ژان کرېټین
From Wikipedia, the free encyclopedia
جوزوف جکوس ژان کرېټین د PC (د کاناډا لپاره د ملکې ځانګړې شورا) غړی، د مېریت /OM (دا هغه نښان دی چې د غوره خدماتو لپاره یو کس ته ورکول کېږي) او CC (تر مېريت وروسته دویم ویاړلی نښان) نښانونو ګټونکی اوQC (په شاهي نظام کې د محکمې په چارو کې د پاچا یا ملکې ځانګړی او ډېر تګړه سلاکار، چې معمولاً حقوق پوه وي)، فرانسوي تلفظ یې: [ʒã kʁe.tsjẽ]؛ د ۱۹۳۴ ز کال د جنوري په ۱۱مه زېږېدلی، یو کاناډايي حقوق پوه اوسیاستوال دی، چې له ۱۹۹۳ ز کال څخه تر ۲۰۰۳ ز کال پورې يې د کاناډا د شلم لومړي وزیر په توګه خدمت کړی دی .
ژان کرېټین | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | |||||||
تابعیت | کاناډا | ||||||
قد | 1.88 متر [1] | ||||||
ګوند | د کاناډا لېبرال ګوند | ||||||
واک | |||||||
د کاناډا لومړی وزیر (20 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۴ نومبر ۱۹۹۳ – ۱۲ ډيسمبر ۲۰۰۳ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | |||||||
لاسليک | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
د شېوېنېګان فالس په کیوبیک کې زېږېدلی او لوی شوی، کرېټین د لاوال پوهنتون له حقوقو پوهنځۍ څخه فارغ شوی. هغه یو لېبرال و، د لومړي ځل لپاره په ۱۹۶۳ ز کال کې د ولسي جرګې لپاره وټاکل شو. هغه د کابینې په بېلابېلو پوستونو کې د لومړي وزیر پېیر ټروډو (Pierre Trudeau) تر نظر لاندې کار کړی، چې نامتو یې د شمال پرمختګ او د سور پوستو/ لرغونو اوسېدونکو د چارو وزیر، د خزانه دارۍ د پلاوي رئیس، د مالیې وزیر او د عدلیې د وزیر په توګه دنده ترسره کول دي. هغه په ۱۹۸۴ ز کال کې د لېبرال ګوند د مشرۍ لپاره یوه ناکامه هڅه وکړه او د جان ټورنر له خوا له ماتې سره مخامخ شو. کرېټین د ټورنر د واکمنۍ په لنډمهاله دوره کې چې د ۱۹۸۴ ز کال په فدرال ټاکنو کې له ماتې سره مخامخ شو، د کاناډا د لومړي وزیر د دویم مرستیال په توګه خدمت کړی دی. وروسته له دې چې ټورنر په ۱۹۸۸ ز کال کې د دویم ځل لپاره لېبرالیان له ماتې سره مخ کړل، کرېټین په ۱۹۹۰ ز کال کې د لېبرال ګوند او اپوزیسیون مشر شو او په خصوصي سکتور کې تر لنډې مودې کار وروسته بېرته سیاست ته راستون شو. د ۱۹۹۳ ز کال په فدرال ټاکنو کې کريټین د لوی اکثریت له دولت سره د لېبرالیانو مشري وکړه او وروسته یې په ۱۹۹۷ او ۲۰۰۰ ز کلونو کې ګوند دوو لویو نورو اکثریتونو ته ورساوه.
کرېټین د کوبېک د حاکمیت له غورځنګ سره په کلکه مخالف و. هغه د ۱۹۵۵ ز کال د کوبېک په ټول پوښتنه کې د فېدرالست کمپ د مشر په توګه یوه محدوه بریا ترلاسه کړه او وروسته یې په راتلونکې ټول پوښتنه کې د پوښتنو له ګونګوالي څخه د مخنیوي په موخه د شفافیت قانون مخکښ کړ. د هغه دولت د درنو وسلو د راجستر قانون رامنځته کړ، د ځوانانو د جنايي عدالت قانون يې پر مخ یووړ او د همجنس پالانو د ودونو د قانوني کولو لپاره يې زمینه برابره کړه. هغه د کاناډا د چاپېریال ساتنې قانون، د محصولاتو د آفتونو د کنترول قانون او د ورکېدو له خطر سره مخ ډولونو په ګډون څو لوی چاپېریالیز قوانین پلي کړل. کرېټین په بهرني سیاست کې، په یوګوسلاویا کې د ناټو د بمبار او د افغانستان په جګړه کې د کاناډا د پوځي لاسوهنې امر وکړ، خو د عراق په جګړه کې يې ګډون ونه کړ. که څه هم د هغه او لېبرال ګوند شهرت د فدرال ټاکنو په درېو پرله پسې دورو کې د هغه ټاکل کېدل اسانه کړي وو، هغه له بېلابېلو سیاسي لانجو سره مخامخ شو. هغه د شوېنګېټ /Shawinigate (په ۱۹۹۰ز لسیزه کې په کاناډا کې د یوې سیاسي رسوایۍ نوم) او سپانسرشېپ په سیاسي رسوایۍ کې په ناسم چلند تورن شو، که څه هم هغه په پرله پسې توګه هر ډول سرغړونه رد کړه. هغه د لېبرال ګوند په مشرۍ کې له خپل پخواني سیال د مالیې وزیر پاول مارتین سره په اوږد مهاله مبارزه کې ښکېل شو. په پایله کې کرېټین د ۲۰۰۳ ز کال په ډېسمبر کې په لېبرال ګوند کې د مارتین د پلویانو د فشار او د مشرۍ د بیاکتنې د لاسه ورکولو له وېرې د لومړي وزیر له موقف څخه استعفا ورکړه او له سیاست څخه تقاعد شو. کرېټین د پوهانو او عامو خلکو تر منځ لوړ مقام لري. کرېټین د ۸۸ کلونو په عمر د کاناډا تر ټولو زوړ، پخوانی لومړی وزیر دی.