ژونځمکپوهنه
From Wikipedia, the free encyclopedia
بيايوجيوګرافي په جغرافيايي سيمو او د جغرافيايي وخت له لارې د انواعو او چاپېريالي سيستونو د وېشلو مطالعه ده. ژوندي موجودات او بيالوژيکي ټولنې عموماً د عرض البلد، اوږدوالي، ګوښه والي او استوګنځای د جغرافيايي ميلان سره په منظم ډول بدلون مومي. فيټوجيوګرافي (د بوټو جغرافيه) د بايوجيوګرافي هغه څانګه ده چې د بوټو وېش تر مطالعې لاندې نيسي. زوجيوګرافي (د ژويو جغرافيه) يې هغه څانګه ده چې د ژويو وېش مطالعه کوي. مايکوجيوګرافي هغه څانګه ده چې د مشروم په څېر د فنجي وېش مطالعه کوي (فنجي هغه بوټي دي چې پاڼې ګل او شين رنګ نه لري لکه چڼاسکې). [1]
د ژونديو موجوداتو په شمېر او ډولونو کې د سيمه ييزو بدلونونو علم اوسمهال زموږ لپاره هومره اړين دی، څومره چې دا زموږ د لومړيو والدينو لپاره مهم و، ځکه چې موږ يو د بل سره مختلف، خو له جغرافيايي اړخه د متوقعو چاپېريالونو سره سمون لرو. بايوجيوګرافي د تحقيق يوه اړونده څانګه ده، کومه چې د چاپېريال پوهنې، ارتقايي جغرافيايي، د بوټو يا ژويو د ډلبندۍ، ځمکپېژندنې، فزيکي جغرافيې، لرغونو پاتې شونو علم او اقليم پېژندنې تصورات او معلومات پکې يو ځای دي.[2][3]
اوسنۍ بايوجيوګرافيکي څېړنې له ګڼو څانګو څخه معلومات او اندونه راټولوي، په کومو کې چې د ژونديو موجوداتو د خپرېدو په اړوند د جسماني او چاپېريالي خنډونو څخه نيولې، بيا په نړيوال مکاني مقياس عمل کونکي جغرافيايي او اقليمي ښکارندې او ارتقايي وخت چوکاټونو پورې.
په يو استوګنځای او د ژونديو موجوداتو انواعو په منځ کې د لنډې مودې تعاملات د ژونديو موجوداتو چاپېريالي عمل بيانوي. تاريخي بايوجيوګرافي د ژونديو موجوداتو پراخه کچه ډلبندۍ لپاره د اوږدې مودې، ارتقايي پړاونه بيانوي. په «کارل لينيس» سره په پيل کېدو لومړيو ساينس پوهانو، د ساينس په توګه د بايوجيوګرافي په پرمختګ کې خپله ونډه درلوده.[4]
د بايوجيوګرافي علمي تيوري د «اليکسانډر ون هامبولت» (۱۷۶۹-۱۸۵۹)، فرانسيسکو هوسی ډي کالداس (۱۷۶۸-۱۸۱۶)، هيوټ کوټريل واټسن (۱۸۰۴-۱۸۸۱)، الفونسي ډي کانډول (۱۸۰۶-۱۸۹۳)، الفريد رسل واليس (۱۸۲۳-۱۹۱۳)، فيليپ لوټلي سکليټر (۱۸۲۹-۱۹۱۳) او نورو بايوجيوګرافي پوهانو او ماهرينو له اثارو څخه وده کړې ده.[5][6][7][8][9][10]