د افغانستان جګړه (۲۰۰۱- ۲۰۲۱)
افغانستان کې جګړه له ۲۰۰۱څخه تر ۲۰۱۳ پوري / From Wikipedia, the free encyclopedia
په افغانستان کې جګړه هغه ټکر و چې په مرکزي اسيايي هېواد افغانستان کې له ۲۰۰۱ز کال څخه تر ۲۰۲۱ز کال پورې رامنځ ته شو. دا جګړه هغه مهال پيل شوه کله چې متحده ايالاتو او د هغې ايتلافيانو پر افغانستان بريد وکړ، د طالبانو له خوا اداره کېدونکی اسلامي امارت يې رانسکور کړ. هغه مهال پای ته ورسېده کله چې طالبانو د ناټو ايتلاف او افغان وسله والو ځواکونو په وړاندې له نولس کاله او لس مياشتې بغاوت وروسته بيا واک په لاس کې واخست. دا د متحده ايالاتو په تاريخ کې تر ټولو اوږده جګړه وه، د ويتنام له جګړې (۱۹۵۵ -۱۹۷۵) څخه يې نږدې پنځه مياشتې زيات وخت ونيو.
عمومي معلومات | |
---|---|
پایله | |
ځای | |
هېواد |
برخه د | |
---|---|
د پيل موده | |
پاي | |
ګډونوال | |
لامل |
لګښت |
---|
په ۲۰۰۱ز کال کې د سپتمبر د يوولسمې له بريدونو وروسته، د متحده ايالاتو د هغه مهال ولسمشر جورج ډبليو. بوش له طالبانو، چې هغه مهال يې پر افغانستان بالفعل واکمني کوله، وغوښتل چې دوی ته اسامه بن لادن وسپاري، څوک چې د يادو بريدونو متفکر مغز و او تر هغه وخته يې په افغانستان کې په ازادانه ډول فعاليت کاوه. دې غوښتنې ته د طالبانو له خوا د رد ځواب ورکولو پر هېواد يرغل ته لاره هواره کړه؛ طالبان او دهغوی ايتلافي ډله القاعده تر ډېره بريده مات شول او له سترو ګڼ مېشتو مرکزونو څخه د امريکا په مشرۍ او د شمالي ايتلاف د ځواکونو له خوا و ايستل شول. که څه هم پاکستان ته د تېښتې له امله دوی ونه توانیدل چې بن لادن ومومي، متحده ايالات او له څلويښتو څخه د زياتو هېوادونو ايتلاف (د ناټو د ټولو غړو په ګډون) په افغانستان کې پاتې شو، د ملګرو ملتونو څخه تاييد شوی امنيتي ماموريت يې رامنځ ته کړ چې د نړيوال امنيتي ملاتړ ځواک (ايساف) په نوم پېژندل کېده، تر څو په هېواد کې نوې ديموکراتيکه واکمني پياوړې کړي او واک ته د طالبانو او القاعده د بيا راګرځېدو مخه ونيسي. د بن په کنفرانس کې نوي افغان لنډ مهالو چارواکو (چې ډېری يې له شمالي ټلوالې څخه و) حامد کرزی د نوې لنډمهالې ادارې د مشرتابه لپاره وټاکه. د طالبانو له ايستلو وروسته په ټول هېواد کې د بيا رغونې هڅې هم پيل شوې.[7]
طالبان د ملا عمر په مشری بيا منظم شول او په ۲۰۰۳ز کال کې يې د نوي افغان حکومت پر ضد د بغاوت اعلان وکړ. د طالبانو او نورو ډلو باغيانو يوه نا برابره جګړه پیل کړه، په دې توګه چې په کليوالو سيمو کې يې چريکي بريدونه کول او کمينونه يې نيول، په ښاري اهدافو يې ځانمرګي بريدونه کول، د ايتلافي ځواکونو پر لور تلونکي کسان يې وژل او د هغوی له مرستندويانو يې غچ اخيست. تاوتريخوالی تر دې بريده چټک شو چې په ۲۰۰۷ز کال کې طالبانو د افغانستان ډېرې سيمې بېرته نيولې وې. ايساف د باغيانو پر ضد د عملياتو په موخه د سرتېرو په زياتولو سره غبرګون وښود تر څو کلي «تصفيه او بېرته ونيسي»، د سرتېرو د زياتوالي وضعيت په ۲۰۱۱ز کال کې خپل اوج ته ورسېد په داسې حال کې چې نږدې ۱۴۰،۰۰۰ بهرنيو سرتېرو د ايساف او متحده ايالاتو تر قوماندانۍ لاندې په افغانستان کې عمليات کول. [8][9][10]
