هنري ډېوېډ تورو
From Wikipedia, the free encyclopedia
هنري ډېوېډ تورو - Henry David Thoreau (۱۸۱۷م د جولای ۱۲مه – ۱۸۶۲م د مې ۶مه) یو امریکایی طبیعتپوه، مقاله لیکوال، شاعر او فیلسوف و. د یوه مخکښ ماوراء الطبیعه فلسفي (transcendentalist) په توګه، هغه د خپل کتاب والډن (Walden) – په ځنګله کې ژوند – له کبله خورا مشهور شوی، چې په طبیعي چاپېریال کې د ساده ژوند یو انځور وړاندې کوي؛ او همدا راز د خپلې یوې مقالې "مدني نافرمانۍ" له کبله مشهور دی (چې د "مدني حکومت پروړاندې مقاومت" تر عنوان لاندې خپره شوې) او د یوه ناعادلانه دولت د نافرمانۍ په اړه استدلال پکې شوی دی.[2][3]
هنري ډېوېډ تورو | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
د مړینې لامل | نری رنځ |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
طبی کیفیت | نری رنځ |
عملي ژوند | |
تعلیم | هروارد پوهنتون |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
د کړنې څانګه | اخلاق ، سياسي فلسفه ، د مذهب فلسفه ، پېښليک |
مؤثر | رالف والډو ایمرسن ، كلبيان ، ارستو ، هومر ، چارلس ډاروین ، توماس کارلایل ، الكساندر هومبولدت |
تحریک | لوېديځه فلسفه |
لاسليک | |
ويبپاڼه | |
مخ پر IMDB باندې[1] | |
سمول |
د تورو کتابونه، مقالې، مجلې او شعري ټولګې تر ۲۰ ټوکه اوړي. د هغه له تلپاتې اثارو څخه د طبیعي تاریخ او فلسفې په اړه د هغه لیکنې دي، چې نوموړي پکې د ایکولوژي یا چاپېریال پوهنې او چاپېریالي تاریخ د مېتودونو او موندنو اټکل کړی او په اوسني وخت کې د چاپېریالېزم دوې مهمې سرچینې ګڼل کېږي. د هغه ادبي سټایل د طبیعت نږدې مشاهده، شخصي تجربه، کنایهامیز بیانات، سمبولیکې معناوې او تاریخي افسانې او روایات رانغاړي، او په ورته وخت کې شاعرانه حساسیت، فلسفي سختدریځي او عملي توضیحاتو او جزئیاتو ته د پاملرنې ښودنه کوي. نوموړي همدا راز د دښمنو عناصرو، تاریخي بدلون، او طبیعي زوال پر وړاندې د ژوندي پاتې کېدو له مفکورې سره ژوره علاقه لرله. نوموړی د ژوند د ریښتینو او اړینو اړتیاوو د موندلو لپاره د اسراف او وهم پرېښودلو غوښتونکی و.[4]
ډېوېډ تورو د تل لپاره د غلامۍ له منځه وړلو غوښتونکی و او داسې لیکچرونه یې وړاندې کول چې د تښتېدلو غلامانو پر قانون سختې نیوکې پکې کېدې. نوموړي د وینډیل فیلیپس لیکنې ستایلې او د غلامۍ د لغوه کولو پلوي جان براون دفاع یې کوله. د مدني نافرمانۍ په اړه د تورو فلسفې وروسته د لیو تولستوی، مهاتما ګاندي او مارټین لوتر کینګ جونیر په څېر مشهورو او مخکښو شخصیتونو پر سیاسي افکارو او کړو وړو ژورې اغېزې وکړې.[5]
تورو ځینې وختونه د انارشیست په توګه هم پېژندل کېږي. په "مدني نافرمانۍ" مقاله کې، تورو لیکي: «زه د زړه له تله دا شعار منم، چې –"هغه حکومت غوره دی چې لږ حکومت کوي"؛ او زه غواړم ووینم چې په چټکۍ او سیستماتیک ډول همداسې وشي. او دا بالاخره دې ته رسېږي چې زه هم په دې باور یم، چې –"هغه حکومت غوره دی چې له سره حکومت نه کوي"؛ او کله چې خلک ورته چمتو شي، نو دا به هغه ډول حکومت وي چې دوی به یې ولري. ... زه له یوه سره د حکومت د له منځه تللو غوښتونکی نه یم، بلکې د یوه غوره حکومت غوښتنه کوم.»[6][7][8]