چيسلاو ميلاوس
From Wikipedia, the free encyclopedia
چيسلاو ميلاوس (۳۰ جون ۱۹۱۱-۱۴ اګست ۲۰۰۴) يو پولنډي الاصله امريکايي شاعر، نثر ليکونکی، ژباړن او ديپلومات و. نوموړی چې د شلمې پېړۍ يو له سترو شاعرانو څخه بلل کېدو، په ۱۹۸۰ز کال کې يې په ادب کې د نوبل جايزه ګټلې وه. د سويډن اکاډمي په خپل اقتباس کې ميلاوس يو داسې لیکوال بللی دی، څوک چې د «د سختو ټکرونو په نړۍ کې د انسان لوڅ حالت ته اواز ورکوي».[3][4][5][6][7][8][9]
چيسلاو ميلاوس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | پولنډ
د امریکا متحده ایالات (۱۹۷۰–) ليتوانيا (۱۹۳۹–) |
مذهب | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | ادبيات [1]، ژباړه [1]، ديپلوماسي [1] |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون |
مؤثر | هېراکلیتوس [2]، د هیپو آګوستین ، امانوئل سویډنبرګ ، ویلیام بلېک ، فيودور ميخايلوويچ داستاېفسکي ، ټي.ايس. ايليټ ، مارټین هایډېګر ، Simone Weil |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
ويبپاڼه | د تاييدولو سرچينه |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ميلاوس د دويمې نړيوالې جګړې پر مهال په وارسا د المان له نيواک څخه خوندي پاتې شو او له جګړې وروسته پړاو کې د پولنډ د حکومت کلتوري اتشه وګرځېد. کله چې کمونستي واکمنو د هغه امنيت ته ګواښ پيدا کړ، نوموړی فرانسې ته ولاړ او بالاخره په امريکا کې يې د تبعيد ژوند غوره کړ، چېرته چې نوموړی د برکلي، د کلفورنيا په پوهنتون کې فروفيسر شو. د هغه شاعري – په ځانګړي ډول د جګړې پر مهال د هغه د تجربې په اړوند – او د « The Captive Mind» په نوم د یو نثري کتاب کې د سټالنيزم په اړه د هغه ارزونې هغه ته د يو پېژندل شوي کډوال هنرمند او روڼ اندي په توګه شهرت ورکړ.
د خپل ټول ژوند او کار په اوږدو کې، ميلاوس له اخلاقياتو، سياست، تاريخ او عقيدې اړوند پوښتنو سره سروکار درلود. د يو ژباړن په توګه، نوموړي لوېديځ اثار پولنډي مخاطبينو ته وړاندې کړل او د يو پوهاند او ليکوال په توګه، نوموړي په لوېديځ کې د سلاوي ادب په اړه تر ټولو ډېر پوهاوی پیدا کړ. عقيدې د هغه په اثارو کې يوه مهمه ونډه درلوده، ځکه چې هغه خپل کاتوليکي مذهب او شخصي تجربې وارزولې.
ميلاوس په ۲۰۰۴ز کال کې په پولنډ کې ومړ. نوموړی په «سکالکا» کې خاورو ته وسپارل شو، دا په پولنډ کې یوه کليسا ده چې د نومياليو پولنډيانو د وياړ د ځای په توګه پېژندل کېږي.