والټر روتر
From Wikipedia, the free encyclopedia
والټر فیلیپ ریوتر (سپتمبر ۱، ۱۹۰۷ ز– مۍ ۹، ۱۹۷۰ ز) د منظم کار امریکایی مشر او د مدني حقونو فعال و، چې د متحده اټوموبیل کارګرانو اتحادیه (UAW) يې د امریکا د تاریخ د کارګرانو په یوه تر ټولو مخکښو اتحادیو بدله کړه. هغه د کارګرانو خوځښتونه یوازې د ګټې د ځانګړو ډلو په سترګه نه کتل، بلکې هغه يې په ولسواکو ټولنو کې د ټولنیزعدالت او بشري حقونو د لوړاوي وسیلې ګڼلې. هغه د UAW له سرچینو او اغېز څخه د کارګرانو د حقونو، مدني حقونو، د ښځو حقونو، نړیوالې روغتیايي پاملرنې، عامه زده کړه، ارزانه کورونو، ژوندچاپېریالیزه څارنو او د نړۍ په هر ګوټ کې د هستوي وسلو د نه پراختیا اړوند غږ پورته کولو په موخه کار واخیست. هغه د سویډن په څېر د ټولنیزې ولسواکۍ او د سوله ییزې مدني سرغړونې له لارې د ټولنیز بدلون ملاتړ کاوه. هغه په ۱۹۵۵ز کال کې له جورج مینې سره یوځای د AFL-CIO بنسټ کېښود. هغه د ترور له دوو پېښو ژوندی وتلی دی، چې یوه پېښه هغه مهال رامنځته ته شوه، چې دی په پخلنځي کې و او له کړکۍ څه پرې د ۱۲- ډزه توپانچې ډزې وشوې. هغه د UAW څلورم او ترټولو د ډېر وخت لپاره مشر و، چې د ۱۹۴۶ز کال څخه نیولې، بیا په ز کال کې تر وفات کېدو پورې يې خدمت وکړ. [5][6][7][8][9][10]
والټر روتر | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | ۱ سپټمبر ۱۹۰۷[1][2][3][4] |
مړینه | 9 مې 1970 (63 کاله)[1][2][3] |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
روترد متقاعدینو او د هغوی د کورنۍ غړو په ګډون د پنځه میلیونه کارګرانو مشر و او د امریکا په دموکرات ګوند کې يې ډېر نفوذ درلود. د دویمې نړیوالې جګړې پرمهال، ولسمشر فرانکلین ډي روزویلټ به ډېر ځله له هغه روتر سره سلا مشوره کوله او هغه يې "خپل ځوان سورسری انجنیر" باله. هغه په ۱۹۶۰ز کال د جان اف کنیډي له خوا د ولسمشر مرستیال وټاکل شو. په ۱۹۶۱ز کال کې د خوګانو خلیج پېښې څخه وروسته، ولسمشر جان اف کنیډي کیوبا هېواد ته روتر واستاوه، تر څو د فیډل کاسټرو د زندانیانو د تبادلې خبرې اترې مخته یوسي. هغه د سولې ډلو (Peace Corps) د جوړولو مخکښ مشر و او په ترتیب سره يې، په ۱۹۶۴ز کال کې د مدني حقونو قانون، په ۱۹۶۵ز کال کې د رایې د حقونو قانون او د زړو خلکو د روغتیاپالنې بیمې او د بېوزلو خلکو د روغتیا بیمې او د وړ(مناسب) هستوګنځي قانون څخه د ملاتړ سرلاری و. [11][12][13][14][15][16][17][18][19][20][21][22][23]
هغه په ۱۹۶۴ ز او ۱۹۶۵ ز کې په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر لینډن جانسن سره هره اوونۍ ناستې درلودې او د بېوزلې پر وړاندې د مبارزې د سترې ټولنې پر پالیسیو او قانون جوړونې يې بحث کاوه. د جمهوريت غوښتونکو ګوند د روتر پر وړاندې یې له احتیاط څخه کار اخیست او ان د ولسمشرۍ نوماند ریچارډ نیکسن د ۱۹۶۰ز کال د ټاکنو په بهیر کې، د جان اف کینډي په اړه ویلی و چې: "زما په فکر د