اډوین سټانټون
From Wikipedia, the free encyclopedia
اډوین مک مسټرز سټانټون (د ۱۸۱۴ کال د ډسمبر ۱۹ – د ۱۸۶۹ کال د ډسمبر ۲۴) یو امریکایی وکیل او سیاستوال ؤ چې د امریکا د کورنۍ جګړې په زیاته موده کې یې د لینکن په اداره کې د جګړې وزیر په توګه خدمت وکړ. د سټانټون مدیریت د شمال لویو نظامي سرچینو په تنظیم او د یووالي بریا ته رسولو کې یې مرسته وکړه. که څه هم د یووالي ګڼ شمېر جنرالانو ورباندې نیوکې وکړې، چې هغه یې ډېر محتاط او باریک بین ګڼه. همدارنګه د ابراهام لینکن د قاتل، جان ویلکس بوث لټون او تعقیب یې تنظیم کړ. [2]
اډوین سټانټون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | واشنګټن ډي سي |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [1] |
لاسليک | |
سمول |
د لینکن له ترور وروسته، سټانټون د بیارغونې په لومړیو کلونو کې د متحده ایالاتو د نوي ولسمشر، اندریو جانسن په مشرۍ د جګړې د وزیر په توګه پاتې شو. هغه د پخوانیو کانفډراسیوني ایالتونو په هلکه د جانسن د نرمو سیاستونو مخالفت وکړ. د سټانټون د ګوښه کولو لپاره د جانسن هڅه په نهایت کې د دې لامل شوه، چې جانسن د استازو په جرګه کې د افراطي جمهوريت غوښتونکو له لوري استیضاح شي. سټانټون د جګړې وزارت څخه له تقاعد کېدو وروسته، حقوقو ته بیا راغی. د جانسن د ځای ناستي، اولیس اس. ګرانټ له خوا په ۱۸۶۹ کال کې د سترې محکمې د همکار قاضي په توګه وټاکل شو، خو سټانټون څلور ورځې وروسته له هغه چې سنا مجلس یې ټاکنه تائید کړه، مړ شو.