الېکسانډر گراهام بېل
From Wikipedia, the free encyclopedia
الکساندر ګراهام بېل (د ۱۸۴۷ د مارچ ۳یمه - د ۱۹۲۲ د اګسټ ۲یمه) په سکاټلنډ کې زیږېدلی مخترع، ساینسپوه او انجینیر و چې د لومړني تېلېفون اختراع یې په خپل نوم ثبت کړه. همدا راز په ۱۸۸۵ ز کال کې یې د ټېلېفون او ټلګراف امریکايي شرکت (AT&T) جوړ کړ.[4][5]
الېکسانډر گراهام بېل | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ایدینبرګ [1] |
مړینه | |
د مړینې لامل | ډايبېټېز مېلېټوز [2] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات (۱۸۸۲–۱۹۲۲)[1]
د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي (۱۸۴۷–۱۸۸۲)[1] |
قد | 183 سانتي متره [3] |
وزن | 111 کيلوګرامه [3] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
د بېل پلار، نیکه او ورور ټول د وینا د فن او خبرو په برخه کې په کار کولو کې ښکېل وو، مور او ښځه یې کاڼه وو او دغه کوڼوالي د ده پر ژوند او کار ژور اغېز کړی و. د اورېدو او خبرو په اړه څېړنو تر ډېره نوموړی د اورېدو د دستګاوو د ازمویلو خوا ته یو وړ چې بالاخره د امریکا متحده ایالاتو د ۱۸۷۶ ز کال د مارچ په اوومه د ټېلیفون لپاره د اختراع لومړی حقالثبت ده ته ورکړ. بېل خپله اختراع په خپل واقعي کار کې د یوه ساینسپوه په توګه لاسوهنه بلله او په خپله څېړنه کې یې د ټېلیفون له درلودو ډډه کوله. [6][7]
ډېرو نورو اختراعاتو لکه په نوري مخابراتو، هایدروفویلس او هوا پېژندنه کې نوښتلرونکو کارونو کولو د بېل پاتې ژوند ته ځانګړی رنګ ورکړ. که څه هم بېل د نشنل جیوګرافک ټولنې (National Geographic Society) له ۳۳ بنسټګرو نه و، خو د دویم رئیس په توګه یې د خدمت په دوره کې چې د ۱۸۹۸ کال له جنورۍ څخه تر ۱۹۰۳ کال پورې وه، د دغه بنسټ پر خپرېدونکې مجله ډېر اغېز درلود. [8][9]
بېل په انجینیرۍ کې تر کار ور هاخوا د وراثت له علم سره هم ژوره مینه لرله.[10]