پل کروګر
From Wikipedia, the free encyclopedia
سټیفانوس جوهانس پائولوس کروګر (زوکړه: د ۱۸۲۵ زکال د اکتوبر ۱۰مه – مړینه: د ۱۹۰۴ زکال د جولای ۱۴ مه) د سویلي افریقا سیاستوال و. نوموړی د ۱۹مې پېړۍ پر مهال د سویلي افریقا مخکښه سیاسي او پوځي څېره او له ۱۸۸۳ زکال څخه تر ۱۹۰۰ زکال پورې د سویلي افریقا د جمهوریت (یا ټرانسوال) ولسمشر و. نوموړی چې د تره پل («Oom Paul») په مستعار نوم یادېده له ۱۸۹۹ زکال څخه تر ۱۹۰۲ زکال پورې د بریتانویانو پر وړاندې په دویمه بوئر جګړه کې د بوئر وګړو – هغه وګړي چې ټرانسوال او د هغه ګاونډي اورنج آزاد ایالت ته اړوند و- د آرمانونو د غوښتونکي په توګه نړیوال شهرت وموند. نوموړی د افریقانرانو د شخصیت څرګندونکی بلل کېده او د یوې بحث پارونکې څېرې په توګه پاتې شو؛ د نوموړي ستایونکي هغه تراژیک فولکلوري اتل بولي.
پل کروګر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | سینه بغل |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | نېدرلنډي |
کاروونکي ژبه(ي) | افريکانس ژبه ، انګليسي ژبه |
پوځي خدمت | |
مقام | جنرال |
لاسليک | |
سمول |
کروګر چې د کیپ مستعمرې په ختیځه څنډه کې وزېږېد، په ۱۸۳۰مه لسیزه کې هغه مهال چې ماشوم و په ګریټ ټرېک کډوالۍ کې یې ونډه لرله. هغه د بایبل له زده کړې پرته نورې هېڅ ډول زده کړې نه لرلې. نوموړی چې د ورټ ټېکر د مشر اندریاس پرتوریوس تر ملاتړ لاندې و، په ۱۸۵۲ زکال کې له بریتانیا سره د ساند سمندرګي د هوکړې د لاسلیک کولو شاهد و چې په راتلونکو لسیزو کې یې د سویلي افریقا د جمهوریت په جوړولو، د بوئیر کومانډو ځواکونو د رهبرۍ او همدارنګه د بوئیر د مشرانو او څانګو ترمنځ د اختلافاتو په حل او فصل کې یې مهم رول ولوباوه. په ۱۸۶۳ زکال کې نوموړی د قواوو د عمومي قوماندان په توګه وټاکل شو، هغه څوکۍ چې نوموړي ورباندې یوه لسیزه کار وکړ او هغه مهال یې ترې استعفا ورکړه چې توماس فرانسوا برګرز د ولسمشر په توګه وټاکل شو.
کروګر د ۱۸۷۷ زکال په مارچ میاشت کې ډېر لږ وړاندې له دې چې سویلي افریقا بریتانیا ته د ټرانسوال په توګه الحاق شي د مرستیال ولسمشر په توګه وټاکل شو. د راتلونکو دریو کلونو په اوږدو کې هغه دوه استازي لندن ته ولېږل څو دغه موضوع له منځه یوسي. نوموړی د سویلي افریقايي جمهوریت د خپلواکۍ د بېرته غوښتونکي خوځښت په اصلي څېره واوښت او د ۱۸۸۰- ۱۸۸۱ زکال پر مهال د بوئر لومړۍ جګړې پر مهال یې لا شهرت وموند. کروګر تر ۱۸۸۳ زکال پورې د درې کسیز حکومت اجرایوي غړی پاتې شو او ورپسې منتخب ولسمشر وټاکل شو. په ۱۸۸۴ زکال کې نوموړي د هغه درې کسیز پلاوي مشري وکړه چې د لندن په کنوانسیون کې یې ونډه واخیسته او پر مټ یې بریتانیا د سویلي افریقا جمهوریت د یو خپلواک دولت په توګه په رسمیت وپېژند.
په ۱۸۸۶ زکال د بریتانوي ښارګوټو د زرګونو بهرنیو اوسېدونکو له خوا د ویټواټرسرنډ د سروزو د هجوم له امله د سویلي افریقا د جمهوریت نږدې ټول مالیاتي عواید برابر شول، خو له دې سره یې مدني استازولي نه شوای کولای. بوئر برګر وګړو د دولت کنټرول وساته. د بهرنیانو ستونزو او بریتانیا ته اړوندو ترینګلیتاوو نورو ولسمشریزو چارو ته د کروګر پر پام اغېز درلود، چې له امله یې نوموړی په ۱۸۸۸ زکال، ۱۸۹۳ زکال او ۱۸۹۸ زکال کې درې ځله نور د ولسمشر په توګه وټاکل شو د دغې چارې له امله له ۱۸۹۵ زکال څخه تر ۱۸۹۶ زکال پورې د جمسون برید او بالاخره د بوئر دویمه جګړه رامنځته شوه. کروګر هغه مهال چې جګړه د بوئر په تاوان شوه اروپا ته لاړ او خپل پاتې ژوند یې په تبعید کې تېر کړ؛ له دې سره هغه مهال چې بریتانویان بریا ته ورسېدل هغه هېواد ته له راګرځېدو ډډه وکړه. په ۱۹۰۴ زکال کې د ۷۸ کلونو په عمر په سویس کې له مړینې وروسته د نوموړي مړۍ د دولتي جنازې مراسمو په موخه سویلي افریقا ته راوړل شو او په پریټوریا کې د اتلانو په هدیره (Heroes' Acre) کې خښ کړای شو.