د افغان-انگرېز دويمه جگړه
From Wikipedia, the free encyclopedia
د افغان - انګلیس دویمه جګړه (په دري: جنګ دوم افغان و انګلیس، په پښتو د افغان - انګریز دویمه جګړه) له ۱۸۷۸ څخه تر ۱۸۸۰ ز کال پورې د بریتانیا د راج او د افغانستان د امارت ترمنځ یوه پوځي نښته وه، چې په وروستیو کې یې مشري د بارکزیو له کورنۍ څخه د پخواني امیر دوست محمد خان د زوی امیر شیرعلي خان پر غاړه وه. دا جګړه د بریتانیا او روسیې د سترواکیو تر منځ د لویې لوبې یوه برخه وه.
د افغان-انگرېز دويمه جگړه Second Anglo-Afghan War | |
---|---|
تاريخ | ۱۸۷۸ - ۱۸۸۰ |
هېواد | افغانستان |
پوځونه | |
بریتانوی امپراطوری | افغانستان |
قوماندان | |
Sir Donald Stewart, 1st Baronet Frederick Roberts, 1st Earl Roberts Sir Samuel James Browne |
امیر شېر عليخان غازي محمد ايوب خان |
جګړه په دوږ لښکرلېږدونو ووېشل شوه، لومړی د ۱۸۷۸ز کال په نومبر میاشت کې له هند څخه پر افغانستان د بریتانیا له یرغل سره پیل شو. انګریزان په چټکۍ سره بریالي شول او امیر شیرعلي خان یې تېښتې ته اړ کړ. د علي ځایناستي محمد یعقوب سملاسي د سولې غوښتنه وکړه او وروسته د ۱۸۷۹ ز کال د مې مياشتې په ۲۶ د ګندومک تړون لاسلیک شو. انګریزانو د ښاغلي لوئیس کاواناري په مشرۍ کابل ته یو استازی او پلاوی ولېږه، خو د سپټمبر په درېیمه دا ماموریت په ټولوژنه بدل شو او نښتې د ایوب خان له خوا زور واخیست، چې د هغه د ورور یعقوب د ګوښه کېدلو لامل شو. [1]
دویم لښکر لېږد د ۱۸۸۰ ز کال په سپټمبر کې، کله چې بریتانیا له کندهار څخه بهر ایوب خان ته غوڅه ماته ورکړه، پای ته ورسېده. نوی امیر عبدالرحمن خان چې د بریتانیا له خوا وټاکل شو، د ګندمک تړون بیاځلي تاييد او تصویب کړ. کله چې انګریزي او هندي پوځیانو شاته تګ وکړ، افغانانو موافقه وکړه چې انګریزانو ته اجازه ورکړي، تر څو خپلو ټولو جیوپوليتيکي موخو ته ورسېږي او هم د بریتانیا د راج او د روسیې د سترواکۍ تر منځ یو بفر (حایل هېواد) رامنځته کړي. [2]