ګاورنر موریس
From Wikipedia, the free encyclopedia
ګاورنر موریس [په انګلیسي ژبه: Gouverneur Morris، انګلیسي تلفظ: (/ɡʌvərnɪər mɒrɪs/ gʌ-vər-NEER MOR-ris) ] یو امریکايی سیاستوال، د امریکا د آزادۍ انقلابي جنګ د مشرانو ( Founding Father of the United States) غړی او د کانفدراسیون د منشورونو (Articles of Confederation) او د متحده ایالاتو د اساسي قانون (United States Constitution) د لاسلیک کوونکو څخه ؤ. نوموړي د متحده ایالاتو په اساسي قانون مقدمه (Preamble to the United States Constitution ) ولیکله او " د اساسي قانون لیکونکی" وبلل شو. په داسې حال کې چې ډېرو امریکایانو لاهم ځانونه د دوی د اړوندو ایالتونو اتباع ګڼل، موریس د ایالتونو د یوې اتحادیې د تابعیت نظریه مطرح کړه. همدارنګه دی د اساسي قانون د کنوانسیون د حاضرینو ترمنځ د مریتوب یو ښکاره مخالف ؤ. نوموړي له ۱۸۰۰ز کال څخه تر ۱۸۰۳ز کال پورې د متحده ایالاتو په مشرانو جرګه (United States Senate) کې د نیویارک استازولي وکړه.[1][2][3]
ګاورنر موریس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
استوګنځای | نيويارک |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
موریس په اوسني نیویارک ښار کې په يوه شتمنه او جایداد لرونکې کورنۍ کې نړۍ ته سترګې وغړولې. ده له کېنګ کالج چې اوس یې کولمبیا کالج بولي څخه تر فارغېدو وروسته له قاضي ویلیم سمیت څخه حقوق وویل او د وکالت په ازموینه کې بریالی شو. نوموړی مخکې له دې چې په ایالاتي کنګرې (Continental Congress) کې دنده ترسره کړي، د نیویارک ولایتي کانګرس (New York Provincial Congress) کې د خلکو استازولي کوله. کانګرس ته په دویم ځل ټاکل کېدو کې له ماتې وروسته فېلادلفیا ته ولاړ او د متحده ایالاتو د مالي چارو مرستیال رئیس (U.S. Superintendent of Finance) شو. نوموړي د ۱۷۸۷ز کال د اساسي قانون په کنوانسیون (Constitutional Convention) کې د پنسلوانیا استازولي وکړه، په دغه کنوانسیون کې یې د یوه پیاوړي مرکزي حکومت ملاتړ وکړ. نوموړي د هغې کمېټې غړیتوب درلود چې د متحده ایالاتو د اساسي قانون نهایي مسوده یې ولیکله.
د اساسي قانون له تصویب کولو وروسته، موریس په فرانسه کې د متحده ایالاتو د سفیر په توګه وګومارل شو. نوموړي د فرانسې په انقلاب (French Revolution) او د آنټویناټ په اعدامولو نیوکه وکړه. موریس په ۱۷۹۸ز کال کې متحده ایالاتو ته راستون شو او د ۱۸۰۰ز کال د مشرانو جرګې په ټاکنو کې بریالی شو. د فدرالي حکومت غوښتونکي ګوند ( Federalist Party) سره د تړاو درلودو په پار د ۱۸۰۳ز کال په ټاکنو کې نوموړې جرګې ته بیا ځلي بریالی نه شو. د جرګې تر پرېښودلو وروسته، د ایري کانال کمیسون (Erie Canal Commission) د رئیس په توګه یې خدمت وکړ.