وارن ګامالیل هارډینګ
From Wikipedia, the free encyclopedia
وارن ګامالیل هارډینګ (د ۱۸۶۵ز کال د نومبر په۲مه زېږېدلی او د ۱۹۲۳ز کال د اګسټ په دويمه مړشوی) له۱۹۲۱ز کال نه تر ۱۹۲۹ز کال پورې د متحده ایالاتو د ۲۹م ولسمشر په توګه دنده ترسره کړې. هغه د جمهوري غوښتونکي ګوند غړی او د متحده ایالاتو یو له نامتو ولسمشرانو نه و. د هارډینګ له مړینې وروسته په هغه پورې تړلې یو لړ رسوايانې: لکه: (Teapot Dome) پېښه او له نان بریټن سره د هغه نامشروع اړیکې، افشا شوې چې په امریکایي ټولنه کې یې د هغه حیثیت ته تاوان ورساوه.
وارن ګامالیل هارډینګ | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
قد | 6 فوټ |
ګوند | جمهوري غوښتونکی ګوند (متحده ایالات) |
واک | |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
هارډینګ خپل ټول ژوند د اوهایو په کلیوالي سیمو کې تېر کړ او له ۱۹۰۰ز کال نه تر ۱۹۰۴ز کال پورې د اوهایو ایالت په سنا کې د سناتور په توګه او د دوو کلونو لپاره یې د لیفټیننټ والي په توګه دنده تر سره کړه. هارډینګ په ۱۹۱۴ز کال کې د متحده ایالاتو مشرانو جرګې ته وټاکل شو او په ۱۹۲۰ز کال کې د ولسمشرۍ لپاره د جمهوري غوښتونکوپه استازولۍ نوماند شواو ژمنه یې وکړه، چې د نړیوالې جګړې نه مخکې دوره به نورمال حالت ته راستنه کړي. د ټاکنو په ترڅ کې هارډینګ د ډیموکراټ ګوند نوماند جیمس ایم کاکس نه په لوی توپیر دغه ټاکنې وګټلې او لومړی سناتور شو چې ولسمشرۍ ټاکنې ګټي.
هارډینګ په خپله کابینه کې یو شمېر درنو شخصیتونو ته، لکه: د مالیې وزارت لپاره انډریو میلون، سوداګرۍ وزارت لپاره هربرټ هوور او بهرنیو چارو وزارت لپاره چارلس ایوانس هیوز ته ځایونه ورکړل. د هارډینګ د بهرنۍ تګلارې یوه لویه لاسته راوړنه له۱۹۲۱ز کال نه تر ۱۹۲۲ز کال پورې د واشنګټن سمندري کنفرانس و، چې په ترڅ کې یې د نړۍ لویو سمندري ځواکونو د سمندري محدودیتونو په پروګرام موافقه وکړه، چې یوه لسیزه یې دوام وکړ. نوموړي ټول هغه سیاسي بندیان خوشې کړل، چې له نړیوالې جګړې سره د مخالفت په تور نیول شوي وو.
د هارډینګ د کورنیو چارو وزیر، البرټ بي فال او د هغه لوی څارنوال هیري داګورټي وروسته د فساد په تور محاکمه شول، چې فال تورن وګڼل شو او داګرټي ته برأت ورکړل شو. دې او نورو دسیسو د هارډینګ له مړینې وروسته د هغه شهرت ته ډېر زیان ورساوه. هغه په عمومي توګه د متحده ایالاتو په تاریخ کې یو له بدو ولسمشرانو نه شمېرل کېږي. هارډینګ لوېدیځ سان فرانسیسکو ته د سفر په وخت کې د زړه د حملې له امله مړ شو او مرستیال ولسمشر کالوین کولیج یې ځایناستی وټاکل شو.