چارلز روسکو ساویج
From Wikipedia, the free encyclopedia
چارلز روسکو ساویج (Charles Roscoe Savage؛ زوکړه: د ۱۸۳۲ زکال د اګست ۱۶ مه – مړینه: د ۱۹۰۹ زکال د فبروري ۴ مه) بریتانوي الاصله د مناظرو انځور اخیستونکی و چې تر ډېره پورې یې د امریکا له لویدیځ سیمو څخه د خپلو اخیستل شوو انځورونو له امله شهرت وموند. ساویج په ځوانۍ کې؛ هغه مهال چې په بریتانیا کې یې ژوند کاوه د دوی پر باور د آخر الزمان عیسي مسیح کلیسا له پیروانو څخه شو (هغه عیسویان چې ځانتونه د عیسی اصلی پیروان بولي). هغه په سوئیس کې په یو ماموریت کې ونډه واخیسته او بیا متحده ایالاتو ته کډه شو. په امریکا کې یې له انځور اخیستنې سره لېوالتیا پیدا کړه او په ختیځ کې یې د پلور په موخه د مناظرو څخه په انځور اخیستنې پیل وکړ. هغه له خپلې کورنۍ سره سالټ لېک ښار ته کډه وکړه او د خپلو اثارو پاره یې د آرټ بازار په نوم پلورنځای جوړ کړ چېرې هغه خپل ګڼ شمېر انځورونه وپلورل. ساویج تر ډېره پورې خپلې د انځور اخیستنې هڅې د کورنیو، مناظرو او مستندو پېښو څخه په انځور اخیستنې متمرکزې کړې. نوموړي په ۱۸۶۹ زکال کې د خپلو هغو انځورونو له امله چې د یوتا په پرومونټوري کې د لویو وچو ترمنځ د لومړنۍ ریل پټلۍ له نښلېدو څخه یې اخیستي و، شهرت وموند. [3]
چارلز روسکو ساویج | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | 4 فبروري 1909 (77 کاله)[1] |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
سمول |