هډپوهنه
From Wikipedia, the free encyclopedia
هډپوهنه (په انگرېزي: Osteology) د هډوکو ساينسي زده کړه ده. دا زده کړه د وگړپوهنې (په امريکا کې) او لرغونپوهنې (په اروپا کې) د زده کړو يوه وړه څانگه هم جوړوي. هډپوهنه د هډونو، هډوانيزو توکو، د غاښونو د جوړښت، مورفولوژۍ، کړنو، د ناروغيو، رنځپوهنې، د هډجوړېدنې د بهير (له کرپندوکي نه)، د هډوکو د کلکوالي او غښتلتيا، او همدا راز هډوکو ته اړونده د نورو موضوعگانو د زده کړې يو بشپړ ډگر دی. په ورځيني ژوند کې دا پوهه د ساينسپوهانو لخوا په انساني پاتې شونو کې د عمر، مړينې، د جنس، ودې برار او بيالوژيکي پرمختگ په څرک لگولو کې کارېږي.