کونراد ادناور
From Wikipedia, the free encyclopedia
کونراد هېرمن جوزف ادناور (په انګلیسي: Konrad Hermann Joseph Adenauer، په جرمني ژبه یې تلفظ: [ˈkɔnʁaːt ˈʔaːdənaʊɐ]؛ زوکړه د ۱۸۷۶ز کال د جنوري ۵مه ـــ مړینه د ۱۹۶۷ز کال د اپرېل ۱۹مه) یو جرمن سیاستوال و چې له ۱۹۴۹ز کال څخه تر ۱۹۶۳ز کال پورې یې د لوېدیځ جرمني د لومړني مستشار یا صدر اعظم په توګه خدمت وکړ. له ۱۹۴۶ز کال څخه تر ۱۹۶۶ز کال پورې هغه د عیسوي ډېموکراتیک اتحاد (CDU) لومړنی مشر و، نوموړی یو عیسوي دېموکراتیک ګوند و چې هغه یې په بنسټ اېښودلو کې ونډه اخیستې وه، د نوموړي تر مشرۍ لاندې په هېواد کې تر ټولو لاسبری ځواک شو.
کونراد ادناور | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | جرمني |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | جرمني ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
جايزې | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ادناور چې یو وفادار رومن کاتولیک او د کاتولیک مرکز ګوند غړی و، د ویمار په جمهوریت کې یو مخکښ سیاستوال و، چې د کولن د ښاروال په توګه (۱۹۱۷-۱۹۳۳) او د پروشیا د ایالتي شورا د مشر په توګه (۱۹۲۲-۱۹۳۳) یې خدمت وکړ. د فدرالي جمهوریت په لومړنیو کلونو کې، هغه خپل پام له نازیزم څخه د اړولو (denazification) نه د سمون راوستلو ته واړاوه، او خپل هېواد یې د دویمې نړیوالې جګړې له ویجاړیو څخه په یو شتمن، هوسا ملت باندې تر بدلېدلو پورې داسې اداره کړ چې له فرانسې، برتانیې، او متحده ایالاتو سره یې نږدې اړیکې رامنځته کړې. د هغو کلونو په بهیر کې چې دی په واک کې و، لوېدیځ جرمني له ډېموکراسۍ، ثبات، نړیوال درناوي او اقتصادي ښېرازۍ ( Wirtschaftswunder یعنې اقتصادي معجزې) څخه برخمن شو. [2][3]
ادناور له خپلو شدیدو کاري عادتونو سره او له خپل عجیب سیاسي شعور سره خپل عمر غلط ثابت کړ. هغه د بازار په بنسټ د لېبرالې ډېموکراسۍ او د کمونېزم ضد پراخ لید ته خپل پیاوړی تعهد څرګند کړ. ادناور یو ځیرک او ستراتېژيک ساستوال و، هغه په ژوره بڼه یوې لوېديځ محورې بهرنۍ پاليسۍ او په نړۍ کې د لوېدیځ جرمني بیا ځای موندلو ته ژمن و. هغه هڅه وکړه چې د لوېدیځ جرمني اقتصاد د دویمې نړیوالې جګړې څخه بیا د اروپا په کچه یو مرکزي موقعیت ته ولېږدوي، چې د اقتصاد له وزیر لودینګ ارهارد سره یې یو ځای د جرمني د اقتصادي معجزې مشري په غاړه لرله، او نوموړی په ۱۹۵۵ز او ۱۹۵۶ز کلونو کې د ملي پوځي ځواکونو (the Bundeswehr) او د استخباراتي ادارې (the Bundesnachrichtendienst) د بیا رامنځته کولو محرکه ځواک بلل کېږي. ادناور د خپل سیال جرمن دېموکراتیک جمهوریت (GDR) او د اودور-نیسي کرښې دواړو د په رسمیت پېژندلو مخالفت وکړ.
نوموړي په مهارت سره په خپلو ټاکنیزو سیالیو کې د سوسیال دېموکرات ګوند پر وړاندې کوم چې د جرمني د دېموکراتیک جمهوریت سره او د جګړې له مخکې پولو سره یو څه زیات خواخوږی درلود، وکارول. ادناور لوېدیځ جرمني د ناټو یو غړی کړ. سره له دې چې ادناور د اروپایي اتحاد ملاتړی هم و، خو د فرانسې پر وړاندې د د متقابل توازن د رامنځته کولو په موخه له متحده ایالاتو سره د پیاوړو اتلانتیکي (Atlanticist) اړیکو په لټه کې و.
ادناور، چې د خپل عمر په ۸۷ کلنۍ کې یې د صدر اعظم په توګه له خپل سِمت نه استعفا ورکړه او د عیسوي دېموکراتیکې اتحادیې (CDU) مشرۍ ته یې په ۹۰ کلنۍ کې تر تقاعد کېدو پورې ادامه ورکړه، زیاتره وخت "Der Alte" ("پخوانی هغه" ) بلل کېده. د برتانوي سیاستوال رای جنکینز په حواله، هغه "تر ټولو زوړ سیاستوال و چې تر اوسه یې په ټاکنیز مقام باندې فعالیت کړی دی" او د معاصرې اروپا په تاریخ کې د یوه ستر هېواد تر ټولو زوړ مشر و. د ۲۰۲۱ز کال د څېړنو پر بنسټ، ادناور تر اوسه پورې په اروپا کې د دولت د تر ټولو زاړه مشر او تر ټولو زاړه ټاکل شوي سیاستوال په توګه (چې یواځې ګیورګیو ناپولیتانو ورسره برابري کړې ده ) پاتې شوی دی. په هر ترتیب، د تونس او مالېزیا حکومتونو په ۲۰۱۰مه زېږدیزه لسیزه کې له نوموړي څخه ډېر زاړه مشران درلودل. [4]