کامیلو بنسو، کونټ کاوور
From Wikipedia, the free encyclopedia
کامیلو پاولو فلیپو ګیلیو بنسو، کاونټ کاوور، ایزولابېلا او لېري (۱۰ اګست ۱۸۱۰ – ۶ جون ۱۸۶۱ زکال) چې په عمومي توګه د کاوور په نوم پېژندل کېږي؛ ایټالوي سیاستوال او د ایټالوي یووالي د خوځښت له مخکښو څېرو څخه و. نوموړی د تاریخي ښي اړخې ډلې مخکښه څېره او د پیمونټ – سارادینیا پاچهۍ لومړی وزیر و. نوموړي دغه ځایګی د ایټالیا د خپلواکۍ د دویمې جګړې او د ایټالیا د یو موټي کولو لپاره د جوزپه ګاریبالدي د هڅو پر مهال (یوازې له شپږ میاشتې استعفا پرته) وساته. د ایټالیا د متحدې پاچهۍ له اعلان کېدو وروسته، کاوور د ایټالیا لومړی وزیر شو؛ نوموړی د دغه دفتر له خپلولو یوازې درې میاشتې وروسته مړ شو او د دې وخت یې ونه موند چې په ۱۸۷۰ زکال کې د روم له نیولو او د دغه هېواد له بشپړ یو موټي کېدو وروسته، د رومیانو د مشکلاتو د حل کېدو شاهد واوسي. [1]
کامیلو بنسو، کونټ کاوور | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | ملاريا |
تابعیت | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
کاوور د خپل ژوند په لومړیو کلونو کې په خپل زیږون ځای پیمونټ کې چې هغه مهال د سارادینیا پاچهۍ برخه و، یو شمېر اقتصادي اصلاحات رامنځته کړل او Il Risorgimento په نامه یې د یو سیاسي اخبار بنسټ کېښود. د سارادینیا پاچهۍ د استازو جرګې ته له لار موندلو وروسته هغه په چټکۍ سره د پیمونټ په حکومت کې لوړو څوکیو ته لاسرسی وموند او د منځ لارو کېڼ او ښي اړخو سیاستوالو سره یې د یو موټي کېدو له لارې په یادې جرګې واک وموند. د ریل د پراخ سیسټم له رامنځته کولو وروسته کاوور په ۱۸۵۲ زکال کې لومړی وزیر شو. د لومړي وزیر په توګه هغه د کریمه د جګړې، د ایټالیا د خپلواکۍ د دویمې جګړې او همدارنګه یې د ګیبرالدي د زرګونو پراختیا غوښتونکو هڅو اړوند د پیمونټ له اړخه بریالۍ خبرې وکړې او د پیمونټ لپاره یې دیپلماتیک مانور ترسره کړ څو په اروپا کې په یو پیاوړي ځواک واوړي؛ همدارنګه د ده له واکمن کېدو وړاندې له پیمونټ څخه پنځه ځله لویه نږدې یو موټی ایټالیا کنټرول کړي. کاوور د ایټالوي سمبولیک آئین یو موټی کوونکی/فراماسون و.
انګلیسي تاریخ لیکونکی دنیس مک سمیت څرګندوي چې: کاوور د ایټالیا په تاریخ کې بریالی د پارلمان غړی و، خو هغه ځانګړی دیموکرات نه و. کاوور تر ډېره دیکتاتور و، خپلو همکارو وزیرانو او پارلمان ته به یې پام نه درلود او په پارلماني ټاکنو کې به یې مداخله کوله.[2][3]