یوه ملت لپاره دا ډېره د زیان خبره ده، چې ولسمشر يې ټاکنې وګټي او په پایله کې د والټر روتر په څېر د یوه سیاسي مشر اسیر واوسي." محافظه کار سیاستوال باری ګولډواټر په ډاګه کړه چې: "[روتر] زموږ د هېواد لپاره د سپوتنیک او یا د شوروي اتحاد له هر څه څخه خطرناک و. په ۱۹۵۵ز کال کې د پولیتزر جایزې ګټونکی تاریخپوه کشر آرتور شلیسینګر لیکي: "والټر پي روتر، د UAW فوق العاده وړ او ذهین مشر به په راتلونکې یوه لسیزه کې د امریکايي سیاست تر ټولو پیاوړی سړی وي."[24][25][26][27]
د کشر مارتین لوترکینګ او د مدني حقونو خوځښت پياوړي متحد روتر له کینګ سره یوځای په ډيترویت، سېلما، برمنګهم، مونتوګومیري او جکسون کې لاریونونه راواېستل. کله چې کینګ او د ماشومانو په ګډون نور خلک د الاباما آیالت په برمنګهم سیمه کې زنداني شول او کینګ د برمنګهم زندان څخه خلک نامتو لیک ولیکه، روتر د لاریون کوونکو د ژغورنې لپاره ۱۶۰۰۰۰ امریکايي ډالره راټول کړل. هغه د ۱۹۶۳ز کال د اګسټ میاشتې په ۲۸مه نېټه، پر واشنګټن د لاریون په تنظیم او تمویل کې مرسته وکړه او د لینکلن یادڅلي په پوړیو کې يې لږ مخکې له هغه وینا وکړه چې، کینګ به نېشنل مال کې د "زه یو خوب لرم" په نامه خپله تاریخي وینا وړاندې کړي. د سزار چاوېز او د یوناینټيډ فارم کارګرانو اتحاديې د ملاتړي په توګه، هغه له رابرټ اف کنیډي څخه وغوښتل چې، د چاوېز لیدو ته ورشي او ملاتړ یې وکړي. هغه د رنګینو وګړو د پرمختګ لپاره د ملي انجمن (NAACP) د رئیسانو په بورډ کې خدمت وکړ او د دموکراټیک عمل لپاره د امریکایانو ټولنې یو له بنسټګرو څخه و. د مادام العمره ژوندچاپېریال پال (environmentalist) په توګه، روتر د ۱۹۷۰ز کال د اپریل میاشتې په ۲۲مه نېټه د ځمکې نړیوالې ورځې د لومړنی نمانځغونډې په تمویل او تنظیم کې مهم رول ولوباوه. [28][29][30][31][32][33][34][35][36][37][38][39]
د ځمکې نړیوالې ورځې د اصلي ملي تنظیمونکی ډېنیس هېس په وینا: " د ځمکې نړیوالې ورځې لومړنۍ نمانځغونډه، د UAW پرته نه کامیابېده."
روتر ته په ۱۹۵۵ز کال کې د هغه تر مړینې وروسته، د ولسمشر بېل کلنټن له خوا د ولسمشرۍ د آزادۍ مډال ورکړل شو. په دې مراسمو کې ولسمشر بېل کلېنټن وویل: "والټر روتر د خپل وخت څخه ډېر وړاندې فکرکوونکی او یو دوراندېش امریکایی و چې ۲۵ کاله وړاندې وفات شو، زموږ ولس تر اوسه د هغه خوبونه په رښتیا بدل کړي نه دي." روتر د ټایم( مجلې) له خوا د شلمې پېړۍ د یو له ۱۰۰ اغېزمنو خلکو په توګه وپېژندل شو. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د کار د برخې اېډېټر اې اېچ راسکین داسې ولیکل: "که د یوه سړي د مغز چټکتیا، د هغه د پښو له سرعت سره یو شان وای، والټر روتر به د المپیک اتل و." د مشیګان آیالت والي جورج رامنې یوځل وویل: "والټر روتر د ډیټرویت تر ټولو خطرناک سړی و، ځکه هېچا دومره مهارت نه درلود، چې د ټولنې د شته بڼې له ګډوډلو پرته انقلاب رامنځته کړي." [40][41][42][43][44][45]