ويلیم روفس کېنګ
From Wikipedia, the free encyclopedia
ويلیم روفس دیوین کېنګ (د ۱۷۸۶ ز کال، د اپریل له ۷ مې – د ۱۸۵۳ز کال د اپریل تر ۱۸مې پورې) یو امریکایی سیاستوال او ډیپلومات و او د ۱۸۵۳ ز کال د مارچ له څلورمې نه تر اپریل پورې تر خپلې مړینې د متحده ایالاتو دیارلسم مرستیال و لسمشر و. له دې وړاندې نوموړي د شمالي کرولاینا په استازیتوب، د متحده ایالاتو د استازو په مجلس کې او او د الاباما د سناتور په توګه دنده ترسره کړې وه. هغه د ولسمشر جیمز ناکس پولک تر مشرۍ لاندې د فرانسې په چارو کې د وزیر (سفیر) په توګه دنده پر مخ وړې وه.
ويلیم روفس کېنګ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | نری رنځ |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
طبی کیفیت | نری رنځ |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
نوموړی یو دیموکرات، اتحاد غوښتونکی و او د هغه هم عصر کسان هغه په اداري سیمو د وېش، غلامۍ او د لوېدیځ پر لور د پراختیا په موضوعاتو کې د یوه معتدل کس په توګه په ګوته کوي، چې د امریکا له کورنۍ جګړې سر یې مرسته وکړه. نوموړي د ۱۸۵۰ ز کال د سولې تړون په ترتیب کې ونډه واخسته. هغه د متحده ایالاتو یوازینی مرستیال ولسمشر دی چې په بهرنۍ خاوره کې یې لوړه ترسره کړې، ځکه چې د خراب روغتیایی حالت له امله د نوموړي د لوړې مراسم په کیوبا کې ترسره شول. نوموړی د نري رنځ له امله ۴۵ ورځې وروسته مړ شو او د ولسمشر درېیم مرستیال شو، چې د دندې پر مهال له نړۍ سترګې پټوي. یوازې جان ټایلر او انډریو جانسن، چې دواړه د ولسمشر ځایناستي شول، د نوموړي په پرتله لنډ مهاله دندې درلودې. کېنګ د الاباما په استازیتوب د متحده ایالاتو یوازینی مرستیال ولسمشر و. [1]