پاول فن هینډنبورګ
From Wikipedia, the free encyclopedia
پاول لودویگ هانس آنتون فون بِنِکِندورف اوند هینډنبورگ (۲ اکتوبر ۱۸۴۷- ۲ اګست ۱۹۳۴ زکال) جرمنی جنرال او سیاستوال و چې د لومړۍ نړیوالې جګړې پر مهال یې د جرمني سترواکۍ د ځواکونو مشري وکړه او وروسته بیا له ۱۹۲۵ زکال څخه تر ۱۹۳۴ زکال پورې تر هغه مهاله چې مړ شو، د جرمني ولسمشر و. نوموړي د خپلې ولسمشرۍ پر مهال د ۱۹۳۳ زکال په جنوري میاشت کې نازیانو ته د واک ورکولو په برخه کې کلیدي رول درلود او د خپلو سلاکارانو د فشار له امله یې اډولف هیټلر د جرمني د لومړي وزیر په توګه وټاکه.
پاول فن هینډنبورګ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | د سږو سرطان |
تابعیت | جرمني |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | لومړنۍ نړېواله جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
پاول فن هینډنبورګ د ۱۸۴۷ زکال د اکتوبر په دویمه نیټه د پوزن سیمې په یوه کوچنۍ اشرافي پروسي کورنۍ کې وزېږېد. د کادت په توګه د زده کړو له بشپړولو وروسته نوموړي په دریمه پیاده لوا کې د دویم بریدمنۍ ځایګي ته نوم لیکنه وکړه. له دې وروسته نوموړی د اطریش – پروس او فرانسې – پروس د جګړو شاهد و. په ۱۸۷۳ زکال کې نوموړي د Kriegsakademie په نامه مخکښ پوځي پوهنتون ته لار پیدا کړه؛ چېرې چې نوموړي درې کاله زده کړې وکړې او له زده کړو وروسته یې د پوځ په لوی درستیزیت کې دنده ترلاسه کړه. په ۱۸۸۵ زکال کې هغه د جګړنۍ رتبه ترلاسه کړه او د پوځي عملیاتو د طراحي کوونکې ډلې غړیتوب یې ترلاسه کړ. په Kriegsakademie کې د پنځه کلونو درس ورکولو پر مهال هغه په پرله پسې ډول پوځي رتبې ترلاسه کړې او په ۱۹۰۰ زکال کې د برید جنرالۍ رتبې ته ورسېد. په ۱۹۰۵ زکال کې د جرمني د پیاده ځواکونو اعلی قوماندانۍ ته د هغه د رسېدو پر مهال مارشال الفرد فن شلیفین وړاندیز وکړ چې د هغه ځای ناستی باید د پوځ لوی درستیز هم شي، خو په پایله کې دغه ځایګی د ۱۹۰۶ زکال په جنوري کې هلموت فن مولټکی ترلاسه کړ. په ۱۹۱۱ زکال کې هینډنبورګ له پوځ څخه د خپل تقاعد اعلان وکړ.
د ۱۹۱۴ زکال په جولای میاشت کې د لومړۍ نړیوالې جګړې له پیلیدو وروسته، نوموړی بیاځلي پوځي خدمت کولو ته راوغوښتل شو او په چټکۍ سره یې په ختیځه جبهه کې د تننبرګ په بریا سره شهرت وموند. ورپسې نوموړي په پرله پسې ډول د روسانو پر وړاندې د ګڼ شمېر بریاو نظارت پر غاړه درلود چې له ده یې ملي اتل او یو ټول منلی شخصیت جوړ کړ. په ۱۹۱۶ زکال د نوموړي شهرت وروسته له هغه اوج ته ورسېد چې د ایریش فن فالکنهاین پرځای د پوځ لوی درستیز شو. وروسته له دې هغه او د هغه مرستیال جنرال ایریش لوډنډروف د امپراتور دویم ویلهلم له واکونو څخه د ډي فکټو/عملي پوځي دیکتاتورۍ د رامنځته کولو په موخه چې د جګړې تر پایه یې په ملي پالیسو واک درلود؛ ګټنه وکړه. د هغه تر رهبرۍ لاندې آلمان په ختیځ کې روسیې ته ماته ورکړه او په لویدیځه جبهه کې یې د جګړې له لومړیو څخه په پراخه کچه پرمختګ درلود. خو له دې سره د ۱۹۱۸ زکال په پای کې د مارن په دویمه جګړه کې د جرمني د پوځونو په غوڅې ماتې او د متفقینو ځواکونو د سل ورځنیو عملیاتو له امله د جرمني مخکې تګ په شاتګ واوښت. د ۱۹۱۸ زکال په اوربند کې متفقینو ته د جرمني له تسلیم کېدو وروسته هینډنبورګ د آلماني پوځ له لوی درستیزیت ګوښه کړای شو او په ۱۹۱۹ زکال کې یوځل بیا له پوځي خدمت څخه تقاعد شو. [1]
په ۱۹۲۵ زکال کې هینډنبورګ بېرته عامه ژوند ته مخه کړه او د جرمني د وایمار جمهوریت دویم منتخب ولسمشر شو. په داسې حال کې چې شخصا ً نوموړی له هیټلر او نازي ګوند سره مخالف و؛ خو هغه د سیاسي بې ثباتۍ په برخه کې مهم رول درلود چې له امله یې نازي ګوند واک ته لار پیدا کړه. وروسته له هغه چې په ۱۹۳۲ زکال رایشتاګ (د جرمني د استازو جرګه/ټیټ پوړې جرګه) دوه ځله منحل شو، هنډنبورګ اړ شو څو د ۱۹۳۰ زکال په جنوري میاشت کې هیټلر د جرمني لومړی وزیر وټاکي ځکه نازي ګوند د نومبر میاشتې په ټاکنو کې ګڼې څوکۍ ترلاسه کړې وې. د رایشتاګ د سوزیدنې په غبرګون کې چې ویل کېدل ماریون وان در لوبه دا کار کړی و، د ۱۹۳۳ زکال په فبروري میاشت کې نوموړي د رایشتاګ د اور وژنې امر ورکړ او همدارنګه یې د ګڼ شمېر مدني آزادیو مخه ونیوله. وروسته په مارچ کې نوموړي د ۱۹۳۳ زکال د واکونو د تفویض قانون لاسلیک کړ چې نازي رژیم ته یې بېړنی واک ورکړ. راتلونکی کال د هنډنبورګ له مړینې وروسته، هیټلر وړاندې له دې چې ځان د هېواد رهبر او د جرمني وګړو رایش لومړی وزیر اعلان کړي؛ ولسمشریز دفتر یې د خپل لومړي وزارت له دفتر سره یوځای کړ او جرمني یې په یو زورواکي/توالیتر دولت بدل کړ.