هاريس مان
From Wikipedia, the free encyclopedia
هاریس مان (۱۷۹۶ ز کال د می ۴ مه – ۱۸۵۹ ز کال د آګسټ ۲مه) یو تعلیمی سمونپال، د مرییتوب د ختمولو پلوی او د «ویګ» ګوند سیاسي غړی و چې عام تعلیم ته ودې ورکولو لپاره د ژمنتيا له امله يې شهرت موندلی و. په ۱۸۴۸ز کال کې، د «ماساچوسټس» ایالت د ښوونې او روزنې پلاوي د سکرتر په توګه له دولتي خدمت وروسته، «مان» د متحده ایالاتو د استازو مجلس ته وټاکل شو (۱۸۴۸-۱۸۵۳). د ۱۸۵۲ز کال د سیپتمبر څخه د هغه تر مړينې پورې يې، د «انټیوچ کالج» د رئيس په توګه کار وکړ.
هاريس مان | |
---|---|
د شخص معلومات | |
پيدايښت | |
مړینه | |
هديره | روډ ایسلنډ |
استوګنځای | ماساچوست |
تابعیت | د امریکا متحده ایالات |
عملي ژوند | |
کار/مسلک | |
کاروونکي ژبه(ي) | انګليسي ژبه |
لاسليک | |
سمول |
د «مان» د فکري پرمختګ په اړه، تاریخ پوه «ایلووډ پی. کیوبرلي» ویلي:
د امريکا د خلکو په ذهنونو کې له هغه پرته بل هېچا دا تصور زيات نه دی منځ ته راوړی چې زده کړه بايد نړیواله، له فرقه يي توپيرونو څخه خالي، وړيا او د زده کړې موخه بايد ټولنيز اغېز، مدني هنر او اخلاق وي، نه يواځې يو څه زده کول يا د فرقه يي وي، له هغه پرته بل هيچا په امریکا کې د خلکو په ذهنونو کې د دې تصور چې علیم فقط د زده کړې او یا د فرقه ایزو پایونو پرمختګ نه بلکې باید عمومي، غیر فرقه یی، وړیا، او دا چې هدف یی باید ټولنیز مؤثریت، مدنی غوراوی وي، نه يواځې د يو څه زده کول يا فرقه يي توپيرونو ته وده ورکول.[1]
نوموړی استدلال کوي چې نړیواله عامه زده کړه تر ټولو ښه لاره ده چې سرزوري (ځيلي) امریکایی ماشومان، په منظمو او هوښيارو جمهوری ماشومانو واړوي، «مان» د عامو ښوونځیو د جوړولو لپاره، د د نويتابه له پلويانو څخه پراخه ملاتړ تر لاسه کړ، په ځانګنړي ډول په «ویګ» ګوند کې. د متحده ایالاتو ډیری ایالتونو په ماساچوسټس کې د «مان» د نظام یوه نسخه خپله کړه، په ځانګړي ډول په عادی ښوونځیو کې د مسلکي استادانو روزلو پروګرام. تعلیمي تاریخپوهان «هاریس مان» او ورسره «هینري بارنارډ» او «کاترین بیچر» د عام ښوونځي غورځنګ دسترو مدافعينو سرلاري بولي. [1][2]