ګلوریا سټینیم
From Wikipedia, the free encyclopedia
ګلوریا سټینیم (د ۱۹۳۴ کال د مارچ په ۲۵ نیټه زیږیدلې) چې د ښځو د حقوق غوښتنکې یو امریکایۍ خبریاله او ټولنیزه سیاسي فعاله وه، څوک چې د ۱۹۶۰ز کال په وروستیو او ۱۹۷۰ز کال په لومړيو کې په ملي کچه د امریکایي ښځو د برابرۍ د حقوق غوښتونکي غورځنګ یوه مشره او ویاندې په توګه پېژندل شوې.[5][6]
ګلوریا سټینیم | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
استوګنځای | د امریکا متحده ایالات |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه [1][2][3] |
د کړنې څانګه | خبريالي [4]، سياست [4]، فیمینزم [4] |
تحریک | فیمینزم |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB مخونو | |
سمول |
سټینیم د نیویارک مجلې ته مقالې ليکلې او د Ms. مجلې شریکه بنسټګره وه. په ۱۹۶۹ز کال کې، سټینیم (له تور قدرت وروسته، د ښځو ازادي) په نوم یوه مقاله خپره کړه، کومې چې هغې ته د ښځو د مساوات د حقوقو د مشرې په توګه ملي شهرت ورکړ. په ۱۹۷۱ز کال کې، هغې په ګډه د ښځو د سیاسي ټولنې بنسټ کیښود، موخه يې دا وه چې هغو ښځو ته روزنه او ملاتړ چمتوکړي، کومې چې غواړي په دولتي ادارو کې استخدام يا وټاکل شي. همدارنګه په ۱۹۷۱ز کال کې، هغې په ګډه د ښځو د عمل اتحاد بنسټ کیښود، کوم چې تر ۱۹۹۷ز کال پورې د ښځمنپالو فعالينو يوې شبکې ته ملاتړ برابر کړ، او د ښځمنپالنې د لاملونو او په حق کې يې د قوانينو جوړولو لامل ته وده ورکړه. په ۱۹۹۰ز کال کې، «سټینیم» «زموږ لورګانې د کار ورځې ته یوسئ» په جوړولو کې مرسته وکړه، چې د ځوانو جونو لپاره د راتلونکي مسلک فرصوتونو په اړه د زده کړې یو موقع وه. په ۲۰۰۵ز کال کې، «سټینیم، جین فونډا» او «رابین مورګن» په ګډه د ښځو د رسنيو مرکز بنسټ کیښود چې دا سازمان په رسنیو کې د ښځو د ځواکمنولو او ښکاره کولو لپاره کار کوي. [7][8][9][10][11]
د ۲۰۱۸ز کال د می تر مياشتې پورې، «سټینیم» د یوې تنېظیمونکې او استادې په توګه نړیوال سفرونه وکړل او د مساوات په مسایلو کې له رسنيو سره خبرې کونکې وه. په ۲۰۱۵ز کال کې، سټینیم د سولې دوه نوبل جايزو ګټونکې «ابیګیل ډیسني» او د سولې فعالینو نورو نومياليو ښځو سره يو ځای د شمالي کوریا د پلازمینې، «پیونګ یانګ» څځه تر جنوبي کوریا پورې یو مهم او خطرناک سفر تر سره کړ چې د دواړو کوریاګانو تر منځ په نړۍ کې تر ټولو درانه نظامي شوي سیمې څخه تیریدل و. په ۲۰۱۵ز کال کې په کوریا کې د جګړې رسمي پای ته رسیدو لپاره د سولې لپاره د ښځو مزل د افتخاري شریکې میرمنې په توګه، «سټینیم» د «ډین بورشای لیم» له خوا د « Crossings» په نوم مستند فلم کې ښودل شوې وه، کوم چې د «هاوايي» په نړیوال فلم نندارتون کې په ۲۰۲۱ز کال کې په لومړي ځل وښودل شو. [12]