ډېوېډ کامرون
From Wikipedia, the free encyclopedia
ډېوېډ ویلیم ډونالد کامرون چې (د ۱۹۶۶ز کال د اکتوبر په ۹ زېږیدلی) یو بریتانوی سیاستوال، سوداګر، لابیست (په پارلمان کې تبلیغ کوونکی) او لیکوال دی چې د ۲۰۱۰ز کال نه تر ۲۰۱۶ ز کال پورې یې د انګلستان د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ. هغه د ۲۰۰۱ ز کال نه تر ۲۰۱۶ ز کال پورې د ویتني په استازیتوب د پارلمان غړی او د ۲۰۰۵ ز کال نه تر ۲۰۱۶ ز کال پورې د محافظه کار ګوند مشر و. هغه د یوه ملته محافظه کار په توګه پېژندل کېږي او له دواړو اقتصادي لیبرال او هم ټولنیز لیبرال سیاستونو سره یې تړاو درلود.
ډېوېډ کامرون | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | ۹ اکتوبر ۱۹۶۶[1][2][3][4][5][6][7][8][9][10] | ||||||
تابعیت | برېتانيا [11][12] | ||||||
قد | 1.86 متر [13] | ||||||
واک | |||||||
د برېتانیې لومړی وزیر (75 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۱ مې ۲۰۱۰ – ۱۳ جولای ۲۰۱۶ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | |||||||
لاسليک | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه، د تاييدولو سرچينه | ||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
کامرون په لندن کې د اشرافو د منځنی طبقې په یوه کورنۍ کې زېږېدلی او په هیدرداون ښوونځۍ، ایتون کالج او د اکسفورد په برازنوس کالج کې یې زده کړې کړې دي. هغه له ۱۹۸۸ز کال نه تر ۱۹۹۳ ز کال پورې د محافظه کارو څېړنو په اداره کې کار کاوه، یعنې مخکې له دې چې د کارلټون له رسنۍ سره د کار لپاره په ۱۹۹۴ ز کال کې سیاست پرېږدي، د محافظه کار لومړي وزیر جان میجر سره یې مرسته کوله. په ۲۰۰۱ ز کال کې ېې پارلمان ته لاره پیدا کړه او د محافظه کارانو مشر مایکل هاوارد تر مشرۍ لاندې یې د اپوزیسیون د سیوري په کابینه کې دنده ترسره کوله او په ۲۰۰۵ ز کال کې د هاوارد ځای ناستی شو. کامرون هڅه وکړه چې د محافظه کارانو نامه ته تازه بڼه ورکړي، نو له دې امله یې په ټولنیز ډول لیبرال او د منځنۍ کچې درېځ خپل کړی. د ۲۰۱۰ ز کال له عمومي ټاکنو نه وروسته بحثونه د دې لامل شول چې کامرون د لیبرال دیموکراتانو سره د ګډ حکومت د مشر په توګه لومړی وزیر شي چې د ۱۸۱۰ کال لسیزې راهیسې د دې چوکي ترټولو ځوان واکمن ګڼل کېږي. د هغه د واک دوره، د ۲۰۰۰ کال د لسیزې په وروستیو کې د مالي کړکېچ د پرله پسې اغېزو تر برېد لاندې راغله. په دې کې د حکومت په ملي بودیجه کې لوی بحران را منځ ته شو چې حکومت یې د سختو ګامونو پر مټ د کمولو هڅه کوله. د نوموړي ادارې د روغتیایي او ټولنیزې پاملرنې قانون او د هوساینې د اصلاحاتو قانون تصویب کړ، چې په روغتیایي پاملرنه او هوساینه کې يې لوی بدلونونه را منځ ته کړل. هغه د کډوالۍ سخت سیاستونه هم پلي کړل، په زده کړه کې یې اصلاحات راوستل او د ۲۰۱۲ ز کال د لندن المپیک څارنه یې په غاړه درلوده. رویال میل او ځینې نورې دولتي شتمنۍ یې خصوصي سکتور ته ورکړې او په انګلستان او ویلز کې یې د همجنسبازانو واده ته قانوني بڼه ورکړه.[14][15]
په نړیواله برخه کې، د لیبیا په لومړۍ کورنۍ جګړه کې د کامرون حکومت پوځي لاس وهنه وکړه او د اسلامي دولت د بمبارۍ اجازه یې ورکړه. په کورنۍ برخه کې، د نوموړي حکومت د رایې ورکوونې د اصلاحاتو په ټول پوښتنه او د سکاتلند د خپلواکۍ په ټول پوښتنه باندې څارنه وکړه، چې دواړو د کامرون د خوښې پایلې درلودې. کله چې د ۲۰۱۵ ز کال په عمومي ټاکنو کې محافظه کارانو ناڅاپه ډېری رایې ترلاسه کړې، هغه د لومړي وزیر په توګه په واک کې پاتې شو، چې دا ځل یې د یوازې محافظه کار حکومت مشري په غاړه درلوده. د دې لپاره چې نوموړی د پرېکړه لیک ژمنه پوره کړي، په اروپايي اتحادیه کې یې د انګلستان د پر له پسې غړیتوب په اړه ټول پوښتنه وړاندې کړه. کامرون تل پلوي کوله، خو وروسته له هغه چې د وتلو په اړه یې رایې بریالي شوې، هغه استعفا ورکړه، چې د نوي لومړي وزیر لپاره لاره هواره کړي چې تیریزا مې د هغه ځای ناستې شوه. د ۲۰۱۷ ز کال راهیسې، کامرون د الزایمر د څېړنې مرکز د رئیس په توګه دنده ترسره کوي.[16][17][18]
کامرون د محافظه کار ګوند ته د عصري بڼې ورکولو او د بریتانیې د ملي بودیجې د کسر د مدیریت په برخه کې وستایل شو، خو په نوموړي باندې د هغې پرېکړې له امله نیوکه شوې ده، چې په اروپایي اتحادیه کې یې د بریتانیې د غړیتوب په اړه ټول پوښتنه ترسره کړه چې په انګلستان کې د ۲۰۱۰ ز لسیزې په وروستیو کې د سیاسي بې ثباتۍ لامل شوه. هغه د یوې خاصې ډلې له خوا، په حکومت پالنه او سیاسي فرصتپالنه هم تورن شوی دی. وروسته له هغه چې دنده یې پرېښوده، د ګرینسل کپیټل د کمپنۍ په استازیتوب د دولت وزیرانو او دولتي کارکوونکو ته د تبلیغ او هڅونې په رسوایی کې ښکېل ګڼل شوی دی.[19][20][21]