کرنیزه ککړتیا
From Wikipedia, the free encyclopedia
کرنیزه ککړتیا د کرنیزو فعالیتونو هغو بیوټیک او ابیوټیک فرعي تولیداتو ته ویل کېږي چې د چاپیریال او شاوخوا ایکوسیستمونو د ککړتیا یا تخریب لامل کېږي او یا انسانانو او د دوی اقتصادي ګټو ته زیان رسوي. ککړتیا ښايي له بېلابېلو سرچینو څخه رامنځته شي چې د اوبو د مشخصې سرچینې له ککړتیا څخه نیولې د ځمکې پر سطحه نور هغه بېلابېل لاملونه په کې شاملېږي چې د نامشخصو سرچینو ککړتیا او د هوا ککړتیا هم بلل کېږي. کله چې په چاپېریال کې دا ککړوونکي عوامل رامنځته شي، پر شاوخوا ایکوسیستمونو مستقیې اغېزې لرلی شي، یعنې ځايي وحشي ژوي وژني یا د څښاک اوبه ککړوي. همدا راز د اوبو پر لاندېني جریان اغېز کوي چې د کرنیزو جریانونو له امله رامنځته شوي مړه زونونه په لویو اوبو کې متمرکزوي.
مدیریتي لارې چارې یا د مدیریتي لارو چارو په اړه ناپوهي د دغو ککړتیاوو په اندازه او اغېزو کې مهم رول لوبوي. د څارویو او استوګنځي له مدیریت نیولې بیا د افت وژونکو او کیمیاوي سرې تر شیندلو پورې د مدیریت تخنیکونه په نړیوالو کرنیزو لارو چارو کې شامل دي. د ناسم مدیریت په طریقو یا لارو چارو کې د څارویو د تغذیې کمزوری مدیریت، ډېر څړځایونه، یوې کول، کیمیاوې سرې او د افت وژونکو ناسمه، ډېره یا بې وخته استفاده شامل دي.
د کرنیزې ککړتیا عوامل د اوبو پر کیفیت کلکه اغېزه کوي او په جهيلونو، سیندونو، لندبل لرونکو ځمکو، رودونو او ځمکلاندې اوبو کې موندل کېږي. د کرنیزې ککړتیا په عواملو کې رسوبات، غذایي مواد، میکروبونه، افت وژونکي، فلزات او مالګې شاملې دي. د څارویو ساتنه او روزنه چاپېریال ته د ککړوونکو موادو پر داخېلېدو ډېر اغېز لري. که چېرې څړځایونه، په کوچنیو ډنډونو یا جهیلونو کې د سرې زېرمې او په کروندو کې سرې په سم ډول اداره نهشي، په دې کې باکتریاوې او میکروبونه کولی شي سیندونو او د ځمکې لاندې اوبو ته لاره پیدا کړي. د کرنې له امله د هوا ککړتیا د ځمکې په کارولو کې د بدلونونو او د څارویو ساتنې د طریقو له لارې د اقلیم پر بدلون پراخ اغېز لري او د دغو ستونزو حل کول د ځمکې او اقلیم په اړه د اقلیمي بدلونونو د حکومتمنځي پلاوي د ځانګړي راپور یوه مهمه برخه وه.[1][2][3]