هنري جان ټمپل، دریم ویسکانټ پالمرسټون
From Wikipedia, the free encyclopedia
هنري جان ټمپل، دریم ویسکانټ پالمرسټون (زوکړه: د ۱۷۸۴ زکال د اکتوبر ۲۰ مه – مړینه: د ۱۸۶۵ زکال د اکتوبر ۱۸ مه) بریتانوي سیاستوال و چې د ۱۹ مې پېړۍ په نیمايي کې یې دوه ځله د بریتانیا د لومړي وزیر په توګه دنده ترسره کړه. پالمرسټون له ۱۸۳۰ زکال څخه تر ۱۸۶۵ زکال پورې هغه مهال چې د بریتانیا سترواکي په خپل اوج کې وه د بریتانیا په بهرني سیاست واک درلود. نوموړي تر ډېره پورې په دوامداره توګه له ۱۸۰۷ زکال څخه په ۱۸۶۵ زکال کې د خپلې مړینې تر مهاله دولتي دندې لرلې. نوموړي خپل پارلماني فعالیت د ټروی محافظه کار ګوند د غړي په توګه پیل کړ او په ۱۸۳۰ زکال کې له وېګانو سره مل شو چې بیا په ۱۸۵۹ زکال کې د نوي رامنځته شوي لیبرال ګوند له اړخه د دغه ګوند لومړنی، لومړی وزیر شو. نوموړي د بریتانیا د وګړو ترمنځ ډېر محبوبیت درلود. ډېویډ براون استدلال کوي چې «د پالمرسټون محبوبیت د هغه تحرک او ځواک ته اړوند و».[1]
هنري جان ټمپل، دریم ویسکانټ پالمرسټون | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د بریتانیا او آیرلنډ متحده پاچاهي
د لویې بریتانیا پاچاهي (–۱ جنوري ۱۸۰۱) |
ګوند | لیبرال ګوند (لویه بریتانیا) (۱۸۵۹–) |
واک | |
عملي ژوند | |
تعلیم | د کېمبرېج پوهنتون |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
هنري ټمپل په ۱۸۰۲ زکال کې د دریم ویسکانټ پالمرسټون په توګه د خپل پلار د ایرلنډي اشرافي سیالانو (چې هغه ته یې په مشرانو جرګه کې د یوې څوکۍ حق نه ورکاوه او هغه یې د عوامو په جرګه کې د ګډون په شرایطو برابر باله) ځایګی ونیو. نوموړی په ۱۸۰۷ زکال کې د ټروی محافظه کار ګوند له اړخه د پارلمان غړی شو. له ۱۸۰۹ زکال څخه یې تر ۱۸۲۸ زکال پورې د جګړې د وزیر په توګه خدمت وکړ او د پوځ مالي چارې یې مدیریت کړې. نوموړي د لومړي ځل لپاره هغه مهال چې جورج کانینګ لومړي وزارت ته ورسېد، کابینې ته لار ومونده خو د نورو کانینګیتانو په څېر هغه هم یوه کال وروسته له خپلې څوکۍ استعفا ورکړه. نوموړي له ۱۸۳۰- ۱۸۳۴ زکال، ۱۸۳۵- ۱۸۴۱ زکال او له ۱۸۴۶ زکال څخه تر ۱۸۵۱ زکال پورې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خدمت وکړ. پالمرسټون په دغه ځایګي باندې د کار کولو پر مهال په اروپا کې یو شمېر شخړو ته موثرې حل لارې وموندې.
په ۱۸۵۲ زکال کې آبردین (جورج همیلټون – ګوردون) یو ائتلافي حکومت جوړ کړ. پیلیتیانو ټینګار درلود چې جان راسل د بهرنیو چارو وزیر شي او پالمرسټون یې اړ کړ د کورنیو چارو وزارت مسئولیت پر غاړه واخلي. پالمرسټون د کورنیو چارو د وزیر په توګه په بېلابېلو برخو کې ټولنیز اصلاحات عملي کړل، په داسې حال چې له انتخاباتي اصلاحاتو سره مخالف و. هغه مهال چې په ۱۸۵۵ زکال کې د کریمه د جګړې د مدیریت د څرنګوالي پر سر د آبردین ائتلاف وپاشل شو، پالمرسټون یوازنی کس و چې پارلمان یې یو موټی وساته او لومړی وزیر شو. نوموړي دوه ځله له ۱۸۵۵ تر ۱۸۵۸ زکال او له ۱۸۵۹ زکال څخه تر ۱۸۶۵ زکال پورې د لومړي وزیر په توګه خدمت وکړ؛ د اتیا کلنۍ په عمر له خپلې مړینې یوازې څو میاشتې وړاندې هغه په عمومي ټاکنو کې اکثریت رایې خپلې کړې وې او لومړی بریتانوي لومړی وزیر و چې د دندې پر مهال ومړ.
پالمرسټون د بریتانوي ملت پالنې په تحریک کولو سره په ماهرانه توګه عمومي افکار په خپل کنټرول کې راوستل. په داسې حال کې چې ملکې ویکټوریا او ډېری سیاسي مشرانو ورباندې باور نه درلود خو مطبوعات او وګړي ورسره و. دا ادعا کېږي چې پالمرسټون له شخصي اړیکو ناوړه ګټنه کوله او همدارنګه یې د بهرني سیاست په برخه کې د ملکې د سلطنتي واک اړوند دوامداره اختلافات لرل.[2]
تاریخ پوهان پالمرسټون د لویو کړکیچونو د مدیریت، د قواوو د توزان (چې په بریتانیا کې یې د ګڼ شمېر کړکېچونو عامل جوړاوه) په برخه کې د ژمنتیا، تحلیلي وړتیاوو او د بریتانیا ملي ګټو ته د ژمنتیا له امله یو له پام وړ بهرنیو چارو وزیرانو څخه ګڼل کېږي. له هند، چین، ایټالیا، بلجیم او هسپانیا سره د اړیکو اړوند د هغه سیاستونو د بریتانیا لپاره په اوږد مهال کې ګټمنې پایلې لرلې. دا په دې معنی نه ده چې پالمرسټون په بشپړ ډول کومه ستونزه نه لرله. د تریاکو د جګړو پر مهال د پالمرسټون اداره د یو شمېر نورو مخکښو چارواکو لکه ویلیام ایوارت ګلېډسټون له خوا تر نیوکو لاندې راغله. په پیل کې د هند د نیولو پایلې د بریتانیا (توکو او سروزرو ته د لاسرسي په معنی) او هند (د زیربناو او تل پاتې قضایي سیسټم د پراختیا په معنی) لپاره ګټمنې وبلل شوې، خو دغه لیدلوري د یو شمېر نور کسانو له خوا له نیوکو سره مخ شول. هغه فشار چې د یو لرې پراته ملت د حاکمیت له امله د هند پر سر راغی او همدارنګه د بریتانیا پر دولت چې په سمه توګه د حکومت کولو له امله د هغو په څو نسله چارواکو راتله، په پایله کې د حد اقل انسجام په لرلو د دولت د جوړېدو لامل وګرځېد. د فرانسې، عثماني سترواکۍ او امریکا پر وړاندې د هغه د سیاستونو پایلې ژر بدلېدونکې ښوول شوې. [3][4]