په ۲۰۱۱ز کال کې د اسامه بن لادن تر وژل کېدو وروسته (څوک چې د جګړې اصلي لامل و)، د ناټو اتحاد مشرانو د ځواکونو د ايستلو لپاره د انخلاء تګلاره پيل کړه. د ۲۰۱۴ز کال د ديسمبر په اته ويشتمه نېټه، ناټو په رسمي ډول په افغانستان کې د ايساف جګړه یيز ماموريت پای ته ورساوه او په رسمي ډول يې افغان دولت ته امنيتي مسئوليتونه وسپارل. په داسې حال کې چې له پوځي لارو د طالبانو په له منځه وړلو نه و توانيدلي، ايتلافي ځواکونو او په جلا ډول د ولسمشر اشرف غني حکومت ديپلوماسۍ ته مخه کړه، تر څو دا جګړه پای ته ورسوي. دا هڅې د ۲۰۲۰ز کال د فبرورۍ په مياشت کې هغه مهال پای ته ورسېدې کله چې متحده ايالاتو او طالبانو په دوحه کې د سولې يوه مشروطه معامله لاسليک کړه، په کوم تړون کې چې غوښتنه کېده چې د متحده ايالاتو سرتېري به د ۲۰۲۱ز کال د اپريل په مياشت کې له افغانستانه وځي. په مقابل کې طالبانو ژمنه وکړه چې د هرې هغې ډلې مخه به نيسي چې په راتلونکي کې د افغانستان له خاورې څخه پر متحده ايالاتو يا د هغې په ايتلافيانو بريد کوي. افغان دولت د دې معاملې برخه نه و او د بنديانو د خوشې کولو په برخه کې يې د دې تړون شرايط رد کړل.[11][12][13][14][15]
د متحده ايالاتو د انخلاء ټاکل شوې نېټه د اګست تر يودېرشمې وغځول شوه. د لومړي ضرب الاجل له پای ته رسېدو وروسته او په داسې حال کې چې د سرتېرو انخلاء روانه وه، طالبانو د دوبي په اوږدو کې پراخ بريدونه وکړل او له دې لارې يې د افغانستان ډېره برخه ونيوله، په پايله کې يې د ۲۰۲۱ز کال د اګست مياشتې په پنځلسمه نېټه کابل هم ونیو. په همدې ورځ د افغانستان ولسمشر اشرف غني له هېواده وتښتېد؛ طالبانو د بريا او جګړې د پای ته رسېدو اعلان وکړ. د طالبانو د واکمنۍ بيا پر ځای کېدل د متحده ايالاتو له خوا تاييد شو او د اګست په دېرشمه نېټه وروستۍ امريکايي پوځي الوتکې افغانستان تر شا پرېښود، په دې توګه په افغانستان کې د لویدیځ نږدې شل کلن پوځي شتون پای ته ورسېد.[16][17][18][19]
د «جګړې پروژې د لګښت» په وينا دې جګړې افغانستان کې ۱۷۶،۰۰۰ خلک ووژل؛ د دوی په منځ کې ۴۶۳۱۹ ملکيان دي، ۶۹۰۹۵ پوځيان او پوليس دي او لږ تر لږه ۵۲،۸۹۳ د مخالفينو جنګيالي دي. د ملګرو ملتونو په وينا په ۲۰۰۱ز کال کې تر بريد وروسته له پنځه اعشاريه اوه ميليونه پخوانيو کډوالو څخه بېرته افغانستان ته راستانه شوي. په هر حال، په ۲۰۲۱ز کال کې د طالبانو له خوا د جګړې د بيا تازه کولو له امله دوه اعشاريه شپږ ميليونه افغانان يا په کډوالۍ کې پاتې شول او يا هم وتښتېدل، ډيری يې پاکستان او ايران ته او نور څلور ميليونه افغانان د هېواد په داخل کې په کور دننه بې ځايه شوي خلک دي.[20][21][22][23][24]