درملگري
From Wikipedia, the free encyclopedia
طب له ناروغ څخه د پالنې او د ناروغیو د تشخیص، وړاندوینې، مخنیوي، درملنې، د ټپونو یا ناروغيو تسکین او د روغتیا د غښتلتیا علم او عمل دی. په طب کې د روغتیا پالنې بېلابېلې طریقې شاملې دي چې د روغتیا د خوندیتوب او بیارغونې لپاره د ناروغیو د درملنې او مخنیوي لپاره رامنځته شوی. معاصر طب له حیاتي/بیومېډيکل علومو، طبي څېړنو، جنتیک او طبي تکنالوژۍ څخه د ناروغیو د تشخیص، درملنې او د ټپونو او ناروغیو د مخنیوي لپاره کار اخلي، چې معمولاً د درملو یا جراحۍ او همداراز د بېلابېلو درملنو لکه (external splints and traction) او اروايي درملنې، طبي وسایلو لکه بیولوژیکي او ایوني وړانګو لارې ترسره کېږي. [1][2][3]
طب له تاریخ څخه مخکې دورو کې پلي شوی، چې په ډېری دورو کې یو هنر ګڼل شوی (د پوهې او هنر برخه) چې تر ډېره د ځايي کلتور له مذهبي او فلسفي بارونو سره په اړیکه کې و. د مثال په ډول، یو درمل جوړوونکي به له درملیزو بوټو څخه کار اخیست او د شفا لپاره به یې دعا کوله، یا به هم یو لرغوني ډاکتر یا فلیسوف د هېمورویزم (humorism) له تیوري سره سم د وینېبهولو/ bloodletting (په سنتي طب کې له بدن څخه د مضرې وینې ایستل) په وروستیو پېړیو کې د مدرن علم له ظهور سره، طب تر ډېره د علم او هنر په یو ترکیب بدل شوی چې د طب تر چتر لاندې دواړه اساسي او تطبیقي علوم په کې شامل دي. د بخۍ لپاره د ګنډلو تخنیکونه هغه هنر دی چې په تمرین کولو سره زده شوی، دا چې د حجرې او مالیکول په سطحه په ګنډل کېدونکي نسج کې څه پېښږي دا پوهه له سانیس څخه اخیستل کېږي.
له ننني علم څخه مخکې د طب ډولونه د سنتي او عامیانه طب په توګه پېژندل کېږي، چې تر ډېره د علمي طب د نشتوالي په حالت کې کارول کېږي په دې اساس د ځایناستي طب په نوم یاديږي. د طب له علم څخه بهر ځایناستې درملنې چې خوندیتوب او اغیزمنتیا لري تېراېستنه نومول کېږي.