جېن باپټېست لامارک
From Wikipedia, the free encyclopedia
جېن باپټېست پير انتیون ډي مونه(Jean-Baptiste Pierre Antoine de Monet) یا چېوېلیر ډي لا مارک (chevalier de Lamarck) چې د ۱۷۴۴ د اګېست په لومړۍ زېږدلی او د ۱۸۲۹ د ډېسمبر په ۱۸ وفات شوی. ډېر کله په ساده ژبه دفرانسوي لامارک په نوم یاديږي. یو فرانوسوی طبیعت پوه وه. هغه یو سرتېری، طبیعت پوه او اکادمیک کس و ، هغه د دې نظریې لومړی وړاندې کوونکی وچې بیولوژیکي تکامل/بشپړتیا د طبیعت له قوانینو سره سم مخته ځي. [1][2]
جېن باپټېست لامارک | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | پاريس |
تابعیت | فرانسه |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | ژوپوهنه ، بوټپوهنه ، ځمکپېژندنه ، هواپوهنه |
پوځي خدمت | |
مقام | |
جګړه/جګړې | |
لاسليک | |
سمول |
لارمارک له ۱۷۵۷ څخه د ۱۷۶۲ کالونو تر منځ د پومېرانیا (Pomeranian) جګړه کې د پروس (Prussia) خلاف وجنګېد او د جنګ په میدان کې یې د مېړانې په وجه د دویم بریدمن درجه ورکړل شوه،لامارک چې کله موناکو(Monaco) ته ولېږل شو له طبعي تاریخ سره یې علاقه پیدا کړه او پرېکړه يې وکړه چې په روغتيايي علومو کې زدهکړې وکړي. هغه په ۱۷۶۶ کال کې تر ټپي کېدو وروسته له دفاعيي ځواک څخه تقاعد کړل شواو بېرته یې د طب په څانګه کې خپلو زدکړو ته دوام ورکړ، لامارک د بوټو له پېژندلو سره ځانګړې علاقه پیدا کړه او روسته يې په ۱۷۷۸ کال کې د فلور فرانسواسز (Flore françoise) په نوم درې جلده اثر خپور کړ او په ۱۷۷۹ کال کې يې د فرانسې د علومو اکادمۍ غړیتوب ترلاسه کړ. لامارک د پاریس د نباتاتو په باغ (Jardin des Plantes) کې ګډون وکړ او ۱۷۸۸ کال کې د بوټو پېژندنې یا نباتاتو رییس وټاکل شو،کله چې د فرانسې ملي اسامبلې په ۱۷۹۳ کال کې د فرانسې ملي موزیم تاسیس کړ لامارک د زولوژي (ژويو پېژندنې)پروفیسور شو. [3][4]
په ۱۸۰۱ کال کې یې د غیر فقاریه حیواناتو د طبقهبندۍ سیستم(animaux sans vertèbres) خپور کړ،چې د غیر فقاریه حیواناتو د طبقهبندۍ په برخه کې لوی ګام و،ویل کېږي چې دا اصطلاح هم ده رامنځته کړې. په ۱۸۰۲ کال کې دی لومړنی کس و چې د طبیعت پوهنې کلیمه یې له اوسني مفهوم سره په یوه مقاله کې وکاروله. لامارک د یوې باوريسرچينې/ مرجعې په توګه د غیر فقاریه حیواناتو د پېژندنې په اړه خپل کار ته دوام ورکړ. هغه لږترلږه په مالاکولوژي (بحري ژوي تر مطالعې لاندې نیسي) کې د پاموړ جوړښتونو د طبقه پېژندونکي په توګه یاد شوی. [5]
مدرنه دوره لامارک عموماً د وراثت د اکتسابي ځانکړنو د تیوري په وجه په یاد لري چې د لامارکیسم (Lamarckism ) په نوم یادېده البته دا نوم د هغه تر مړینې وروسته پرې کېښودل شو، همداراز د نرم وراثت او د کار اخیستلو/نه اخیستلو د تیوري په نوم هم ياديږي، چې هغه په ۱۸۰۹ کې په فیلاسوفي زولوژیک (Philosophie Zoologique ) کې تشريح کړې ده. که څه هم د نرم وراثت نظریه له مودو راهیسې له لامارک څخه د مخه شته وه، خو یوازې د دلامارک د تکامل نظریې یوه کوچنۍ برخه جوړوي، چې د هغه په وخت کې ډېری تاریخ پوهانومنلې ده، د تکامل په نظریه کې د لامارک ګډون دبیولوژیکي تکامل لومړنۍ منسجمه نظریه وه، چې په هغه کې یو پېچلی کيمياوي ځواک ټول ژوندي موجودات د پېچلتیا له سطحې څخه لوړ کړل او د هغوي دويمه ارتباطي ځانګړنه یې د ځانګړنو د نه کارولو او کارولو نظریې څخه په کاراخیستلو سره د ځايي چاپېریال سره جوړه کړه، چې له ټولو نورو موجوداتو څخه یې دوی جلا کول.پوهانو په دې اړه بحث کړی چې ايا د نسلونو تر منځ د اپي جنتیک (epigenetic) پرمختګ معنا لري که نه؟چې لامارک تر یو ځایه سم و یا نه. [6][7]کينډۍ:Sfnpکينډۍ:Sfnp