ویلیام ټامسون، د کلوین لومړی بارون
From Wikipedia, the free encyclopedia
د کلوین لومړی بارون، ویلیام ټامسون (زوکړه: د ۱۸۲۴ زکال د جون ۲۶ مه – مړینه: د ۱۹۰۷ زکال د ډسمبر ۱۷ مه) بریتانوي ریاضي پوه، فزیک پوه او انجینر و چې په بلفاسټ کې زېږېدلی. د ۵۳ کلونو لپاره د ګلاسکو پوهنتون د طبیعي فلسفې د ښوونکي په توګه نوموړي د برېښنا او د ترموډینامیک د لومړي او دویم قانون د ریاضیکي تحلیل او د فزیک له معاصرې بڼې سره یې د فزیک د نوې رامنځته شوې څانګې په یوځای کولو کې مهمې چارې ترسره کړې دي. نوموړي په ۱۸۸۳ زکال کې د سلطنتي ټولنې د کوپلي مډال ترلاسه کړ او له ۱۸۹۰ زکال څخه تر ۱۸۹۵ زکال پورې یې د یادې ټولنې مشري هم پر غاړه لرله. ټامسون لومړنی بریتانوي ساینس پوه و چې د بریتانیا مشرانو جرګې (House of Lords) ته یې لار ومونده. [2][3][4]
ویلیام ټامسون، د کلوین لومړی بارون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
استوګنځای | بلفاست |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي |
ګوند | لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) (۱۸۶۵–۱۸۸۶)[1] |
عملي ژوند | |
تعلیم | د کېمبرېج پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | پنځپوهنه ، ميخانيک ، ترمودینامیک |
لاسليک | |
سمول |
د کلوین د واحد په حساب د تودوخې مطلقه درجه هم د نوموړي په ویاړ نومول شوې. په داسې حال کې چې د نوموړي له هڅو وړاندې د تر ټولو سړې هوا (مطلق صفر درجې) شتون پیژندل شوی و، کلوین د هغو د سمې کچې د ټاکلو په موخه چې نږدې منفي ۲۷۳.۱۵ سانتي ګراد درجې یا منفي ۴۵۹.۶۷ فارنهایت درجې کېږي د هغو د توضیح په موخه کارول شوی. د ژول ټامسون اغېز (د ګازو او مایعاتو د تودوخې بدلون یا Joule–Thomson effect) هم د نوموړي په ویاړ د هغه په نوم نومول شوی.
نوموړي په خپلو ریاضیکي چارو کې له پروفیسور هیو بلک برن سره نږدې کار کاوه. نوموړي همدارنګه د برېښنايي تلګراف د مخترع او انجینر په توګه دنده ترسره کړه چې هغه یې عامه ډګر ته وړاندې کړ او په دې سره د نوموړي شتمني، شهرت او ویاړ تضمین شو. نوموړي په ۱۸۶۶ زکال کې د ترانس اتلانتیک د ټلګراف په پروژه کې د کار کولو له امله له ملکې ویکټوریا څخه د شوالیه (ښاغلي) لقب ترلاسه کړ او په دې سره ښاغلی ویلیام ټامسون شو. نوموړي له سمندریزو چارو سره ډېره لیوالتیا لرله له همدې امله د سمندري قطب نما په برخه کې د هغه هڅې ډېرې پام وړ وګرځېدې، ځکه چې وړاندې یې محدودیتونه لرل.
نوموړی په ۱۸۹۲زکال کې د ترموډینامیک په برخه کې د لاسته راوړنو او همدارنګه د ایرلنډ د خپلواکې ادارې له خوځښت سره د مخالفت له امله اشرافي وګڼل شو او د آیر ښارګوټي د لارګس، کلوین بارون شو. دغه عنوان د کلوین سیند ته نغوته کوله چې په هېل هېډ کې د ګلاسکو پوهنتون په ګلیمور هېل ودانۍ کې د هغه لابراتور ته څېرمه بهېده. په داسې حال کې چې د نړۍ ګڼ شمېر مخکښو پوهنتونونو ورته د ښو دندو وړاندیز وکړ، خو هغه ګلاسکو پرېنښود او په ۱۸۹۹ زکال کې د خپل تقاعد تر مهاله په دغه ځای کې پاتې شو. نوموړی د صنعتي څېړنو په برخه کې فعال و او له همدې امله د ۱۸۹۹ زکال په شاوخوا کې ایسټمن کودک ته په اړوند بریتانوي کودک لیمټېد شرکت کې د مدیره پلاوي د مشر د مرستیال په توګه وټاکل شو. نوموړی په ۱۹۰۴ زکال کې د ګلاسکو پوهنتون رئیس وټاکل شو. [5][6][7][8][9]
د لاګاس په ناترهال کې له سرو ډبرو څخه جوړ کور نوموړي ته اړوند و چې په ۱۸۷۰مه لسیزه کې یې جوړ کړی و او همالته ومړ. د نوموړي ډېری اثار د ګلاسکو پوهنتون په هانترین موزیم کې ساتل کېږي چې د هغه اصلي لیکنې، د هغه له خوا جوړ شوي توکي او همدارنګه د تنباکو د څکولو پایپ یې هم په کې شاملېږي.