بند پښه لرونکې ژوې
From Wikipedia, the free encyclopedia
بند پښه لرونکي ژوي (په لاتين: Arthropoda) د بې شمزیه ژويو څخه تر ټولو گڼ شمېر لرونکې ډله (څانگه) ده چې د نړۍ په بېلا بېلو سیمو کې ژوند کوي او په طبیعت او اقتصاد کې هم مهم رول لوبوي. ددې ډول تر اوسه پورې ۱ میلیونه ډوله ژوې پېژندل شوي دي. د هغو ژويو بدن د کوچنیو برخو څخه جوړ شوی دی، پښې یې د بندونو په مرسته تړل شوي دي او پوستکی یې د کلک پوښ (چې باندینی اسکلټ ورته وایي) لخوا پوښ شوی دی چې د عضوي او معدني توکو څخه جوړ شوی دی. عضلې يې د داخلي او بانديني اسکلټ سره تړل شوي دي. د رگو سیسټم یې پرانیستل شوی دی او د ملا په برخه کې وجود لري. نوموړي ژوي په دوو جنسو (نارينه او ښځينه) تقسیمېږي.