چارلز جیمز فاکس
From Wikipedia, the free encyclopedia
چارلز جیمز فاکس (۲۴ جنوري ۱۷۴۹- ۱۳ سپټمبر ۱۸۰۶ زکال) د بریتانیا د ویګ ګوند مخکښ سیاستوال و چې د ۱۸ مې پېړۍ له وروستیو څخه یې د ۱۹ مې پېړۍ تر لومړیو پورې د ۳۸ کلونو لپاره د دغه هېواد د پارلمان غړی و. نوموړی د محافظه کاره ځوان سیاستوال ویلیام پیټ کلک مخالف سیال و؛ د هغه پلار هنری فاکس د هالنډ لومړنی بارون او د خپل مهال مخکښ ویګ و او هغه ته په ورته ډول د هغه د سخت سري سیال پیټ د پلار، لومړي چتم ارل ویلیامم پیټ («مشر پیټ») سیال و.
چارلز جیمز فاکس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د لویې بریتانیا پاچاهي |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
سمول |
فاکس د عوامو په جرګه کې د یو پیاوړي او فصاحت لرونکي ویناوال په توګه چې بدنام او ګډوډ شخصي ژوند یې درلود په داسې حال کې شهرت وموند چې هغه مهال یې نسبتا محافظه کارانه او په قواعدو برابر لیدلوری درلود. له دې سره د امریکا د خپلواکۍ د جګړې په را رسېدو او د اډمونډ بورک د نفوذ په زیاتوالي سره د فاکس نظریات په تر ټولو راډیکال نظریاتو واوښتل او د هغه په دوره کې یې د بریتانیا تر پارلمان هم لار ومونده.
فاکس د پاچا دریم جورج کلک مخالف شو او هغه یې یو مشتاق ظالم باله. نوموړي له امریکايي وطن پرستانو ملاتړ کاوه او آن د جورج واشنګټن د پوځ د یونیفورم په څېر یې جامې اغوستې. هغه په ۱۷۸۲ زکال کې د لنډ مهال لپاره د مارکوېس راکینګهام د لومړي وزارت پر مهال د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خدمت وکړ خو په ۱۷۸۳ زکال کې یې له خپل پخواني دښمن لارډ نورث سره د ایتلافي حکومت په جوړولو بیا دغه ځایګی خپل کړ. له دې سره پاچا؛ فاکس او نورث دواړه وړاندې له دې چې د واکمنۍ یې یو کال پوره شي له واکه ګوښه کېدو ته اړ کړل او ۲۴ کلن ځوان پیټ یې د هغوی پر ځای وګماره. له دې وروسته فاکس د ۲۲ کلونو لپاره په عوامو جرګه کې د دولت له مخالفو څوکیو څخه د پیټ او دولت پر ضد کار واخیست.
په داسې حال کې چې پیټ له واک سره چندان لیوالتیا نه لرله او د خپل سیاسي ژوند نږدې ټوله برخه یې په اپوزیسیون کې تېره کړه، خو د غلامۍ ضد د یوه مبارز، د فرانسې د انقلاب د ملاتړي او همدارنګه د مذهبي چارو او فردي آزادیو څخه د پارلماني ملاتړ د کلک مدافع په توګه پېژندل کېږي. له خپل روزونکي بورک سره د هغه ملګرتیا او همدارنګه یې پارلماني اعتبار دواړه د فرانسې له انقلابي جګړو څخه د فاکس د ملاتړ قرباني شول، خو له دې سره فاکس د جګړې پر مهال د پیټ پر قوانینو نیوکې کولې او د مذهبي لږکیو او سیاسي راډیکالانو له آزادیو یې ملاتړ کاوه. د ۱۸۰۶ زکال په جنوري میاشت کې د پیټ له مرګ وروسته یې د لنډ مهال لپاره وړاندې له دې چې د ۵۷ کلونو په عمر د ۱۸۰۶ زکال د سپټمبر په ۱۳ ومري د ویلیام ګرنوېل د «استعدادونو په کابینه کې» د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خدمت وکړ. [1]