هنري کمپبل-بنرمن
From Wikipedia, the free encyclopedia
ښاغلی هنري کمپبل بنرمن، د استحمام اتلولي (Knight of the Bath) د نښان درلودونکی اود بریتانیا د ځانګړې شورا غړی (Privy Council) (اصلي نوم یې کمپبل دی، د ۱۸۳۶ ز کال د سپټمبر له ۷ مې - د ۱۹۰۸ز کال د اپرل تر ۲۲مې) یو بریتانوی سیاست پوه او لېبرال سیاستوال و. نوموړي له ۱۹۰۵ز کال نه تر ۱۹۰۸ ز کال پورې د بریتانیا د لومړي وزیر او له ۱۸۹۹ ز کال نه تر ۱۹۰۸ ز کال پورې د لېبرال ګوند د مشر په توګه خدمت وکړ. هغه د ګلډستون او روزبري په کابینو کې هم دوه ځله د جګړې په چارو کې د دولت د وزیر په توګه دنده ترسره کړې ده. هغه د خزانې د کمیسیون مشر و چې رسماً "لومړی وزیر" بلل کېږي، دې اصطلاح د هغه د ریاست تر اخیستو یوازې پنځه ورځې وروسته رسمي کارونه ترلاسه کړه. نوموړی تر دې دمه یوازینی کس دی چې په ورته وخت کې هم لومړي وزیر و او هم یې د مجلس د بابا لقب ترلاسه کړ او وروستی لېبرال مشر دی، چې د بریتانیا پارلماني اکثریت یې خپل کړی دی.
هنري کمپبل-بنرمن | |||||||
---|---|---|---|---|---|---|---|
د شخص معلومات | |||||||
پيدايښت | |||||||
مړینه | |||||||
استوګنځای | ګلاسګو | ||||||
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي [1][2][3] | ||||||
ګوند | لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) | ||||||
واک | |||||||
د برېتانیې لومړی وزیر | |||||||
د واکمنۍ دوران ۵ ډيسمبر ۱۹۰۵ – ۳ اپرېل ۱۹۰۸ | |||||||
| |||||||
عملي ژوند | |||||||
کار/مسلک | |||||||
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه | ||||||
لاسليک | |||||||
ويبپاڼه | |||||||
مخ پر IMDB باندې | |||||||
سمول |
نوموړی چې په عامه ژبه کې په CB مشهور و، په آزاده سوداګرۍ، د آیرلنډ په کورواکي او د ټولنیزو شرایطو په ښه والي کې، لکه :د کاري ساعتونو په کموالي کلک باور درلود. اې.جې.اې مورس د اکسفورد قاموس په ملي ژوند لیک کې هغه د "برېتانیا لومړی او یوازینی سخت درېځه لومړی وزیر" بللی. کمپبل-بنرمن د ۱۹۰۰ ز کال په ټولټاکنو کې له ماتې نه وروسته، د ۱۹۰۶ ز کال په ټولټاکنو کې د محافظه کار ګوند په وړاندې لببرال ګوند ته لویه بریا ور په برخه کړه؛ دا وروستۍ ټاکنې وې چې لېبرالانو په ولسي جرګه کې لوی اکثریت خپل کړ. هغه حکومت چې وروسته یې نوموړي مشري وکړه، داسې قانون تصویب کړ، ترڅو ډاډه اوسي چې سوداګریزې ټولنې د کاربندیز پرمهال د اوښتو زیانونو لپاره مسئول نه شي ګڼل کېدای، د ټولو ماشومانو لپاره یې د ښوونځي وړیا خواړه وړاندې کړل او ځایي چارواکو ته یې واک ورکړ، چې د شخصي ځمکو له څښتنو نه کرهنیزه ځمکه واخلي. کمپبل بینرمن د ۱۹۰۸ ز کال په اپریل میاشت کې د ناروغۍ له امله د لومړي وزیر د چوکۍ نه ځان ګوښه کړ او د خزانې وزیر اچ.اچ. اسکویث یې پرځای وټاکل شو. هغه ۱۹ ورځې وروسته مړ شو؛ یوازینی لومړی وزیر و چې په رسمي هستوګنځي داونینګ واټ ۱۰ کې یې له نړی سترګې پټې کړې. [4][5][6]