ویلیم مک کینلي
From Wikipedia, the free encyclopedia
ویلیم مک کینلي (د ۱۸۴۳ز کال د جنورۍ په ۲۹مه زېږېدلی او د ۱۹۰۱ز کال د سپټمبر په ۱۴مه مړ شوی)له ۱۸۹۷ز کال نه تر ۱۹۰۱ز کال پورې د متحده ایالاتو د ۲۵م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. هغه د ۱۸۹۸ز کال د هسپانیا او امریکا جګړې په لړ کې ولسمشر و او د امریکا د صنعتونو د پیاوړتیا لپاره یې ګمرکي تعرفې زیاتې کړې، د وړیا سپینو زرو پراختیایي پولي سیاست یې رد کړ او ملت یې د سرو زرو په معیار کې وساته.
ویلیم مک کینلي | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | مرمۍ زخم |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
پوځي خدمت | |
جګړه/جګړې | د امریکا کورنۍ جګړه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
جمهوري غوښتونکی مک کینلي د امریکا د کورنیو جګړو وروستی ولسمشر و،هغه یوازینی کس و چې خپل خدمت یې د یو افسر په توګه پیل او د بریوټ میجر په توګه یې پای ته ورساوه. له جګړې وروسته، هغه د اوهایو ایالت په کانټون سیمه کې مېشت شو او له ایډا ساکسټن سره یې واده وکړ. په ۱۸۷۸ز کال کې مک کینلي کانګرس ته لاړ او د محافظتي تعرفو په اړه د جمهوري غوښتونکي ګوند کارپوه و ټاکل شو اوژمنه یې وکړه، چې اقتصادي سوکالي ته به کار کوي. مک کینلي په ۱۸۹۱زاو ۱۸۹۳ز کلونو کې د اوهایو د والي په توګه هم دنده ترسره کړې. د خپل نږدې سلاکار مارک هانا په مرسته، هغه په ۱۸۹۶ز کال کې د ژور اقتصادي ناورین په ترڅ کې د جمهوري غوښتونکو د ولسمشرۍ نوماندي وګټله او خپل دیموکراټ سیال ویلیم جینینګ براین ته یې ماتې ورکړه.
د مک کینلي د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا اقتصاد په چټکې سره وده وکړه، هغه د ۱۸۹۷ز کال د (Dingley) تعرفې لوړې کړې، ترڅو تولید کوونکي او د فابریکو کارګران له بهرني سیالۍ نه خوندي وساتي. همدارنګه په ۱۹۰۰ز کال کې یې د سرو زرو د معیار قانون تصویب کړ. هغه هیله درلوده، چې هسپانیه دې ته وهڅوي، تر څو یاغی کیوبا ته له جګړې پرته خپلواکي ورکړي، خو کله چې خبرې اترې ناکامې شوې ،مک کینلی له کانګرس نه د ۱۸۹۸ز کال د هسپانوي-امریکایي جګړې د پیل کولو د اعلامیې غوښتنه وکړه، چې د متحده ایالاتو بریا چټکه او پریکړه کوونکې وه. د سولې د هوکړې د یوې برخې په توګه هسپانیا له خپلو اصلي بهرنیومستعمرونه لکه د پورټوریکو، ګوام او فیلیپین نه دمتحده ایالاتو په ګټه تېر شو، کیوبا ته هم د خپلواکۍ ورکړې ژمنه شوې وه، خو هغه د متحده ایالاتو د پوځ تر کنټرول لاندې پاتې شوه. متحده ایالاتو په ۱۸۹۸ز کال کې د هاوایی خپلواک جمهوریت په ځان پورې ضمیمه کړ او د متحده ایالاتو برخه شوه.
تاریخپوهان د مک کینلي د ۱۸۹۶ز کال بریا د ریښتیني ټاکنو پایله ګڼي، چې په هغه کې له کورنۍ جګړې وروسته سیاسي کړکېچ د جمهوري غوښتونکو تر واک لاندې څلورم ګوند ته هم لاره هواره کړه او په دې ډول د پرمختګ دوره پیل شوه. مک کینلي د ۱۹۰۰ز کال ولسمشریزو ټاکنو کې د هغه کمپاین په ترڅ کې براین ته ماتې ورکړه، چې ډېر تمرکز یې په امپریالیزم، محافظت، او وړیا سپینو زرو و. د مک کینلي لاسته راوړنې هغه وخت نیمګړې پاتې شوې کله، چې هغه د ۱۹۰۱ز کال د سپټمبر په ۶مه د لیون کازولګوز له خوا چې پولنډي-امریکایي انارکیست و، په ډزو وویشتل شو. مک کینلي اته ورځې وروسته مړ شو او د هغه مرستیال ولسمشر تیوډور روزولټ د هغه ځایناستی وټاکل شو. د امریکا د اقتصادي لاسوهنې او د سوداګرۍ د نوښتګر په توګه، مک کینلي په عمومي توګه د اوسط نه پورته درجه بندي کېږي. د هغه شهرت ډېر ژر د روزولټ له خوا تر منفي اغېز لاندې راغی.