هنري اګارد والس
د امریکا متحده آیالاتو ولس مشر (د ۱۹۴۱ تر ۱۹۴۵) / From Wikipedia, the free encyclopedia
هنري اګارد والس (د ۱۸۸۸ کال د اکتوبر له ۱۸ نه د ۱۹۶۵ ز کال د نومبر تر ۱۸ پورې) یو امریکايي سیاستوال، خبریال، بزګر او سوداګر و چې د متحده ایالاتو د درې دېرشم مرستیال ولسمشر په توګه، د کرنې د یوولسم وزیر او د سوداګرۍ د لسم وزیر په توګه یې دندې ترسره کړې ده. نوموړی د ۱۹۴۸ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې د پرمختګ غوښتونکي ګوند نوماند و.
هنري اګارد والس | |
---|---|
د شخص معلومات | |
زیږون نوم | |
پيدايښت | |
مړینه | |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
ګوند | ديموکراتيک ګوند |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
مورنۍ ژبه | انګليسي ژبه |
کاروونکي ژبه(ي) | |
لاسليک | |
سمول |
نوموړی د هنري سي والس، چې له ۱۹۲۱ نه تر ۱۹۲۴ ز پورې یې د امریکا د کرنې د وزیر په توګه دنده ترسره کړه، مشر زوی و او په ۱۸۸۸ ز کال کې د ایوا ایالت په اډیر ولسوالۍ کې نړۍ ته سترګې خلاصې کړې. هغه په ۱۹۱۰ ز کال کې د ایوا ایالت له پوهنتون نه له فراغت وروسته، د والس بزګرانو (Wallaces' Farmer) تر نامه لاندې د خپلې کورنۍ د کروندې د ژورنال لپاره د لیکوال او مسئول مدیر په توګه کار کاوه. هغه د های برېد کارن شرکت، چې د جوارو د اصلاح په برخه کې یې کار کاوه، بنسټ کېښود چې پراخ بریالیتوبونه یې له ځانه سره درلودل. والس د احصایې او اقتصاد په ګډون په بېلابېلو موضوعاتو کې فکري وړتیا وښودله او د عرفان په ګډون یې ډول ډول دیني او روحاني خوځښتونه و سپېړل. والس په ۱۹۲۴ ز کال کې د خپل پلار له مړینې وروسته، له جمهوري غوښتونکي ګوند نه لرې شو. د ۱۹۳۲ ز کال په ولسمشریزو ټاکنو کې نوموړي د ډیموکراټیک نوماند فرانکلین ډي روزولت نه ملاتړ وکړ.
نوموړي د روزولت تر مشرۍ لاندې له ۱۹۳۳ نه تر ۱۹۴۰ ز پورې د کرنې د وزیر په توګه دنده ترسره کړه. هغه د روزویلت د نیو ډیل (نویو سمونونو) نه په کلکه ملاتړ وکړ او د کرنې په فدرالي سیاست کې یې د لوی بدلون مشري وکړه او د هغه ګامونو د پلي کولو لپاره یې کار وکړ چې په کرنه کې ډېرښت (مازاد) را کم کړي او د کلیوالي بېوزلۍ کچه را ټيټه کړي. په دیموکراتیک ګوند کې د محافظه کاره مشرانو د لوی مخالفت تر څنګ، والس د ۱۹۴۰ ز کال په ډیموکراتیک ولسي کنوانسیون کې د مرستیال ولسمشر لپاره نوماند شو. د روزولت او والس ډلې د ۱۹۴۰ ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د دویمې نړیوالې جګړې نه وړاندې او په اوږدو کې، والس د روزولت په اداره کې ارزښتناکه ونډه و لوبوله. د محافظه کار ګوند مشرانو د ۱۹۴۴ ز کال په دیموکراتیک ولسي کنوانسیون کې، د والس وړاندیز و نه مانه او د هغه په ځای يې هیري ایس ترومن مخ ته کړ. د روزولت-ترومن ټکټ د ۱۹۴۴ ز کال ولسمشریزې ټاکنې وګټلې او د ۱۹۴۵ ز کال په پیل کې روزولت والس د سوداګرۍ وزیر په توګه وټاکه.
د ۱۹۴۵ ز کال د اپریل په میاشت کې روزولت له نړۍ سترګې پټې کړې او ټرومن د هغه ځای ناستی ولسمشر شو. والس د ۱۹۴۶ ز کال تر سپټمبر پورې د سوداګرۍ د وزیر په توګه تر هغه وخته دنده ترسره کړه، چې ترومن د شوروي اتحاد په وړاندې د پخلاینې د سیاست په اړه د یوې وینا له امله له دندې ګوښه کړ. وروسته والس او د هغه ملاتړو یو ولسي پرمختګ غوښتونکی ګوند تاسیس کړ او د درېیم شخص په توګه یې د ولسمشرۍ لپاره هلې څلې پیل کړې. پرمختګ غوښتونکي ګوند د شوروي اتحاد د سوسیالیستي جمهوریتونو په وړاندې د پخلاینې د سیاست، په عامه ښوونځیو کې د توکمیز یوځای والي، د نژادي او جنسیتي مساواتو، د ولسي روغتیا د بیمې د پروګرام او نورو کیڼ اړخو سیاستونو غوښتنه وکړه. د کمونیستي اغېز د تورونو له امله او د عرفاني جنجالي څېرې نیکولاس روریچ سره د والس اړیکو د نوموړي کمپاین کمزوری کړ او د رایو یوازې ۲.۴ سلنه یې ترلاسه کړه. په۱۹۵۰ ز کال کې والس د کوریا د جګړې له امله له پرمختګ غوښتونکي ګوند سره خپلې اړیکې پرې کړې او په ۱۹۵۲ ز کال کې نوموړي د (چیرې چې زه ناسم وم) تر عنوان لاندې لیکنه خپره کړه، چې په کې نوموړي شوروي اتحاد "په بشپړه توګه شیطان" بللی و. د ۱۹۵۰ ز لسیزې په لومړیو کې هغه په لویه کچه له سیاسي ناڅرګندتیا سره مخامخ شو، خو په ۱۹۶۵ز کال کې تر مړینې یو کال مخکې هغه د عامه وګړو پر وړاندې څرګندېدو ته دوام ورکړ. [1]