ویلیم هاورډ ټافت
From Wikipedia, the free encyclopedia
ویلیم هاورډ ټافت (د۱۸۵۷ز کال د سپټمبر په ۱۵مه زېږېدلی او د ۱۹۳۰ز کال د مارچ په ۸مه مړ شوی) د متحده ایالاتو ۲۷م ولسمشر (۱۹۰۹ز کال نه تر ۱۹۱۳ز کال پورې) او لسم قاضي القضات (۱۹۲۱ز کال نه تر ۱۹۳۰ز کال پورې) تېر شوی. نوموړی یوازینی کس و، چې دواړه دندې یې ترسره کړې. ټافت، چې د تیوډور روزولټ ځایناستی و، په ۱۹۰۸ز کال کې ولسمشر وټاکل شو، خو په ۱۹۱۲ز کال کې یې د ووډرو ویلسون له خوا ماتې وخوړه. وروسته په ۱۹۲۱ز کال کې د ولسمشر وارین جي هارډینګ له لوري د قاضي القضات په توګه وټاکل شو، چې تر خپل مرګ یوه میاشت دمخه په دغه مقام پاتې شو.
ویلیم هاورډ ټافت | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | زړه نابری |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
ټافت په ۱۸۵۷ز کال کې د اوهایو ایالت په سنسناټي سیمه کې زېږېدلی و. پلار یې الفانسو ټافت د امریکا لوی څارنوال او د جګړې منشي و. ټافت د شلو کلونو په عمر و چې له وکالت وروسته قاضي وټاکل شو. هغه په خپل کاري ژوند کې په چټکۍ سره پرمختګ وکړ. د لوی څارنوال او د استیناف د محکمې قاضي په توګه یې دندې تر سره کړې او په ۱۹۰۱ز کال کې د ولسمشر ویلیم مک کینلي له خواد ملکي والي په توګه په فیلیپین کې وګومارل شو. په ۱۹۰۴ز کال کې د ولسمشر روزولټ له خوا د جګړې وزیراو ځایناستی وټاکل شو.که څه هم ټافت د قاضي القضات له چوکۍسره علاقه لرله، خو د متحده ایالاتو د سترې محکمې وړاندیز شوې مشري يې څو ځله رد کړه او په دې اند و، چې د هغه سیاسي کار ډېر اړین دی.
ټافت د روزولټ په مرسته د ۱۹۰۸ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې ویلیم جینینګ براین ته په اسانۍ سره ماتې ورکړه. هغه د اروپا په پرتله په ختیځه اسیا تمرکز درلود او په مکرر ډول یې د لاتینې امریکا حکومتونو د ملاتړ یا لرې کولو لپاره لاسوهنه کوله. ټافت د سوداګریزو تعرفو د کمولو په لټه کې و، چې د دولت د عوایدو لویه سرچینه وه. د هغه د ادارې پرمهال د جمهوري غوښتونکي ګوند محافظه کاره څانګه له لویو مخالفتونوسره مخامخ وه، چې ټافت ورسره خواخوږي درلوده.
د ټافت ادارې له خوا د محافظت او انحصار ضد ثبت شووقضیو په اړه شخړې د ټافت او روزولت د بېلتون لامل شوې. ټافت له ولسمشرۍ وروسته د پروفیسر په توګه، ییل ته ستون شو او خپلو سیاسي فعالیتونو ته یې دوام ورکړ او د یوې اتحادیې له لارې یې د جګړې پر وړاندې د سولې د پلي کولو لپاره کار کاوه. په ۱۹۲۱ز کال کې، ټافت د هارډینګ له خوا د قاضي القضات په توګه وګومارل شو، چې له اوږدې مودې راهیسې یې په لټه کې و. ټافت د قاضي القضات په توګه سوداګریزو چارو کې محافظه کار و او د هغه په وخت کې د انفرادي حقونو په برخه کې پرمختګونه شوي وو. هغه د ۱۹۳۰ز کال په فبروري کې د خرابې روغتیا له امله استعفا ورکړه او په راتلونکې میاشت کې مړ شو. هغه لومړی ولسمشر او د سترې محکمې لومړی قاضي و، چې په ارلینګټن ملي هدیره کې ښخ شو. ټافت په عمومي توګه د متحده ایالاتو د ولسمشرانو په ډلبندي کې د منځنۍ درجې ولسمشرانو له ډلې شمېرل کېږي.