کې ګالیما موتلانته
From Wikipedia, the free encyclopedia
کې ګالیما پیټروس موتلانته (د ۱۹۹۴ز کال د جولای په ۱۹مه زېږېدلی) د سویلي افریقا سیاستوال و، چې د ۲۰۰۸ز کال د سپټمبر د ۲۵مې او د ۲۰۰۹ز کال د می ۹مې ترمنځ د تابو امبېکي تر استعفا وروسته د سویلي افریقا درېیم ولسمشر و. له هغه وروسته د جاکوب زوما په وخت کې د ۲۰۱۴ز کال د می تر ۲۶مې د ولسمشر مرستیال و.[2]
کې ګالیما موتلانته | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ژوهانسبورگ [1] |
تابعیت | سوېلي افريقا |
ګوند | د افریقا ملي کانګرس |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
سمول |
کله چې د موتلانته کورنۍ په زوره له الکساندر نه واېستل شوه، نو د پخواني ټرانسول په سووتو کې لوی شو، وروسته یې چې ښوونځی پای ته ورسېد، نو د افریقا د ملي کانګریس (ANC) وسله والې څانګې په امخونتو وي سیزو کې وګومارل شو. موتلانته د ۱۹۷۷ز او ۱۹۸۷ز کلونو ترمنځ د ټروریزم قانون پر اساس په روبین ټاپو کې د اپارټایډ ضد کړنلارو له امله زنداني شو. له خوشې کېدو وروسته د کان د کارګرانو له بانفوذه اتحادیې سره یوځای شو، چې دی په کې د ۱۹۹۲ز کال او ۱۹۹۸ز کال په لومړیو کې عمومي منشي و. د اپارټایډ تر پای ته رسېدو وروسته هغه د سوداګرۍ د اتحادیې له خوځښت نه د ANC ملي مشرتابه ته ورسېد. د ۱۹۹۷ز کال له وروستیو نه تر ۲۰۰۷ز کال پورې د ANC عمومي منشي و. هغه د ۲۰۰۷ز کال په ټاکنو کې د ANC په پولوکوانه کنفرانس کې د ANC د ولسمشر مرستیال وټاکل شو. موتلانته د ۲۰۰۸ز کال په نیمایي کې د پارلمان د غړي په توګه او بیا په ولسمشرۍ کې یې د امبېکي د دویم وزیر په توګه لوړه وکړه، چې دا یې په حکومت کې لومړۍ دنده وه.
یوازې څو اونۍ وروسته، د ۲۰۰۸ز کال د سپټمبر په ۲۵مه چې امبېکي د ANC په غوښتنه استعفا ورکړه، نو موتلانته د پارلمان له خوا د ملي ولسمشر په توګه وټاکل شو. په لویه کچه تصور کېده، چې موتلانته یو موافق نوماند دی، چې تر ۲۰۰۹ز کال د ملي ټاکنو د لنډمهالي حکومت مشري کوي. د ولسمشرۍ په اووه نیمو میاشتو موده کې یې د پخوانۍ ادارې د تګلارو ثبات او دوام ته لومړیتوب ورکړی و. په هر حال د خپلې ولسمشرۍ په لومړۍ ورځ یې د روغتیا وزیر منټو تاشابالالا مسینګ ګوښه کړ او باربرا هوګان یې وزیر وټاکه، دا د دې لامل شو، چې د ایچ ای وي او ایډز په اړه د امبېکي تګلارې وروسته شي، چې د انکار او نه منلو له امله پرې نیوکې شوې وې. هغه د ملي څارنوالۍ په اداره کې هم لوی بدلونونه راوستل، چې د عمومي څارنوالۍ ملي رئیس ووسي پیکولي یې ګوښه کړ او هغه قانون یې ومانه، چې سکارپینز د فساد ضد یو لوړ واحد له منځه یووړ.
زوما د ۲۰۰۹ز کال په می کې ولسمشر شو او موتلانته یې مرستیال شو. د ۲۰۱۲ز کال په ډسمبر کې او د زوما د مخالفینو تر فشار لاندې یې د منګونګ په کنفرانس کې د ANC په ولسمشریزو ټاکنو کې برخه واخیسته. اوسنی ولسمشر زوما قاطع بریا خپله کړه. موتلانته د ANC ملي اجرائیوي کمېټې ته د بیا ټاکلو غوښتنه رد کړه او مخکې تر مخکې یې د ANC د مرستیال ولسمشر په توګه د بیاټاکلو لپاره خپله نوماندي رد کړې وه. وروسته تر دې چې د ګوند له مشرتابه نه ووت، نو د ملي مرستیالۍ د دورې په پای کې یې، یعنې د ۲۰۱۴ز کال په می کې یې له حکومت او پارلمان نه استعفا وکړه.
په هر حال، هغه عمومي او سیاسي شخصیت ټیټ ساتلی دی. موتلانته ته په ANC کې په ډېره درنه سترګه کتل کېده او په مکرر ډول د کیڼ اړخو روڼاندو په توګه پېژندل کېږي.[3][4][5][6][7]