د فرانسې څلورم هنري
From Wikipedia, the free encyclopedia
څلورم هنري (۱۳ ډسمبر ۱۵۵۳ – ۱۴ مۍ ۱۶۱۰ زکال) چې همدارنګه د ښه هنري پاچا یا لوی هنري په نوم پېژندل کېږي؛ له ۱۵۷۲ زکال څخه د ناوار پاچا و (د دریم هنري په توګه) چې بیا د ۱۵۸۹ زکال څخه تر ۱۶۱۰ زکال پورې د فرانسې پاچا شو. نوموړی له بوربون کورنۍ څخه د فرانسې لومړنی پاچا و چې د کاپتیانو په لړۍ کې کادتي څانګې ته اړوند و. نوموړی په ۱۶۱۰ زکال کې د فرانسوا راویلاک له خوا چې یو سخت دریځی کاتولیک و ترور شو او پر ځای یې د هغه زوی دیارلسم لویي واک ته ورسېد.
د فرانسې څلورم هنري | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | پاريس [1] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | فرانسوي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
هانري د وانډوم د دوک، آنتوان دوبوربون او د هغه د مېرمنې جین دالبرت چې د ناوار ملکه وه؛ زوی و. هنري ته د یو کاتولیک په توګه د تعمید غسل ورکړل شو خو د خپلې مور له خوا د پروتستانت عقیدې په لرلو را لوی شو. هغه ته د ناوار تاج او تخت په ۱۵۷۲ زکال د مور له مړینې وروسته په میراث پاتې شو. هانري د یو اوګنو په توګه د فرانسې په مذهبي جګړو کې ونډه لرله او په ډېرې ستونزې سره یې د سن بارتلومي د عام وژنې پر ورځ ځان وژغوره. هغه وروسته د سلطنتي پوځ پر وړاندې د پروتستانت ځواکونو مشري وکړه.
هنري او د هغه څخه مخکښ د فرانسې دریم هنري د پاچا نهم لوئي له مستقیمو لمسیانو څخه و. دریم هانري د والوا کورنۍ ته اړوند و چې د فرانسې د دریم فیلیپ لمسی او د سنت لوئي زوی و. څلورم هنري بوربون کورنۍ ته اړوند و چې د کلرمونټ د کنټ رابرټ لمسی او د سنت لوئي کوچنی زوی و. د بوربون د کورنۍ د مشر په توګه هنري د «وینې له مخې لومړنی شاهزاده» و چې په ۱۵۸۹زکال کې د خپل اوښي او لرې د تره زوی دریم هنري له مړینې وروسته د سالیک د قانون له مخې د فرانسې د پاچاهۍ ځای ناستی شو.
نوموړي په پیل کې پروتستانت باورونه وساتل (یوازنی فرانسوي پاچا و چې داسې یې وکړل) او اړ شو له کاتولیک اتحادیې سره مبارزه وکړي، هغه اتحادیه چې نه یې غوښتل د فرانسې د پاچاهي تاج د د یو پروتستانت پر سر کېښودل شي. له څلور کاله کړکېچ وروسته هغه د خپلې پاچاهۍ د ترلاسه کولو په موخه کاتولیک شو. هغه د یو عمل کوونکي سیاستوال په توګه نانت فرمان (۱۵۹۸ زکال) خپور کړ چې پروتستانتانو ته یې مذهبي آزادۍ تضیمن کولې او په اغېزمنه توګه یې د فرانسې مذهبي جګړو ته پای ټکی کېښود.
د یو فعال حاکم په توګه هنري؛ د دولت د مالي چارو د تنظیم کولو، د کرنې د ترویج، د فساد د له منځه وړو او د ښوونې او روزنې د ترویج په برخو کې هڅې وکړې. د هغه د پاچاهۍ پر مهال د امریکا په لویه وچه کې په حقیقي ډول فرانسوي استعمار پیل شو او په اکاډیا او د کاناډا په پورټ رویال او کیوبیک کې یې مستعمرې جوړې کړې. نوموړی د "Vive le roi Henri" په مشهوره سندره (چې وروسته د هغه د ځای ناستو پر مهال د فرانسې د پاچاهۍ په ملي سرود واوښته) او د ولټېر په هنرېډ حماسي شعر کې ستایل شوی.