اډمونډ بارټن
From Wikipedia, the free encyclopedia
ښاغلی اډمونډ «ټوبي» بارټن (د ۷- ۱۸۴۹ز کال جنوري ۱۸مې تر د ۱۹۲۰ز کال جنوري) د اسټرالیا سیاستوال او قاضي و، چې له ۱۹۰۱ز کال نه تر ۱۹۰۳ز کال پورې یې د اسټرالیا د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کوله، د محافظه کار ګوند مشر هم پاتې شوی دی. هغه غوښتل چې د اسټرالیا د سترې محکمې د بنسټګرو غړی شي، نو له همدې امله یې استعفا ورکړه او تر مړینې پورې یې هلته دنده ترسره کوله.
اډمونډ بارټن | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | |||||||
د مړینې لامل | زړه نابری | ||||||
تابعیت | آسټراليا | ||||||
واک | |||||||
د استرالیا لومړی وزیر (1 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱ جنوري ۱۹۰۱ – ۲۴ سپټمبر ۱۹۰۳ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه ، جرمني ژبه [1] | ||||||
جايزې | |||||||
لاسليک | |||||||
سمول |
بارټن د اسټرالیایي استعمار د فدراسیون لومړی ملاتړی و، چې هدف یې: «د یوې وچې لپاره ملت او د یوه ملت لپاره وچه» دی. هغه د هنري پارکس له تقاعد وروسته په نوي سویلي ویلز کې د فدراسیون د مشر په توګه راڅرګند شو. هغه د اساسي قانون د کنوانسیونونو استازی و، چې د ملي اساسي قانون په جوړولو کې یې مهمه ونډه لرله او په وروستیو ټولپوښتنو کې یې د فدراسیون لپاره یو له مخکښو مبارزینو نه و. د ۱۹۰۰ز کال په وروستیو کې، پر ابتدایي «هوپټون غلطۍ» سربېره بارټون د اسټرالیا د لومړي وزیر په توګه د سرپرست حکومت د جوړولو لپاره وټاکل شو. د هغه دوره د ۱۹۰۱ز کال د جنورۍ په لومړۍ نېټه پیل شوه، چې په ورته مهال کې فدراسیون هم رامنځته شو.
د ۱۹۰۱ز کال په مارچ کې په لومړیو فډرالي ټاکنو کې، بارټن او محافظه کارانو ډېرې چوکۍ وګټلې، خو د اکثریت له پلوه کم وو. هغه وتوانید، چې د اسټرالیا له کارګر ګوند (ALP) سره ائتلاف جوړ کړي او ورسره د لومړي وزیر په توګه خپلې دندې ته دوام ورکړي. دغه ګوند د واک توازن درلود. د بارټن حکومت ځینې نوې ملي ادارې جوړې کړې، لکه: د اسټرالیا د دفاعي ځواک او او د مشترک المنافع د عامه خدمتونو ادارې. دغه قانون په ټول هېواد کې د ښځو د رایې ورکولو حق معرفي کړ او د ۱۹۰۱ز کال د کډوالۍ د محدودیت له قانون سره یې د سپینې اسټرالیا د تګلارې بنسټ کېښود.
بارټن په ۱۹۰۳ز کال کې سیاست پرېښود، ترڅو د سترې محکمې د درېیو بنسټګرو په شمېر کې راشي، دغه محکمه د بارټن په حکومت کې جوړه شوې وه. الفریډ ډیکین چې د بارټن ځایناستی و، د لومړي وزیر په توګه وټاکل شو. بارټن په محکمه کې وتوانید، چې د اساسي قانون قضایي تفسیر ته ښه بڼه ورکړي، دا هغه اساسي قانون و، چې بارټن یې په لیکلو کې مرسته کړې وه.