اسټرالیا
From Wikipedia, the free encyclopedia
د آسټراليا (استرالیا) همګټی هېواد په سوېلي نيم کره کې پروت دی. دا د نړۍ تر ټولو وړوکی براعظم دی چې د هند په سمندر کې او په آرام سمندر کې گڼ شمېر ټاپوان لري. د آسټراليا سهېلي گاونډي هېوادونه انډونېزيا، ختیځ تیمور، نوې پاپوا ګینه دي، په سهېل ختيځه خوا کې يې سولومون ټاپوګان، وانواتو او په فرانسې پورې تړلې نوې کالدونیا پراته دي او په سوېل ختيځه لورې يې د نیوزیلنډ هېواد پروت دی
اسټرالیا | |
---|---|
بیرغ | نښان |
شعار | |
ملي ترانه: | |
ځمکه او استوګنه | |
کوارډينېټ | 25°سويل 133°ختيځ / -25; 133 [1] |
پراخوالی | 7692024 کیلومتره مربع [2][3] |
پلازمېنه | کانبیرا |
مشرتابه | |
د حکومت ډول | فدراسيون [4] |
قانون جوړونه | |
بنسټ اېښودنه او واکمنۍ | |
د خپلواکۍ نېټه | ۱ جنوري ۱۹۰۱[5] |
د عمر محدودیتونه | |
د واده عمر | |
بې کارۍ کچه | 6 سلنه (۲۰۱۴)[6] |
اوسط عاید | |
نورې عددونه او شمېرې | |
ترافيکي لورۍ | |
رسمي وېبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
د هيواد کوډ | |
د زنګ وهنې نړیوال کوډ | +61[8] |
د ۴۰۰۰۰ کالونو راپدې خوا پدې لويه وچه کې بومي انسانان مېشت دي. په ۱۷ مه پېړۍ کې د سهېل له لورې د کب نيونکو او د اروپايي سپړونکو او سوداگرو د کله نا کله ليدنې وروسته په ۱۷۷۰ زېږيز کال کې د برطانيې حکومت ددغې وچې نيمه ختيځه سيمه د خپل په دولت کې ورگډه کړه، او په رسمي توگه يې په ۲۶ د جنوري، ۱۷۸۸ زېږيز کال کې د نوي وېلز د پېنل کالونۍ ترنامه په دې سيمه کې مېشت شوه. څنگه چې د وگړو شمېر مخ په ډېرېدو وه او نوي ځايونه هم موندل کېدل، نو تر ۱۹ مې پېړۍ پورې برطانيې د هېواد نه دباندې په دغې لويې وچې پينځه نورې سلطنتي مستعمرې په کاميابۍ سره جوړې کړې.
په 1 د جنوري 1901 شپږ کالونۍ سره يوځای شوې او همگټې آسټراليا يې جوړه کړه. د اتحاديې د جوړېدو وروسته، آسټراليا د يوه باثباته لېبرال ډيموکراټيک سياسي نظام خپل کړی او تر دم مهال د همگټې هوادونه|همگټې دولتونو غړی هېواد دی. آسټراليا نژدې 20.4 ميليونه وگړي لري چې د همدغو وگړو ډېره برخه په ساحلي ښارونو لکه سیډني، ملبورن، بریزبن، پرت، او ایډلایډ کې مېشت دي.