ډومینګو فوسټینو سارمینټو
From Wikipedia, the free encyclopedia
ډومینګو فوسټینو سارمینټو (۱۵ فبروري ۱۸۱۱ – ۱۱ سپټمبر ۱۸۸۸ زکال) ارجنټایني فعال، مفکر، لیکوال، دولتي چارواکی او د ارجنټاین دویم ولسمشر و. د هغه لیکنې له خبریالۍ نیولې تر ژوند لیک لیکلو، سیاسي فلسفې او تاریخ پورې د ژانرونو او موضوعاتو پراخ ډولونه په ځان کې رانغاړي. هغه د ۱۸۳۷ زکال د نسل (Generation of 1837) په نامه د روڼ اندو د ټولنې غړی و چې د ۱۹ مې پېړۍ په ارجنټاین باندې یې د پام وړ اغېز درلود. هغه په ځانګړي ډول روزنیزو مسایلو ته پام کاوه او همدارنګه یې په سیمه ئیزو ادبیاتو مهم اغېز درلود.
ډومینګو فوسټینو سارمینټو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | ارجنټاین |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
وفاداري | ارجنټاین |
لاسليک | |
سمول |
سارمینټو په یوه بې وزله، خو په سیاسي چارو کې په فعاله کورنۍ کې را لوی شو چې د راتلونکو ګڼ شمېر لاسته راوړنو لپاره یې لار هواره کړه. له ۱۸۴۳ زکال څخه تر ۱۸۵۰ زکال پورې یې تر ډېره په تبعید کې ژوند وکړ او په چلي او ارجنټاین دواړو کې یې لیکنې وکړې. د هغه تر ټولو لویه ادبي لاسته راوړنه د فوکاندو (Facundo) په نامه ادبي اثر و چې په چلي کې یې د تبعید پر مهال په ال پروګرسو اخبار کې د کار کولو په ترڅ کې لیکلی و او په خوان مانوئل ده روساس باندې نقد و. دغه کتاب هغه ته پراخ ادبي معرفت وروبخښه. هغه خپلې هڅې او انرژي د دیکتاتوریو پر وړاندې په مبارزې په ځانګړې توګه له روساس سره په مخالفت ولګولې او روڼ اندې اروپا – هغه نړۍ چېرې چې د هغه له نظره دیموکراسي، ټولنیز خدمات او ځیرکانه نظریاتو ارزښت درلود – یې د ګائوچو او په ځانګړې توګه د کائودیلو له بربریت سره چې د ارجنټاین د ۱۹ مې پېړۍ بې رحمه واکمنان و؛ پرتله کړه.
سارمینټو هغه مهال چې له ۱۸۶۸ زکال څخه تر ۱۸۷۴ زکال پورې د ارجنټاین ولسمشر و، د ماشومانو او ښځو لپاره یې د زده کړو په ګډون له ځیرکانه تفکر او په لاتین امریکا کې یې له دیموکراسۍ دفاع وکړه. نوموړي همدارنګه له دغه فرصت څخه د ریل د سیسټم، پوستي سیسټم او جامع روزنیز سیسټم د پراختیا او نوي کولو په برخه کې ګټنه وکړه. هغه ګڼ شمېر کلونه په فدرال او ایالتي کچو کې د وزارت خونو د رول په اړه تېر کړل او د روزنیز سیسټم د ارزونې په موخه یې بهر ته سفرونه وکړل.
سارمینټو د ۷۷ کلونو په عمر د زړه د سکتې له امله د پاراګوای په آسونسیون کې مړ شو. هغه په بونس آیرس کې خاورو ته وسپارل شو. نن ورځ نوموړي ته د یوه سیاسي مبتکر او لیکوال په توګه درناوی کېږي. میګل ډي اونامونو هغه د کاستیلیان نثر یو له لویو لیکوالانو څخه ګڼي.[1]