هيلير بېلاک
From Wikipedia, the free encyclopedia
جوزف هيلير پېري ريني بېلاک “Joseph Hilaire Pierre René Belloc” ( ؛ فرانسوي: ؛ ۱۸۷۰ جولای ۲۷ – ۱۹۵۳ ز کال د جولای ۱۶) د ۲۰ پېړۍ د لومړيو يو فرانسوي الاصله انګریز ليکوال او تاريخپوه و. بېلاک يو وياند، شاعر، ماڼو، طنز ليکونکی، د ليکونو ليکوال، پوځي او سياسي فعال هم و. د نوموړي کاتوليک عقيدې د هغه پر کارونو باندې پياوړی اغېز درلود. [1]
هيلير بېلاک | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | |
ګوند | لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) |
عملي ژوند | |
استاد | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | |
مؤثر | جان هنري نيومن ، جي کی چيسترتون |
لاسليک | |
سمول |
بېلاک ته په ۱۹۰۲ زکال کې برتانوي تابعيت ورکړای شو، په داسې حال کې چې خپل فرانسوي تابعيت يې ټينګ وساته. نوموړي د اکسفورډ اتحاديې (Oxford Union) د رئيس او وروسته له ۱۹۰۶ څخه تر ۱۹۱۰ ز کال پورې Salford South لپاره د پارلمان د غړي (MP) په توګه خدمت وکړ. بېلاک د يو شمېر اوږدو مهالو دښمنيو پر مخ وړلو سره د يادونې وړ جګړه مار و. [2]
د هغه ليکنو مذهبي شعر او کوچنيانو لپاره خندوونکی شعر راونغاړل. د نوموړي په پراخ ډول پلورل شوي کتاب (ماشومانو لپاره د پاملرنې کيسې:Cautionary Tales for Children ) کې د Jim کيسه بيان کړه، چې له خپلې نرسې څخه لرې وتښتېد او لېوه وخوړ. همدا راز په کې د Matilda کيسه بيانېږي، چې دروغ يې وويل او په اور ووژل شو. بېلاک تاريخي ژوندليکونه او د «روم ته لار» (۱۹۰۲ز کال په ګډون يو شمېر يون ليکونه وليکل. نوموړي په ځينو کارونو يا کتابونو کې له جي کی چيسټرټون (G. K. Chesterton) سره هم مرسته وکړه. [3][4][5][6][7]