دوولسم پاپ پیوس
From Wikipedia, the free encyclopedia
Lua error in Module:Lang at line 48: attempt to index field 'lang_name' (a nil value).
دوولسم پاپ پیوس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | زړه نابری |
تابعیت | اېټاليا (۱۸ جون ۱۹۴۶–۹ اکتوبر ۱۹۵۸)
د اېټاليا سلطنت (۲ مارچ ۱۸۷۶–۱۸ جون ۱۹۴۶) |
مذهب | |
واک | |
عملي ژوند | |
کاروونکي ژبه(ي) | اېټاليايي ژبه ، جرمني ژبه ، لاتيني ژبه [1]، انګليسي ژبه [2]، پرتګالي ژبه [3] |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
دوولسم پاپ پیوس (په ایټالوي: Pio XII)، د زیږېدنې د وخت نوم ایوجنیو مېریا جیوسپي جیوواني پاسېلي (ایټالوي تلفظ: [euˈdʒɛːnjo maˈriːa dʒuˈzɛppe dʒoˈvanni paˈtʃɛlli]؛ زوکړه د ۱۸۷۶ز کال د مارچ ۲ مه نېټه— مړینه د ۱۹۵۸ز کال د اکتوبر ۹ مه نېټه)، د ۱۹۳۹ز کال د مارچ له ۲ مې نېټې څخه په ۱۹۵۸ز کال کې تر مرګه پورې د کاتولیک کلیسا مشر او د واټیکان ښار ټولواک و. د پاپ اعظم په مقام تر ګومارل کېدو مخکې یې، د ځانګړو کلیسایي چارو د وزارت د وزیر، د المان سفیر پاپ او د واټیکان د کاردینال وزیر په توګه دندې ترسره کړې وې، چې د یاد مقام د ماموریت په وخت کې یې د اروپایي او لاتیني امریکا ملتونو سره د تړونونو کولو لپاره کار وکړ، لکه د المان سترواکۍ سره د رایچسکانکورډاټ (Reichskonkordat) تړون. [4]
په داسې حال کې چې واټیکان د دویمې نړیوالې جګړې په اوږدو کې بې طرفه و، رایچسکانکورډاټ او د هغه د کاتولیک کلیسا مشري، د عمومي سکوت د ادعاوو او د یهودیانو د برخلیک په اړه د بې پروایۍ په خاطر د لومړۍ نړیوالې جګړې په اوږدو کې د بحث او مناقشې موضوع پاتې شوه. پیوس د جګړې په بهیر کې د نازیانو لخوا د قرباني شوو سره د مرستې لپاره له دیپلوماسۍ کار واخیست او د یهودیانو او نورو سره د محتاطانه مرستې لپاره یې د کلیسا د اداره کولو له لارې، د سلهاوو زرو انسانانو ژوند وژغورلو. پیوس د المان د مقاومت سره اړیکې برقراره وساتلې او د متحدینو سره یې اطلاعات شریکول. سربېره پر دې، متحدو ځواکونو د هغه د ټولوژنې عمومي غندنه ناکافي وبلله، دا په داسې حال کې وه چې نازیانو هغه د متحدینو ملاتړی ګڼه، چې دې امر د هغه د واټیکان د بې طرفۍ پالیسي رسوا کړه. له جګړې وروسته، هغه د محور [متفقینو] او محور-پیروه ملتونو په باره کې د نرمۍ د سیاست په ګډون، د سولې او روغې جوړې ملاتړ وکړ.[سرچینې ته اړتیا لري] [5][6][7][8]
نوموړي د خپل پادریتوب په دوره کې د کمونېزم خلاف یو فرمان صادر کړ، په دې فرمان کې پیوس هغه کاتولیکان چې په کمونیستي نظریه یې عقیده درلوده له مسیحیت وتلي او مرتد (apostates ) بللي وو. په ختیځ بلاک کې کاتولیک کلیسا شدید ازار او اذیت او کاتولیک روحانیونو ډله ییز تبعید تجربه کړ. هغه په خپل مسیحي اساسي قانون (Munificentissimus Deus.) کې د مریم د عروج د مسیحي عقیدې په استناد په څرګند ډول د خپل پادریتوب د عصمت دعوه کړې وه. د ټیټې درجې پادریانو ته د هغه ۴۱ لیکونه د مایسټیسي کارپوریس (Mystici corporis)، چې موضوع یې د کلیسا او مسیحیانو اړیکه وه؛ میډیاټور دي (Mediator Dei)، د عباداتو د اصلاح په اړه او هیومیني جینسریسي (Humani generis) چې نوموړي په کې د الهیاتو متخصصینو ته لارښوونه کړې وه، دا چې انساني جسم ښایي له ابتدایي بڼې څخه اوسنۍ هغې ته تکامل کړی وي روا وګڼي او د پادریانو د ښوونو سره توافق وکړي، شاملوي. هغه په ۱۹۴۶ز کال کې د کاردینالانو د کالج (د لوړ رتبه کاتولیک مقاماتو شورا چې پاپ ته مشوره ورکوي او د هغه ځای ناستی انتخابوي) څخه ایټالوي اکثریت حذف کړ. [9]
په ۱۹۵۸ز کال کې د پاپ پیوس تر مرګ وروسته، دیارلسم جان د هغه ځایناستی شو. د ۱۹۵۶ز کال د نومبر په ۱۸ مه نېټه، د واټیکان د دویمې شورا د وروستۍ غونډې د تقدیس کولو په بهیر، د شپږم پاول لخوا د پاکانو په ډله کې د هغه شمېرل کېدلو دلیل اعلان کړ. نوموړی په ۱۹۹۰ز کال کې د دویم جان پاول لخوا د خدای بنده (په انګلیسي: Servant of God، په کاتولیک کلیسا کې، یو لقب دی چې خدای ج ته د یو فرد د ډېر نږدې والي د تعریف کولو لپاره هغه ته ورکول کېږي) لقب ورکړل شو او د ۲۰۰۹ز کال د ډسمبر په ۱۹ نېټه شپاړسم بنډیټ د پاپ پیوس په سپېڅلتیا (Venerable ) اعتراف وکړ.[10]