چین د خلکو جمهوریت
From Wikipedia, the free encyclopedia
چين چې رسمي نوم يې د چين د خلکو جمهوريت دی، په ختيځه اسيا کې پروت هېواد دی. د نړۍ تر ټولو زيات نفوس لرونکی هېواد دی، چې د وګړو شمېر يې له يو اعشاريه څلور ميليارده نه زيات دی. چين پنځه جغرافيايي زماني سيمې لري او له څوارلسو هېوادونو سره پولې لري، له روسيې نه وروسته له ډېرو هېوادونو سره پوله لرونکی دويم هېواد دی. مساحت يې نږدې نهه اعشاريه شپږ ميليونه کيلو متر مربع (۳،۷۰۰۰۰۰ ميل مربع) دی، د نړۍ درېيم يا څلورم ستر هېواد دی. دا هېواد دروېشت ولايتونه، څلور نېغ په نېغه اداره کېدونکې سيمې، پنځه خپلواکې سيمې او دوه ځانګړې اداره کېدونکې سيمې (هانګ کانګ او مکاو) لري. پلازمېنه يې بیجنګ دی، ستر ښار او مالي مرکز يې شانګهای دی او شينجين يې د تيکنالوژۍ او نوښتونو دروازه ده.
چین د خلکو جمهوریت | |
---|---|
بیرغ | نښان |
PRC-administered areas in dark green; PRC territorial claims in light green | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 35.844722222222°شمال 103.45194444444°ختيځ / 35.844722222222; 103.45194444444 [1] |
لوړترينه څوکه | د ایوریسټ غـر (8848 متر ) |
پراخوالی | 9596961 کیلومتره مربع |
پلازمېنه | بېجنګ |
رسمي ژبې | معياري چينايي ژبه ، چينايي ژبه |
مشرتابه | |
د حکومت ډول | يو گونديز حکومت ، مرکزي حکومت ، ولسمشريزه |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | |
د عمر محدودیتونه | |
بې کارۍ کچه | 5 سلنه (۲۰۱۴)[2] |
اوسط عاید | |
نورې عددونه او شمېرې | |
ترافيکي لورۍ | ښي لورۍ |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | CN |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +86 |
چين د ژيړ سمندر په ښېرازه څنډو او د چين په شمالي ډګرونو کې د نړۍ د لومړيو مدنيتونو په توګه راڅرګند شو. دا هېواد په لومړيو دوه زريزو کې له لومړۍ څخه تر نولسمې پېړۍ پورې د نړۍ يو له لومړيو اقتصادي ځواکونو نه و. د زرګونو کلونو لپاره د چين سياسي نظام پر ميراثي مطلق العنان سلطنتونو يا کورنيو واکمنيو ولاړ و چې له میلاد نه مخکې په يو وېشتمه پېړۍ کې د نيمه افسانوي «شيا» واکمنۍ څخه پيل شوی و. له هغه وخته چين بيا بيا پراختيا ومونده، بيا بيا مات شو او بيا يو ځای شو. له میلاد مخکې په درېيمه پېړۍ کې،«چين» د چين مرکزي سټه سره بيا يو ځای کړه او لومړۍ چينايي سترواکي يې جوړه کړه. تر دې وروسته د هان لړۍ(سلسله) (له میلاد مخکې ۲۰۶- تر ميلاد وروسته ۲۲۰) د هغه مهال يو له پرمختللو ټيکنالوژيو څخه وه، د روغتيايي پرمختګ تر څنګ يې کاغذ او قطب نما جوړه کړه. په ټانګ سلسله حکومت (۶۱۸-۹۰۷) کې باروت کشف او دوی خوځنده لیکل جوړ کړل او د شمالي سانګ سلسله حکومت (۹۶۰-۱۱۲۷) څلور ستر اختراعات بشپړ کړل. د ټانک کلتور په اسيا کې پراخ خپور شو او د ورېښمو د نوې لارې سوداګر بين النهرين او د افريقا هان ته راورسول. د چين وروستۍ د سلطنت کورنۍ چينګ سترواکۍ، کومې چې د اوسني چين ځمکنی بنسټ کېښود او د بهرني امپرياليزم په وړاندې یې درانده زيانونه وګالل.
د ۱۹۱۱ ز انقلاب پر مهال د چين سلطنت په ۱۹۱۲ کې ونړېد، په داسې حال کې چې د چين جمهوريت د چينګ ميراثي واکمنۍ ځای ونيو. په دويمه نړيواله جګړه کې جاپاني سترواکۍ پر چين بريد وکړ. په ۱۹۴۹ز کال کې کورنۍ جګړه د چين د خاورې د وېش لامل وګرځېده، کله چې په مرکزي ځمکو کې د چين کمونست ګوند د چين د خلکو جمهوريت تاسيس کړ، په داسې حال کې چې د کومنتانګ په مشرۍ د ROC دولت د تايوان ټاپو ته شاتګ وکړ. دواړه دعوا کوي چې د چين يوازينی مشروع حکومت دی، خو ملګرو ملتونو له ۱۹۷۱ز کال څخه د چين د خلکو جمهوريت د يوازيني استازي په توګه پېژندلی دی. چين له ۱۹۷۸ز کال نه يو لړ اقتصادي اصلاحات رامنځ ته کړي او په ۲۰۰۱ز کال کې نړيوال تجارتي سازمان ته دننه شو.
اوسمهال د يوه جمهوري سوسيال په توګه د چين کمونست ګوند په نوم د يوه ګوند له خوا اداره کېږي. چين د ملګرو ملتونو د امنيت شورا دايمي غړی دی او د ګڼو څو اړخيزو او سيمه یيزو همکاريو د سازمانونو بنسټ اېښودونکی غړی دی، لکه د اسيا د زېربناوو د پانګونې بانک، د ورېښمو لارې صندوق، نوي پرمختيايي بانک، شانګهای همکاريو سازمان او RCEP، همدا راز د BRICS, G8+5, G20, APEC او د ختيځې اسيا د سرمشريزې غړيتوب هم لري. د ملکي آزادۍ، حکومتي روڼتيا، رسنيو د خپلواکۍ، مذهب د آزادۍ او توکميزو لږه کيو په اړوند د کړنو په برخه کې په نړيواله کچه په ښکته اندازه ډلبندي شوی. په چينايي چارواکو د هغوی سياسي مخالفين او د بشري حقوقو فعالين له دې امله نيوکې کوي چې، د بشري حقونو نه یې پراخې سرغړونې کړې دي، په دې سرغړونو کې سياسي ځپل، پراخ بنديزونه، د خپلو اتباعو پراخه څارنه او په تاوتريخوالي سره د اعتراضونو ځپل شامل دي.
د پيرلو د وړتيا له پلوه چين ناخالص کورني توليد ته په کتنې سره د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد او د جزئي کورني ناخالص توليد له اړخه د نړۍ دويم ستر اقتصاد دی، د نړۍ دويم ستر شتمن هېواد دی. دا هېواد د نړۍ په کچه تر ټولو تېز وده کوونکی اقتصاد دی، د نړۍ ستر توليدونکی او صادرونکی هېواد او د پوځيانو له اړخه د نړۍ تر ټولو ستر پوځ لري، په نړۍ کې د چين دفاعي بوديجه په دويمه درجه کې ده او د هستوي وسلو لرونکي هېواد په توګه پېژندل شوی دی.