هېنري واډسورت لانګفیلو
From Wikipedia, the free encyclopedia
هېنري واډسورت لانګفیلو (زېږون د ۱۸۰۷ د فبروري ۲۷م - مړینه د ۱۸۸۲ کال د مارچ ۲۴مه) یو امریکایی شاعر او روزونکی و چې "پاول رېورېز رايډ" ، د هېواتا سندره او ايوانجلین د هغه له اثارو څخه وو. هغه لومړنی امریکایی و چې د ډانټ علیګېري کامیډي يې وژباړه او د نیوانګلنډ د اور تر څنګ (fireside poets)څخه و.
هېنري واډسورت لانګفیلو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
استوګنځای | مین |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات [1] |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
کار ورکوونکی | هروارد پوهنتون |
مؤثر | دانتې الیګيري ، چارلېز ډيکېنز |
تحریک | Romanticism |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې | |
سمول |
لانګفیلو د پورټلنډ په مېن کې چې هغه مهال د ماساچوسېټ برخه وه، زېږېدلی. هغه په باوډېن کالج کې زده کړې وکړې او په اروپا کې تر یوې مودې ژوند کولو وروسته په باوډن او ورپسې په هاوارډ پوهنتون کې استاد شو. د هغه لومړنۍ لویې شعري ټولګې د شپې غږونه (چې په ۱۸۳۹ کال کې خپره شوه) قصیدې او نور شعرونه (۱۸۴۱ کال) دي. هغه په ۱۸۵۴ کال کې له تدریس څخه تقاعد شو تر څو په خپلو لیکنو تمرکز وکړي او خپل پاتې عمر یې د ماساچوسېټ په کمبرېج کې د جورج واشنګټن په انقلابي جګړه کې تېر کړ. د هغه لومړۍ مېرمنه ماري پاټر په ۱۸۳۵ کال کې د یو ماشوم تر سقط/ لرې کولو وروسته ومړه. د هغه دویمه مېرمن فرانسېس اپلېټون په ۱۸۶۱ کال کې کله چې په اورلګېدنه کې د هغې کمیس اور واخیست ومړه. لانګفیلو د هغې تر مړینې وروسته د یوې مودې لپاره له شعر لیکلو سره ستونزه لرله او له بهرنیو ژبو څخه يې د اثارو پر ژباړه تمرکز درلود. لانګفیلو په ۱۸۸۲ کال کې ومړ.
لانګفولو ډېر غزلونه ولیکل چې د موسیقیت او تر ډېره د نکلي او افسانوي داستانونو د وړاندې کولو له امله پېژندل شوي وو. هغه د خپل وخت تر ټولو وتلی امریکایي شاعر و او له هېواده بهر یې هم لاسته راوړنې لرلې. له اروپایي سبک څخه د تقلید او ډېرو احساساتي شعرونه د ویلو له امله پر هغه نيوکه شوې.