کارل بارت
From Wikipedia, the free encyclopedia
کارل بارت (د ۱۸۸۶ کال د مې له ۱۰ – د ۱۹۶۸ کال د ډسمبر تر ۱۰) یو سویسی کالوین پلوه الهیات پوه ؤ. بارت د بارمېن اعلامیې (Barmen Declaration) د لیکوالۍ په ګډون، رومیانو ته لیک (The Epistle to the Romans) په نامه د خپل تفسیر، د اعترافي کلیسا په ِغورځنګ کې د خپلې ښکېلتیا او په ځانګړي ډول د خپل نابشپړې څو ټوکیزې الهیاتي ټولګې د کلیسا دیني عقاید(چې د ۱۹۳۲ – ۱۹۶۷ تر منځ خپره شوه) له وجهې ډېر مشهور دی. د بارت نفوذ د علمي ساحې څخه بهر د اصلي بهیر کلتور ته وغځېد، دا نفوذ د دې لامل شو چې هغه د ۱۹۶۲ کال د اپریل په ۲۰ د ټایم مجلې په پوښ باندې څرګند شي. [2][3][4][5][6][7][8]
کارل بارت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | بازل شتادت [1] |
تابعیت | سويس |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
مؤثر | |
سمول |
بارت د خپل نسل د زیاتره پروتسټان الهیات پوهانو په څېر د اډولف ون هارنیک، فریدریش شلایرماخر او نورو تر اغېزې لاندې په لېبرال الهیاتو کې تعلیم ترلاسه کړ. د هغه پادري مسلک د سویس په کلیوالي ښار، سافنویل کې پیل شو، په دې ځای کې د " د سافنویل سور پادري" په نوم پېژندل کېد. هلته د لیبرال عیسویت څخه چې روزنه یې په کې لېدلې و، زیات ناهیله شو. دا کار د دې لامل شو چې د روميانو ته لیک کتاب خپله لومړۍ نسخه (چې د لومړي رومانز یا Romans I په نوم هم یادېږي ) وليکي، چې په ۱۹۱۹ کال کې خپره شوه، هغه په دې نسخه کې هوډ وکړ چې نوی عهد (New Testament) په جلا ډول ولولي. [9][10]
بارت په ۱۹۲۱ کال کې د رومیانو ته لیک په اړه د هغه د تفسیر د دوهمې نسخې په خپرولو سره د نړۍ په کچه ډېر ستایل شو او په دې نسخې کې ښکاره توګه د لیبرال الهیات څخه جلا شو. [11]
هغه زیات شمېر مهم الهیات پوهان لکه ډیټریش بونهوفر، چې د اعترافي کلیسا ملاتړی ؤ، یورګین مولټمان، هیلموټ ګولویټزر، جیمز اچ. کون، وولفارټ پیننبرګ، روډولف بلټمن، توماس اف. تورانس، هانس کونګ، او همدارنګه رین هولډ نیبوهر، جاکول او ناول لیکونکي لکه فلانري اوکونور، جان اپډایک او میکلوس زینتکوتي تر اغېزې لاندې راوستل.
د زیاتو نورو ساحو سربېره، بارت د اخلاق پوهانو لکه سټینلي هووراس، جان هوارډ یوډر، جاک ایلول او اولیور اوډونووان په کار باندې په اغېزې سره، د عیسویت په عصري اخلاقي نظام هم ژوره اغېزه درلوده. [12][13][14][15][16][17]