چسټر الن ارتور
From Wikipedia, the free encyclopedia
چسټر الن ارتور(د اکتوبر ۵ مه، ۱۸۲۹- د نومبر ۱۸ مه، ۱۸۸۶ ز) امریکايي وکیل او سیاستوال و چې له ۱۸۸۱ ز کال څخه یې تر ۱۸۸۵ ز کال پورې د امریکا د یووېشتم ولسمشر په توګه خدمت وکړ. له هغه وړاندې د امریکا د شلم ولسمشر مرستیال و، هغه په ۱۸۸۱ ز کال کې وروسته له هغې چې ولسمشر جیمز ابرام ګارفیلډ د یوه ترورکوونکي له خوا ټپي او له دوه میاشتو وروسته مړ شو، ولسمشرۍ ته لار ومونده.
چسټر الن ارتور | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
زیږون نوم | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | نيويارک | ||||||
تابعیت | د امریکا متحده ایالات | ||||||
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) (۱۸۵۴–۱۸۸۶) | ||||||
واک | |||||||
د متحده ایالاتو ولسمشر (21 ) | |||||||
د واکمنۍ دوران ۱۹ سپټمبر ۱۸۸۱ – ۴ مارچ ۱۸۸۵ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه | ||||||
کاروونکي ژبه(ي) | |||||||
پوځي خدمت | |||||||
مقام | جنرال | ||||||
جګړه/جګړې | د امریکا کورنۍ جګړه | ||||||
لاسليک | |||||||
سمول |
ارتور د ورمونټ په فیرفیلډ (Fairfield, Vermont) کې وزېږېد، د نیویارک په شمال کې را لوی شو او په نیویارک ښار کې یې د قانون زده کړه وکړه. هغه د امریکا د کورنۍ جګړې پر مهال د نیویارک د ملیشه ډلو د مشر په توګه خدمت وکړ. له جګړې وروسته یې په نیویارک کې د جمهوري غوښتونکو سیاستونو ته خپل وخت ځانګړی او ډېر ژر یې د سناتور روسکو کانکلېنګ (Roscoe Conkling) په سیاسي دفتر کې وده وکړه. ولسمشر یولسیز سایمون ګرانټ، په ۱۸۷۱ ز کال کې نوموړی د نیویارک د ګمرک د عوایدو د راټولوونکي په توګه وټاکه، هغه د کانکلېنګ او په جمهوري غوښتونکي ګوند کې د سټالوارټ ډلې پیاوړی ملاتړی و. په ۱۸۷۸ ز کال کې ولسمشر رادرفورد بی هېز(Rutherford B. Hayes) ارتور د فدرال ملاتړي سیستم د اصلاح د طرحې د یوې برخې په توګه له دندې لرې کړ. کله چې په ۱۸۸۰ ز کال کې ګارفیلډ د ولسمشرۍ لپاره د نوماند په توګه وټاکل شو، ارتور د ولسمشر د مرستیال په توګه له دې امله چې، د یوه ختیځ سټالورټ په توګه د انتخاباتي ټکټ توازن برابر کړي، وټاکل شو. ګارفیلډ له څلورمیاشتنۍ ولسمشرۍ وروسته د یوه ترور کوونکي له خوا وویشتل شو؛ هغه یوولس اونۍ وروسته مړ شو او ارتور ولسمشرۍ ته لار پیدا کړه.
په پیل کې، ارتور هڅه وکړه چې د سټلوارټ او د کانکلېنګ د سازمان د یوه غړي په توګه د ځان په اړه منفي باورونه له منځه یوسي. هغه د مدني خدمتونو اړوند د پنډلټون د اصلاحي قانون (Pendleton Civil Service Reform Act) په ملاتړ او اجرا کولو، اصلاح غوښتونکي حیران کړل. هغه د امریکا د متحده ایالاتو د سمندري ځواکونو د بیاجوړولو مسئولیت پرغاړه واخیست، خو هغه په فدرال بودجه کې د بودیجې د زیاتوالي په راکمولو کې په ماتې سره چې د کورنۍ جګړې له مهاله اضافه شوې وه، له نیوکو سره مخامخ شو. ارتور په ۱۸۸۲ ز کال کې پر چینایانو د ممنوعیت لګولو د قانون (Chinese Exclusion Act) لومړۍ نسخه په دې استدلال چې د امریکا متحده ایالاتو ته د چینایي کډوالو په ۲۰ کلني ممنوعیت سره د برلینګم تړون(Burlingame Treaty) تر پښو لاندې کېږي ویټو کړ، خو د همدغه قانون دویمه نسخه، چې ۱۰ کلنۍ ممنوعیت یې لګاوه، لاسلیک کړه.[1]
ارتور چې د ناوړه روغتیايي حالت څخه کړېده، ډېره لږ هڅه یې وکړه چې په ۱۸۸۴ ز کال کې د جمهوري غوښتونکي ګوند نوماند شي، هغه د خپلې دورې په پای کې تقاعد شو. د ارتور ناوړه روغتیايي حالت او د هغه کمزوری سیاسي خوی د دې لامل شول، چې د نوموړي دولت د مډرن دولتونو په پرتله په کمه کچه فعال و اوسي، خو له دې سره د معاصرینو ترمنځ په دفتر کې د ده نیک چلند د ستایلو وړ ګڼل کېږي. نیویارک ورلډ په ۱۸۸۶ ز کال کې د ده له مړینې وروسته د ارتور ولسمشري په لنډ ډول داسې تشرېح کوي: "هېڅ دنده د ده په دولت کې له پامه نه وه غورځول شوې او همدارنګه هېڅ داسې کړکېچنه پروژه یې نه لرله، چې ملت اندېښمن کړي". مارک ټواین (Mark Twain) د ده په اړه لیکي": په رښتیا سره دا به سخته وي چې د ولسمشر ارتور اداره دې ښه کړای شي". له دې سره معاصر تاریخ پوهان په عمومي ډول ارتور د منځنۍ کچې ولسمشر او د کمې حافظې لرونکو ولسمشرانو په توګه درجه بندي کوي.[2][3][4]