کليمينس اون ميترنيخ
From Wikipedia, the free encyclopedia
د ميترنيخ ويننيبرګ زو بيلسټين (Metternich-Winneburg zu Beilstein) شهزاده کليمينس وينزل ناپوموک لوتر (۱۸۵۹ ز کال د جون ۱۱ – ۱۷۷۳ ز کال د مي ۱۵) چې د کليمينس اون ميترنيخ يا شهزاده ميترنيخ په نوم پېژندل کېږي، د اتريش يو محافظه کار دولتي چارواکی او ډیپلومات و، چې د درې لسيزو لپاره د اتريش سترواکۍ د اروپايي چارو په مرکز کې و. نوموړی د يادې مودې پر مهال له ۱۸۰۹ ز کال څخه د اتریشي سترواکۍ د باندنيو چارو د وزير او له ۱۸۲۱ ز کال څخه تر ۱۸۴۸ ز کال پورې د لیبرال اوښتونونو پورې لومړی وزير و، چې يادو اوښتونونو له دندې څخه استعفاء ته اړ کړ. [1]
کليمينس اون ميترنيخ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | سپېڅلې روم امپراتوري |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
د يوه ډیپلومات د زوی په توګه په ۱۷۷۳ ز کال کې د ميترنيخ په کورنۍ کې زېږيدلي ميترنيخ په سټراسبورګ او مينز پوهنتونونو کې غوره زده کړې تر لاسه کړې. نوموړی د سکسون پاچاهۍ (Kingdom of Saxony)، د پروسیا پاچاهۍ (Kingdom of Prussia) او په ځانګړي ډول ناپيليوني فرانسه کې د سياسي استازي (سفارتي) ونډو په ګډون، د مهمو سياسي دندو له لارې راپورته شو. د باندنيو چارو د وزير په توګه يوه دنده يې له فرانسې سره د روغې جوړې مديريت کول وو، چې له اتریشي شهزادګۍ ماري لويس (Marie Louise) سره د ناپيليون واده يې راونغاړه. لږه موده وروسته يې د متحدينو د ملاتړ په موخه د شپږم يووالي جګړې (War of the Sixth Coalition) ته د اتريش ننوت اداره کړ، د فونتبليو تړون (Treaty of Fontainebleau) يې لاسليک کړ، چې له مخې يې ناپيليون له هېواد د باندې وشړل شو. نوموړي همدارنګه د ویانا په غونډه کې کې د اتريشي استازي مشري وکړه، چې له ناپيليون څخه وروسته اروپا يې د سترو ځواکونو تر منځ ووېشله. اتریشي سترواکۍ د نوموړي د خدمت له امله ورته د ۱۹۱۳ ز کال په اکتوبر کې د شهزاده نوم ورکړل شو. د نوموړي تر لارښوونې لاندې د نړيوالو غونډو « ميترنيخ نظام» ځکه د يوې بلې پېړۍ لپاره دوام وکړ، چې اتريش خپل ځان له روسيې او لږه اندازه له پروسیا سره يو کړ. دې چارې د اتريش د ديپلوماتيک ارزښت لوړ ټکی په نښه کړ او له دې څخه وروسته ميترنيخ په ورو ډول د نړیوالې سياسي اړيکې په چوکاټ کې راښکېل شو. د هېواد په دننه کې يې له ۱۸۲۱ ز کال څخه تر ۱۸۴۸ ز کال پورې د لومړي فرانسس (Francis I) او د هغه د زوی لومړي فرديناند (Ferdinand I) تر مشرۍ لاندې د لومړي وزير دنده درلوده. لندن، برايټون او بروکس کې له لنډ تبعيد څخه وروسته، چې تر ۱۸۵۱ ز کال پورې يې دوام وکړ؛ د ويانايي (Viennese) محکمې ته دا ځل يوازې د فرديناند ځايناستي فرنز جوزف (Franz Josef) ته د سلا ورکولو په موخه راستون شو. نوموړي چې د خپل نسل د نورو سياستپوهانو په پرتله يې اوږد ژوند وکړ، په ۱۸۵۹ ز کال د ۸۶ کالونو په عمر مړ شو.
دوديز محافظه کار ميترنيخ د واک د توازن ساتلو په برخه کې، په ځانګړي ډول د عثماني سترواکۍ اړوند سيمو او مرکزي اروپا کې د روسيې د ځمکنۍ پراختيا د مخنيوي له لارې ځيرک و. ليبراليزم يې نه خوښېده او د اتريش سترواکي د ماتېدنې د مخنيوي په موخه يې (لکه په اتریشي شمالي ايټاليا کې د ملتپالو پاڅونونو د ټکولو په واسطه) هڅه وکړه. د هېواد دننه يې د ګډوډۍ د ځپلو په موخه د سانسور او پراخه استخباراتي شبکې په کارونې سره ورته سياست پلی کړ. ميترنيخ د خپلو سياستونو له امله هم ستايل شوی دی او هم پرې سختې نيوکې شوي دي. د نوموړي ملاتړ کوونکي څرګندوي چې نوموړي هغه مهال د « ميترنيخ پر دورې» باندې مشري وکړه، چې نړيوالې سياسي اړيکې (ديپلوماسي) په اروپا کې د سترو جګړو په مخنيوي کې مرسته وکړه. د یوه سیاستوال په توګه ځانګړتياوې يې وستايل شوې، چې ځيني د نوموړي د لاسته راوړنو په اړه يادونه کوي، چې د نوموړي د خبرو اترو دريځ د کمزورۍ په رڼا کې د پام وړ وي. په ورته وخت کې د نوموړي مخالفين استدلال کوي، چې هغه د اتريش د راتلونکي لپاره ډېر څه کولی شول او په اتریش کې د سمونونو په برخه کې يوه ګډه وډه سټه (مانع) وګڼل شو.