دیارلسم آلفونسو
From Wikipedia, the free encyclopedia
دیارلسم الفونسو (زوکړه: د ۱۸۸۶ زکال د مۍ ۷ مه – مړینه: د ۱۹۴۱ زکال د فبروري ۲۸ مه) چې د آل افریقانو یا افریقايي په نوم هم پېژندل کېږي د ۱۸۸۶ زکال د مۍ له ۱۷ مې څخه د ۱۹۳۱ زکال د اپرېل تر ۱۴ مې پورې هغه مهال چې د هسپانیا د دویم جمهوریت اعلان شو د هسپانیا پاچا و. نوموړی د زیږون له مهاله وروسته له هغه پاچا و چې پلار یې پاچا دوولسم آلفونسو د هغه له زیږون څخه په وړاندې کال کې ومړ. د آلفونسو مور، د اطریش ماریا کریسټینا تر هغه مهاله د هسپانیا نایب السلطنت وه کله چې نوموړي په ۱۹۰۲ زکال کې د خپلې ۱۶ کلنۍ د کالیزې په ورځ د هسپانیا بشپړ واکونه ترلاسه کړل.
دیارلسم آلفونسو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | اسپانیا [1] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | هسپاني [2]، فرانسوي ژبه [2]، انګليسي ژبه [2]، جرمني ژبه [2] |
پوځي خدمت | |
برخه | د برتانيا فوځ |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
د دیارلسم آلفونسو افکار تر ډېره پورې پوځي و او په پراخه کچه یې له نظامي بنسټونو سره اړیکه لرله چې له همدې امله یې تر ډېره پورې ځان سرتېری پاچا باله. د هغه اغېزمنه واکمني د ۱۸۹۸ زکال له ناورین څلور کاله وروسته پیل شوه چې ډېری بېلابېلو ټولنیزو ډلو د ملي بیارغونې اړوند د هغه له واکمنۍ څخه خپلې تمې څرګندې کړې. هغه د خپل مهال د ډېری اروپايي پاچایانو په څېر مهم سیاسي رول لوباوه چې د اساسي قانون له خوا د ورکړل شوو اجرایويي واکونو څخه بحث پارونکې ګټنې ته یې اړتیا لرله. د بانبرګ له ویکټوریا اوژني سره په ۱۹۰۶ زکال کې د نوموړي واده د پاچا د وژنې په هڅه سره مشخص کېږي چې نوموړی ترې جوړ راووت. [3][4][5]
دیارلسم آلفونسو د لومړۍ نړیوالې جګړې اړوند د عمومي لیدلوري پر خلاف چې د جرمني د پلویانو او درې ګونو متحدینو د پلویانو ترمنځ ویشل شوی و، له اروپايي سلطنتي کورنیو سره یې د خپلو کورنیو اړیکو څخه په ګټنې هڅه وکړه چې د خپل دولت د بې پلویتوب له دریځ سره مرسته وکړي. په ۱۹۱۰ مه لسیزه کې په سوله ئیز ډول د حکومت په بدلولو (turno) کې د هغه پاتې راتګ او همدارنګه د بیارغونې د سیستم د کړکېچ زیاتوالی چې د ۱۹۱۷ زکال د درې ګونې ضربې (a triple whammy) پر مټ بالاخره له ماتې سره مخ شو؛ نوموړی یې اړ کړ څو په ۱۹۲۳ زکال کې د پوځي کودتاه له امله د میګل پریمو دی ریورا دیکتاتوري نظام ومني او که یې نه منلای نو په مراکش کې د تاوتریخوالو له مارپیچ څخه یې واکمني د خلاصون لار نه لرله او په همدې سره یې د اساسي قانون له مخې مشروعیت را کم شو. د دیکتاتورۍ له سیاسي ماتې وروسته، دیارلسم آلفونسو له پریمو دی ریورا څخه خپل ملاتړ واخیست (چې بالاخره یې ریورا په ۱۹۳۰ زکال کې استعفا ته اړ کړ) او د دیکتا بلاندا په اصطلاح سیاست ته یې مخه کړه چې له ۱۹۲۳ زکال وړاندې وضعیت یې غوره باله. له دې سره نوموړي دغه مهال خپل ډیرۍ سیاسي پانګه له لاسه ورکړې وه. [6][7][8][9]
نوموړي د ۱۹۳۱ زکال د اپرېل میاشتې د ښاروالۍ له ټاکنو وروسته چې د سلطنت د دوام یا جمهوریت د اعلان اړوند ټاکنو په توګه پېژندل کېږي په دواطلبانه توګه هسپانیا خوشې کړه او د ۱۹۳۱ زکال د اپرېل په ۱۴ مه د هسپانیا دویم جمهوریت اعلان شو.
۴۴ کاله وروسته د هغه لمسی لومړی خوان کارلوس د هسپانیا د بېرته رامنځته شوې پاچاهۍ د پاچا په توګه تاج پر سر کېښود. د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال د اروپايي جګړې (European War Office) په نامه بشر دوستانه دفتر په اډانه کې د نوموړي هڅې لامل وګرځېدې څو په ۱۹۱۷ زکال کې د سره صلیب سازمان له خوا د سولې نوبل جایزې ته نوماند کړای شي. نوموړی تر نن ورځې پورې یوازنی پاچا دی چې د سولې د نوبل جایزې لپاره نوماند کړای شوی. [10][11][12][13]