بروس لی
From Wikipedia, the free encyclopedia
د سپورت او سينما په نړۍ كې ترټولو ډیر مشهور بروس لی Bruce Lee) زيات شهرت وموند، بروس لي د سپورټ په نړۍ كې خپل تخنيكونه نوي اسلوب د جيټ كونډو "Jeet kondo " ترنامه لاندې وضع كړل، (د لاس د غځولو طريقه- چې همداراز د سړك د غاړي د جنګ په فن هم شهرت لري)، تراوسه هم په نړۍ كې د نوموړى تمرين پرمخ بېول كېږي، په ځانګړې توګه په ځوانانو كې زيات شمېر مينه وال لري، او د سينما په ډګركې د نوموړي فلمونه د يادولو وړ دي.
بروس لی | |
---|---|
بروس لی ۱۹۶۷م کال | |
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | ۲۷ نومبر ۱۹۴۰م کال |
مړینه | |
استوګنځای | هانګ کانګ |
تابعیت | امریکا، چین |
نور نومونه | جون فان |
قد | 1.72 متر |
مذهب | بی دین |
مور او پلار | لی هو چون/ ګریس هون |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | لوبگر ، فیلسوف ، فلم پروډیوسر |
د لوبې هيواد | د امریکا متحده ایالات |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هاليووډ پدې اړيستل شو چې د نوموړي د وروستي Enter the Dragon) تر سرليك لاندې فلم لپاره يې ستورى وټاكي، خو سمدلاسه د نوموړي فلم لوبغاړى يو بل چينايى وټاكل شو، چې همېشه چينايان په فلمونوكې شريره يا دوهمه څېره لري، خو بروس لي نوموړى فلم ونه ليد او په سينماوو كې د نوموړي فلم پر پرده ښودلو څخه درې اوونۍ مخكې بروس لي ومړ، پداسې حال كې چې بروس لي خپل نړيوال شهرت ترلاسه كړ او د ژوند د پاى شيبې يې شمېرلې خو تر خپل مرګ وروسته يې يو تاریخ پرېښوده.