اوم اېډوارډ
From Wikipedia, the free encyclopedia
اوم اېډوارډ (البرت اېډوارډ د ۱۸۴۱ ز کال د نومبر له ۹ مې نېټې – د ۱۹۱۰ ز کال د مې تر ۶ مې پورې) د انګلستان، آیرلنډ او بریتانوي واکمنیو پاچا او د ۱۹۰۱ ز کال د جنوري له ۲۲ مې نه تر ۱۹۱۰ ز کال پورې تر خپلې مړینې پورې د هند سترواک و.
اوم اېډوارډ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي [1][2][3] |
ښځه | |
اولاد | |
مور | |
خور/ورور | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
پوځي خدمت | |
برخه | د برتانيا فوځ |
جايزې | |
لاسليک | |
سمول |
اېډوارډ چې د ملکې وېکتوریا مشر زوی او د ساکس کوبرګ او ګوتا د شهزاده البرت لقب یې درلود او د "برتي" په نوم مشهور و، په اروپا کې د شاهي کورنۍ غړی و. نوموړی د ویلز شهزاده و او د نږدې ۶۰ کاله د بریتانیا د تخت وارث و. هغه د خپلې مور د اوږدې واکمنۍ په اوږدو کې له سیاسي نفوذ نه دېر لرې پاتې شو او فیشني، تجمل پلوه اشرافي څېره ترې جوړ شو. نوموړی د تشریفاتي حکومتي چارو د ترسره کولو په موخه ټولې بریتانیا ته سفرونه کول او په بهر کې یې د انګلستان استازیتوب کاوه. په ۱۸۶۰ ز کال کې شمالي امریکا او په ۱۸۷۵ ز کال کې د هند نیمې وچې ته د هغه سفرونو ښې لاسته راوړنې درلودې، خو د عامه رضایت تر څنګ، د عیاش شهزاده په توګه شهرت یې د هغه اړیکي له خپلې مور سره خرابې کړې وې.
د ۱۸۹۹ – ۱۹۰۲ ز کلونو تر منځ د بویر له دویمې جګړې وروسته، اېډوارډ د بریتانیا د سمندري ځواک د بېړیو په عصري کولو او د بریتانوي پوځ په بېرته تنظیم کولو کې د پاچا په توګه رغنده ونډه ولوبوله. نوموړي دودیز مراسم د عامه نندارو په بڼه بېرته پیل کړل او د هغو خلکو لړۍ یې پراخه کړه چې له شاهي کورنۍ سره ټولنیز کېدل. هغه د بریتانیې او نورو اروپایی هېوادونو، په ځانګړې توګه د فرانسې تر منځ غوره اړیکې را منځ ته کړي ، چې له امله یې هغه د "سوله غوښتونکي" په نوم شهرت ته ترلاسه کړ، خو د خپل خوریه، د جرمني سترواک دویم ویلهیم سره یې اړیکو خوند نه درلود. د اېډوارډیان دوره، چې د اېډوارډ واکمني تر پوښښ لاندې راولي او د هغه نوم ورکړل شوی دی، د نوې پېړۍ له پیل سره سمون خوري او په تکنالوژي او ټولنه کې پراخ بدلونونه، لکه: د بخار توربین قوه او د سوسیالیزم وده را منځ ته شول. نوموړي د اساسي قانون د کړکېچ په اوږدو کې په ۱۹۱۰ ز کال کې له نړۍ سره مخه ښه وکړه، چې دا کړکېچ په راتلونکي کال کې د پارلمان ۱۹۱۱ ز کال د قانون پر بنسټ حل شو، چې د مشرانو مجلس د نه ټاکل غړو واک یې محدود کړ.