي ټاکنو وروسته بیاځلي د لومړي وزارت څوکۍ ته ورسېد. د هغه دویم حکومت ۵ کاله دوام وکړ. نوموړي د سوداګرۍ د ودې په موخه تعرفې را کمې کړې او له لاسه وتلي عواید یې پر عوایدو باندې د ۳ سلنه مالیاتو په لګولو بشپړ کړل. هغه د آزادې سوداګرۍ او معاصر بانکي سیسټم په رامنځته کولو کې مرکزي رول درلود. د نوموړي د حکومتولۍ پر مهال د قوانینو په پام وړ بدلونونو کې؛ د معادنو او د ډبرو سکرو د ویستو د ۱۸۴۲ زکال قانون، پر عوایدو د مالیاتو د ۱۸۴۲ زکال قانون، د کارخونو د ۱۸۴۴ زکال قانون او د اوسپنې پټلۍ د تنظیم اړوند د ۱۸۴۴ زکال قانون شاملېدل. د پیل حکومتولي په ۱۸۴۵ زکال کې د مینوث مالي مرستې د بحث پارونکې موضوع له امله د کاتولیک ضد احساساتو له مخې کمزوری شو. د ایرلند د لویې قحطۍ له پیلېدو وروسته د غله جاتو د قوانینو د لغو کولو په موخه له وېګانو او راډیکالانو سره د هغه د یوځای کېدو پرېکړه په ۱۸۴۶ زکال کې د لومړي وزارت له څوکۍ څخه د هغه د استعفا لامل وګرځېده. پیل په ۱۸۵۰ زکال کې د خپلې مړینې ترمهاله یو مخور د پارلمان غړی او همدارنګه د پیلیت ډلې مشر پاتې شو.
پیل خپل سیاسي ژوند د یو لړ چارو پر وړاندې د محافظه کارانو له سنتي ځایګي څخه پیل کړ، وروسته یې خپل دریځ بدل کړ او د لیبرال قوانینو څخه د ملاتړ کوونکو رهبر شو. دغه چاره د ازمایښت د قانون، کاتولیکې آزادۍ، اصلاحاتو قانون، پر عوایدو باندې د مالیاتو د قانون او په پام وړ توګه د غله جاتو د قانون د لغو کولو پر بنسټ رامنځته شوه. تاریخ لیکونکی آلن جان پرسیوال تیلور لیکي: «پیل د ۱۹ مې پېړۍ له لومړۍ درجه سیاستوالو څخه و. هغه کاتولیکانو ته ازادۍ ورکړه، د غله جاتو قوانین یې لغو کړل او د زاړه ټوریېزم په له منځه وړو سره یې معاصر محافظه کار ګوند رامنځته کړ».[3]